غلام جیلاني ځواک
د ایران او اسرائیل جګړه په هر حال پر نړیوال نظم ډیر ژور اغیز درلودی شي.
له پیله ښکاریده چې د دې جګړې هدف یواځې د ایران اتومي توان له منځه وړل نه دي، اوس په څرګنده په ایران کې د رژیم د بدلون خبره کیږي.
که امریکا او اسرائیل په دې جګړه کې ماته ونه خوری چې همداسې ښکاري، نو د ایران رژیم سقوط او یا د ایران بشپړ تسلیمیدل لکه څرنګه چې ټرمپ وایی، حتمي ښکاري.
خو د ایران د رژیم سقوط په څه مانا دی؟ایا د ایران کورنی سیاسی جوړښت دا ظرفیت لري چې د اخوندي رژیم د سقوط نه وروسته په ارامه او سوله ییزه توګه یو بل دیمکرات رژیم د هغه ځای ونیسي، مګر که د ایران اوسنۍ اردو کودتا وکړي او دا رنګ تحول ته زمینه مساعده کړي، د ایران په امنیتي ادارو کې د اخندانو بشپړ کنترول ته په کتو، ماته دا کار ډیر ګران بریښی.
بل احتمال او غالب احتمال دا دی چې د رژیم سقوط نه ورسته ایران یوې ویجاړونکي کورنۍ جګړې او ګډوډۍ سره مخ شي.
که روسیه او چین ونشي کولای چې د ایران د رژیم د ناورین زیږونکي سقوط مخه ونیسي، نو د نړۍ په سیاسي زعامت او نفوذ او رسوخ کې به ترامریکا ډیر وروسته پاتې شي. د ایران له سقوطه زیږیدلی ډار به ډیر هیوادونه دې ته اړباسي چې د چین او امریکا په سیالیو کې امریکا ته د تسلیمۍ سرونه ټیټ کړي، دا کار به روسیه او چین په راتلونکي کې د ډير شمیر اقتصادي اوسیاسي ناورینونو سره مخ کړي.
که احیاناً ایران له دې جګړې بریالی وځی چې تقریباً ناشوني ښکاري نو دا لسیزه به د امریکا په یواځې توګه پر ټوله نړۍ د برلاسۍ وروستۍ لسیزه وي.
داسې ښکاري چې دا جګړه هغه څه چې امریکا ورته د تمدنونو ترمنځ جګړه ویله، یو برخلیک ټاکونکي پړاو ته د ننوتو په حال کې ده.
که ایران ماته خوري نو په حقیقت کې روسیه او چین هم ماته خوري.
کوچکترین اشکی برای حالت فعلی ، شکست و بلاخره نابودی صفوی دوم ، یعنی جمهوری اسلامی ایران نریزید. این رژیم شیطانی از بدر تاسیس تا بحال درد سر بزرگی برای افغانستان و افغانها بوده است. تنها کسانی سوگواری نابودی ج.ا .ا را بگیرند که خود را “افغانستانی” و “ایرانشهری” حساب می کنند، پنجشیر را دُور ترین نقطه ایران میدانند و
آیتالله” سیّد علی حسینی خامنه ای” رهبر فارسی زبانان جهان خطاب میکنند.
په ايران کې اوسنی رژيم ماته نه خوري. دا د افغانستان د ګوډاګيو رژيمونو غوندې نه دی چې د پردو پر پښو ولاړ وي. په افغانستان کې د هر حکومت واکمن د پردو نانځکې پاتې شوي دي، خو ايراني واکمن پر خپلو پښو ولاړ او خپلواک دي. او دا صفت پخپله يو ځواک باله شي، د ايران د حکومت مخالفين ټول پردي پالي او جواسيس دي، دوی نه د جنګ دي نه په خلکو کې پلويان لري ، نه د ايران اوسني واکمني لرې کولی شي او نه د حکومت جوړولو جوګه کېدای شي. بله دا چې د امريکې او اسرائيلو پلوی حکومت به تر ټولو بد او کرکجن حکومت وي او دا هېواد به په ډېر بد برخليک اخته کړي.
لکه چې موږ پوهېږو، په ایران کې د اوسنۍ او راتلونکې ګډوډي له امله زموږ هېواد ته لوی تاوان او ګواښ پېښېدلای شي. د امریکا او اسرائيل د اتحاد حکومت زموږ خلکو لپاره یو لوی عذاب دی. تاسې ته ډاډ درکوم چې په دې جګړه کې د امریکا لخوا شرمونکې ماته به شي. له لوی څښتنه غواړم چې د امریکا لخوا د دې او نورو ټولو جګړو اورونه ژر ګل شي، څو عام خلک له غذابه وژغورل شي.
لکه چې موږ پوهېږو، په ایران کې د اوسنۍ او راتلونکې ګډوډۍ له امله زموږ هېواد ته لوی تاوان او ګواښ پېښېدلای شي. د امریکا او اسرائيل ګوډاکی حکومت به زموږ د خلکو لپاره یو لوی عذاب وي. تاسې ته ډاډ درکوم چې په دې جګړه کې د امریکا شرمونکې ماته په برخه ده. له لوی څښتنه غواړم چې د امریکا لخوا د دې او نورو ټولو جګړو اورونه ژر ګل شي، څو عام خلک له غذابه وژغورل شي.
به مزدوران پلیدِ صهیونیزم جهانی نباید اجازه داد که با ادبیات سخیف و فریبنده و زیر نقابِ بیان وطندوستی! افکار و اذهان هموطنان عزیز ما را منحرف و گُمراه ساخته و بر اعمال ظالمانه رژیم ددمنش اسرائیل پرده بیاندازد.
مطمئناً که همچو کامنتهای تهوع آور ( Spinzar)از مراکز استخباراتی رژیم صهیونیستی به این و آن چینل های دیجیتالی سرازیر شده و میشوند.