جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهعبدالسلام حنفي د چین–جنوبي آسیا اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره چین...

عبدالسلام حنفي د چین–جنوبي آسیا اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره چین ته تللی

تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۸ مه) د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي، د چین–جنوبي آسیا په نهم اقتصادي نندارتون او فورم کې د ګډون لپاره د جګپوړي پلاوي په مشرۍ چین ته سفر کړی دی.

 د دغه سفر اصلي هدف د چین له حکومت او خصوصي سکتور سره د اقتصادي اړیکو پراخېدل او د پانګونې جذب بلل شوي دي.

ټاکل شوې چې حنفي د دې سفر په ترڅ کې د چین له لوړپوړو چارواکو، علمي موسسو او اقتصادي شرکتونو سره وګوري او د افغانستان د پانګونې فرصتونه ور وپېژني. همداراز، هغه به د افغانستان امنیتي وضعیت او د پانګونې لپاره مساعد چاپېریال له چيني لوري سره شریک کړي.

له دې سفر مخکې حنفي د چین له سفیر ژاو شینګ سره هم کتلي و. په دې لیدنه کې چيني سفیر ویلي، چې د چین شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا لري او د مس عینک د استخراج پروژه به ډېر ژر عملي پړاو ته داخله شي.

حنفي ویلي، چې د طالبانو پلاوی به په خپلو لیدنو- کتنو کې د افغانستان اقتصادي فرصتونه وړاندې کړي او له نړیوالو، په ځانګړي ډول له چین څخه به د ملاتړ جلب ته لومړیتوب ورکړي. نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې افغانستان د چيني پانګوالو هرکلي ته چمتو دی.

چین له هغو کم‌ شمېر هېوادونو څخه دی چې له اوسني افغان حکومت سره یې سیاسي او اقتصادي اړیکې ساتلي دي. د لوګر ولایت د مس عینک کان د افغانستان له سترو معدني پروژو څخه شمېرل کېږي چې یوه چینایي کمپنۍ به یې مدیریت کوي.

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې طالبان هڅه کوي له نړیوالې انزوا ووځي او د افغانستان اقتصاد بېرته راژوندی کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...