تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۷ مه)
راپورونه وايي، د ایران پخوانی ولسمشر احمدي نژاد وژل شوی
ناتایید شوي راپورونه وايي چې د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدينژاد وژل شوی دی.
د اذربایجان دولتي تلویزیون د راپور له مخې، احمدينژاد، د هغه مېرمن، او دوه زامن په تهران کې پر یوه واټ د اسراییل په برید کې ویشتل شوي او وژل شوي دي.
په عین حال کې ځینې نور راپورونه وايي چې احمدي نژاد له حملې روغ وتلی دی.
ټرمپ: دا مهال د ایران اسمان زموږ تر بشپړ کنټرول لاندې دی
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د سېشنبې په ورځ په خپله خواله رسنۍ کې په یوه پیغام کې لیکلي: «اوس د ایران اسمان زموږ تر بشپړ کنټرول لاندې دی.»
تېره جمعه اسراییل پر ایران بریدونه پیل کړل، خو امریکا له هماغه پیله اعلان وکړ چې په دې بریدونو کې، چې تر اوسه دوام لري، هېڅ رول نه لري.
اوس دا روښانه نه ده چې ولې د امریکا ولسمشر په خپل وروستي پیغام کې د «موږ» له ضمیره کار اخیستی دی.
تر دې مخکې پرون اسراییل ویلي و چې د ایران د لوېیځ اسمان یې په کنټرول کې دی.
ټرمپ مخکې د تهران له اوسیدونکو غوښتي و چط له دې ښاره ووځي. تهران ۱۶ میلیونه نفوس لري. خو وروسته یې یوه سلاکار وویل چې د ټرمپ منظور دا نه و.
سياېناېن: ایران لا هم له اتومي وسلو ډېر لرې دی
امریکايي ټلویزیوني شبکې سياېناېن راپور ورکړی چې د دې هېواد د استخباراتي ادارو د ارزونې پر بنسټ، ایران لا هم د اتومي وسلو له ترلاسه کولو «کلونه لرې دی».
دې تلویزیون د سېشنبې په ورځ د څلورو باخبرو استخباراتي سرچینو په حواله لیکلي چې د امریکا د استخباراتو د ارزونې له مخې، ایران د اتومي وسلو د جوړولو فعاله لټه نه ده کړز او له دې ډول وړتیا څخه لږ تر لږه درې کاله واټن لري.
د امریکا دا استخباراتي ارزونه د اسراییل له دریځ سره په بشپړه توګه په ټکر کې ده، ځکه اسراییل ادعا کوي چې ایران ډېر ژر د «نه راګرځېدو» مرحلې ته رسېده، یعنې داسې پړاو ته چې بېرته راګرځېدل ترې ناشوني وي.
ایران انترنشنل: خامنه يي تر مځکې لاندې پناهځای ته تللی
د ایران او اسراییل ترمنځ د هوایي بریدونو له امله د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په منځ کې، دوو سرچینو ایران انترنشنل ته ویلي چې علي خامنه يي او د هغه کورنۍ د یکشنبې په ورځ یوه تر مځکې لاندې پناهځای ته انتقال شوي دي.
ایران انترنشنل د ایران د حکومت خلاف په تبلیغاتو تورن تلویزیون دی.
د ایران انترنشنل د راپور له مخې، دوو سرچینو ویلي چې د ایران ستر مشر، د زوی مجتبی خامنهيي په شمول د کورنۍ له غړیو سره، د تهران د لویزان سیمې په یوه تر مځکې لاندز سنګر کې ځای پر ځای شوی دی. دا معلومات وروسته له هغه خپاره شول چې د ایران د نظام د مصلحت شورا غړي، محسن رضايي، اعلان وکړ چې ایران به د اسراییل د بریدونو پر وړاندې لازم ګامونه واخلي.
همداراز، رضايي اسراییل تورن کړ چې غواړي په ایران کې نورې وژنې او ترورونه پلان کړي.
دې ته په کتو چې ایران د جمعې له ورځې د ایران یو شمېر پوځي قوماندانان او اتومي ساینسپوهان ترور کړي او د رادیو تلویزیون په شان پر ملکي ځایونو یې هم برید کړی، خامنه يي به خامخا د اسراییل د برید هدف وي.
نتانیاهو هم په وروستۍ مرکه کې وویل چې د خامنه يي له وژلو سره جګړه پای ته رسیږي.
د فردو په اړه د اسراییلي چارواکو څرګندونې
د اسراییل د پوځ چارواکو ویلي چې تر اوسه یې د ایران پر فردو اتومي مرکز عملیات نه دي کړي، خو دا معنا نه لري چې داسې عملیات به نه تسره کېږي.
د فردو تاسیسات د قم ښار په شاوخوا کې موقعیت لري او تر مځکې لاندې ژور پیاوړې استحکامات لري، چې د لوېدیځو استخباراتي سرچینو په وینا، داسي نه ښکاري چې دې ځای ته زیان رسول دې د اسراییل په وس پوره وي.
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې (IAEA) عمومي رئیس، رافائل ګروسي، په وروستیو ورځو کې ویلي و چې فردو ته کوم زیان نهدی اوښتی.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو، د دوشنبې په شپه له امریکايي ABC شبکې سره په مرکه کې ادعا وکړه چې د نطنز اتومي مرکز ته یې پراخ زیان اړولی، خو د فردو نوم یې یاد نه کړ.
د اسراییل د ۱۲مې تلویزیوني شبکې د راپور له مخې، اسراییل هڅه کړې چې امریکا قانع کړي څو د فردو په ویجاړولو کې له دوی سره مرسته وکړي، خو لا روښانه نه ده چې د امریکا وروستی غبرګون به څه وي.
هغه ځواکمن بمي تجهیزات چې د “سنګر ماتوونکي بمونو” په نوم پېژندل کېږي او ورته “د بمونو مور” هم ویل کېږي، یوازې د امریکا د پوځ په واک کې دي، او د هغوی د لېږد وړتیا یوازې د امریکا B-52 درنې الوتکې لري.
په تهران کې د چاودنو غږ
ایراني رسنیو راپور ورکړ چې د تهران په ځینو برخو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
تراوسه پورې د دغو چاودنو په اړه ایراني چارواکو څه نه دي ویلي او اسراییل هم لا کومه ادعا نه ده کړې.
خو دا چاودنې، چې کېدای شي د اسراییل د توغندويي بریدونو په نتیجه کې وي، څو ساعته وروسته له دې کېږي چې ایران وویل په تل ابیب کې یې د موساد مرکزي دفتر په یوه نوي توغندي ویشتی او اورونه پکې بل شوي دي.
اسراییل بیا ویلي چې د ایران په توغندويي برید کې استوګنې سیمې زیانمن شوي دي.
د ایران امنیتي مسوولان او د هغو ساتونکي له مخابراتي شبکو سره د وصل له وسایلو منع شول
فارس او تسنیم خبري آژانسونو راپور ورکړی چې د سایبري امنیت قوماندانۍ پرېکړه کړې چې د مسوولانو او د هغوی د امنیتي ټیمونو لهخوا د هر ډول تجهیزاتو کارول چې له عمومي مخابراتي او ارتباطي شبکو سره وصل وي، ممنوع ده.
دغو خبري آژانسونو نور جزییات نه دي وړاندې کړي، خو د یاد حکم محتوا د لبنان د حزب الله هغه بندیز ته ورته دی چې وروسته له هغې صادر شو چې د دې ډلې زرګونه پیجرونه او بېسیم وسایل وچاودل.
ګومان کېږي اسراییل د جمعې په ورځ د ایران مهم امنیتي او دفاعي چارواکي د انترنیټ له لارې کشف کړي او بیا وژلي دي.
سپاه وایي، پر اسراییل یې په نوي توغندي بریدونه کړي دي
د ایران رسنیو د سپاه پاسداران له قوله یوه اعلامیه خپره کړې چې عنوان یې دی: «د وعده صادق ۳ عملیاتو په اړه د سپاه شپږم اعلان»، او ویلي یې دي: «شېبې مخکې د سپاه د هوافضا له خوا د بریدونو د بریدونو نوې څپه، له پخوا څخه زوروره او سخته پیل شوه.»

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د دفاع وزارت ویاند ویلي: «په ننني برید کې د وسلهوالو ځواکونو له لوري د صهیونیستي رژیم پر ضد له یوه نوي توغندي څخه کار واخیستل شو، چې صهیونیستانو یې تر اصابت وړاندې هېڅ څرک ونه شوای لګولی. نن د رژیم امنیتي او استخباراتي مرکز، سره له دې چې درنې دفاعي طبقې یې درلودې چې امریکا یې ملاتړ کوي، پر یوه هدایتشوي توغندي وویشتل شو، چې دا د رژیم د بې وسۍ نښه ده.»
د سپه په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې په تا ابیب کې د اسراییل د استخباراتو (موساد) مرکزي دفتر د اور په لمبو کې سوځي. اسراییل په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې اسراییل د ایران د تېرې شپې او نن سهار بریدونه د پخوانیو پرتله کمې بللې وې خو یادونه یې کړې وه چې مخکې به ایران یوازې د شپې له لوري بریدونه کول خو دا ځل یې د ورځې هم بریدونه کړي دي.
عربي او اسلامي هېوادونه، د اسراییل او ایران ترمنځ باید ژر اوربند وشي
عربي او اسلامي هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د اسراییل له لوري پر ایران بریدونه غندلي او د دغو بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه یې کړې ده.
دغو هېوادونه ټینګار کړی چې باید ژر تر ژره اوربند وشي ځکه د نښتو او کړکېچ پراخېدل د سیمې سولې او ټيکاو ته ګواښ پېښوي.
په دغه اعلامیه کې چې د قطر بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې، ویل شوي چې د سیمهییزو کړکېچونو یوازینی حل لار د خبرو اترو، د ښه ګاونډیتوب اصولو رعایت، د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ کېدای شي او د روان کړکېچ لپاره نظامي لار دوامداره حل نه شي کېدای.
ټرمپ له ایران سره خبرو ته استازی لیږي
د سيبياس (CBS) شبکې خبریال وايي، د امریکا ولسمشرډونالد ټرمپ غواړي د ایران د اټومي ستونزې لپاره یو “واقعاً پایښتي او بشپړه حللار وموندل شي او دا حل دا دی چې ایران باید په بشپړه توګه له اټومي وسلو لاس واخلي.
د دغه خبریال په وینا، ټرمپ دا څرګندونې هغه مهال وکړې چې له جی۷ غونډې څخه د وتلو پر مهال یې په کاناډا کې خبرې کولې.
د راپور له مخې، ټرمپ وړاندوینه وکړه چې اسراییل به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي. هغه د ولسمشر لپاره په ځانګړې الوتکه ایر فورس وان کې خبریالانو ته وویل:
«په راتلونکو دوو ورځو کې به هر څه روښانه شي.»
کله چې ترې وپوښتل شول، آیا د امریکا استازی ستیو ویتکاف یا مرستیال ولسمشر جیدي ونس به له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره واستول شي، ټرمپ وویل:
«کېدای شي دا کار وکړم»، خو دا یې هم زیاته کړه:
«دا به په دې پورې اړه ولري چې کله بېرته ستون شم، څه پېښېږي.»
اسرائیل وايي د خاتمالانبیا قرارګاه نوی قوماندان یې وژلی دی
د اسراییل پوځ ادعا کړې چې علي شادماني، چې تازه د خاتمالانبیا قرارګاه د قوماندان په توګه ټاکل شوی و، د سېشنبې په سهار د یوه هوايي برید په ترڅ کې وژل شوی دی.
شادماني تر دې وړاندې د یادې قرارګاه د همغږۍ مرستیال و، خو وروسته له هغه چې د غبرګولي په ۲۳مه (۲۰۲۵/۶/۱۳) سترجنرال غلامعلي رشید د اسراییل په برید کې ووژل شو، علي خامنهيي د سترجنرالۍ رتبه ورکړه او نوموړی یې د قوماندان په توګه وټاکه.
خاتمالانبیا قرارګاه د ایران د پوځ مرکزي قومانده ده چې د ستراتیژیکو عملیاتو رهبري کوي. د علي شادماني وژل، که تایید شي، د ایران د پوځي مشرۍ لپاره یو لوی ګوزار ګڼل کېږي.
د ایران لږ تر لږه درې توغندي پر اسراییل لګېدلي
په داسې حال کې چې د ایران له خوا د اسراییل پر مرکزي برخو د توغندویي بریدونو نوې څپه د سېشنبې په سهار د ایران پر وخت ۹:۲۰ بجې پیل شوه، د اسراییل میلیونونه اوسېدونکي پناهځایونو ته ولاړل.
د اسراییل د ۱۲مې تلویزیوني شبکې د راپور له مخې — چې خپرونه یې هم د پناهځای له ستوډیو څخه روانه وه — په دې څپه کې شاوخوا ۳۰ توغندي شامل وو، او دا لومړی ځل دی چې ایران د جګړې په پنځو ورځو کې د ورځې په مخه پر اسراییل توغندويي برید کوي.
د لومړنیو راپورونو پر بنسټ، لږ تر لږه درې توغندي په اسراییل کې په یوه ودانۍ او د مرکزي سیمو په دوو نورو ځایونو لګېدلي دي. مرستندوی ټیمونه سیمې ته رسېدلي دي. دغه برید لږ تر لږه مالی تاوان او وراني اړولی دی.
همداراز، په هرتصلیا ښار کې چې د تلابیب په شمال کې موقعیت لري، یو توغندی د بسونو پر یوه تمځای لګېدلی دی. د توغندي د لګېدو په مهال په تمځای کې څوک نه و.
د اسراییلي پوځ د ویاند دفتر یوه افسر، چې په یاده ستودیو کې حاضر و، وویل: «له نیمې شپې راوروسته درې واري راکټي بریدونه شوي، چې هر وار د تېرو ورځو پرتله لږ توغندي کارول شوي دي، خو دا وروستی برید د پام وړ شمېر توغندي لري.»
لومړني راپورونه د څو کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکوي.
پر تهران، کاشان، تبریز او د ایران په لویدیځ کې د اسراییل بریدونه
د سېشنبې په سهار د اسراییل د هوايي بریدونو لړۍ د ایران په بېلابېلو ښارونو کې روانه وه. راپورونه وايي چې:
- په تبریز کې سهار د پنځو دقیقو ترمنځ دوې سترې چاودنې شوي، خو تر دې دمه د ایران دولتي رسنیو په دې اړه څه نه دي ویلي.
- په ختیځ تهران کې هم لږ تر لږه د درې زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي، خو بیا هم د ایران رسمي رسنۍ تر دې دمه په دې اړه هیڅ راپور نهدی خپور کړی.
- د اصفهان ولایت امنیتي مرستیال تایید کړې چې سهار مهال د کاشان په سیمه کې یوه امنیتي پوسته په توغندي ویشتل شوې چې له امله یې درې تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
- هممهاله، د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې د تېرې شپې په ترڅ کې یې د ایران په لوېدیځ کې پر “نظامي اهدافو” څو لوی بریدونه کړي دي. د دوی په وینا، “په دې بریدونو کې د توغندیو د توغولو لسګونه ویشتنځایونه او ن لوژستیکي تأسیسات په نښه شوي دي.”
یاد بریدونه د ایران-اسراییل د روانې جګړې د تازه څپې برخه دي، او له دواړو خواوو د درنو تلفاتو او ویجاړیو راپورونه خپرېږي.
ټرمپ وایي ایران هېڅکله اټومي وسله نه شي لرلی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په G7 سرمشریزه کې له ګډون سره ویلي، چې ایران باید هغه تړون لاسلیک کړی وای چې ده ورته ویلي وو.
ولسمشر ټرمپ په ټینګار سره ویلي، چې ایران به هېڅکله اټومي وسله ونه لري.
هغه له تهرانه ټولو خلکو ته د وتلو خبرداری هم ورکړی، خو په دې تړاو یې نور څه نه دي ویلي.
بل خوا ایران د عمان، قطر او سعودي له لارې ټرمپ ته پیغام ورکړی، چې باید پر اسراییلي لومړي وزیر نتانیاهو فشار راوړي څو ژر تر ژره اوربند ومني.
ایران وایي، د اوربند منلو سره به د اټومي پروګرام خبرو کې نرمښت وښيي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي زیاته کړې، چې که ټرمپ ریښتیا د ډیپلوماسۍ اراده لري، نو راتلونکي ګامونه ډېر مهم دي. هغه وايي که د اسراییل «یرغل» دوام مومي، دوی هم جدي غبرګون ښيي.
د اسراییل او ایران د جګړې پینځمه ورځ
د اسراییل او ایران جنګ نن پنځمې ورځې ته داخلیږي. تر دې دمه د جګړې د پای ته رسیدو کومه نښه نه لیدل کېږي خو د اروپايي اتحادیې وړاندیز چې له ایران سره دې د دغه هیواد د اتومي پروګرام په اړه خبرې پیل شي او د خلیج له عربي هیوادونو د ایران غوښتنه، کېدای شي، اوربند ته هیلې وغوړوي. د اسراییل او ایران د جګړې د نن (سې شنبې/ د جګړې د پنځمې ورځې) خبرونه په همدې خبر پیلوو:
رویترز: ایران له عربستان، قطر او عمانه له اسراییل سره د اوربند لپاره د منځګړیتوب غوښتنه کړې
د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې، ایران د خلیج له درې هېوادونو — قطر، عربستان سعودي او عمان — څخه غوښتنه کړې چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره اړیکه ونیسي څو پر اسرائیل فشار راوړي چې له ایران سره ژر تر ژره اوربند ومني.
رویترز د دوو ایراني سرچینو او درو سیمهییزو سرچینو له قوله وايي، ایران چمتووالی ښودلی چې د اوربند په بدل کې په اتومي خبرو کې لا ډېر انعطاف وښيي.
یوې ایرانی سرچینې رویترز ته ویلي: «که اوربند وشي، ایران به چمتو وي چې د اتومي مذاکرو په بهیر کې لا زیات نرمښت وښيي.»
دغه راپور ښيي چې تهران د جګړې د ختمولو لپاره د سیمهییزو قدرتونو له لارې د غیرمستقیمو خبرو اترو هڅه کوي، او د اتومي فعالیتونو په برخه کې امتیاز ورکولو ته تیار دی.
د درې اروپایي هېوادونو غوښتنه: له تهران سره دې د ایران د اټومي پروګرام په اړه ژر تر ژره خبرې پیل شي
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول د دوشنبې په ورځ وویل چې جرمني، فرانسه او بریتانیا غواړي له تهران سره د ایران د اتومي پروګرام په اړه په بیړه خبرې بېرته پیل کړي.
نوموړي په قبرس کې وویل:
«یوازې هغه وخت کولای شو یوې هوکړې ته ورسېږو او د نورو پوځي شخړو مخنیوی وکړو، چې ایران بشپړه چمتووالی وښيي چې له اتومي ټکنالوژۍ څخه د پوځي هدفونو لپاره کار وانخلي.»
ایران تل دا تور رد کړی چې غواړي اتومي بم جوړ کړي، او ټینګار کوي چې د یورانیمو بډایولو پروګرام یې یوازې د ملکي اهدافو لپاره دی.
سناتور برني سندرز: امريکا باید د نتانیاهو بلې غیرقانوني جګړې ته ونهکاږل شي
د امريکا دیموکرات سناتور برني سندرز، د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو تورن کړ چې پر ایران د برید په ترسره کولو سره یې روانه جګړه پیل کړې او امریکا ته یې خبرداری ورکړ چې باید د نتانیاهو د «بلې غیرقانوني جګړې» برخه ونهګرځي.
ښاغلي سندرز دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ، په خواله رسنۍ ایکس (پخوانی ټویټر) کې خپرې کړې. هغه زیاته کړه:
« د ایران د ملي امنیت د عالي شورا پخوانی مشر او د رهبر سلاکار، نتانیاهو علي شمخاني، ترور کړ او عمداً یې د امریکا او ایران د اتومي خبرواترو هڅې سبوتاژ کړې.»
علي شمخاني د جمعې په سهار، کله چې د اسراییل هوايي بریدونه پر ایران پیل شول، د تهران د کامرانیه په یوه لوړه ودانۍ کې سخت ټپي شو.
With the explosion of AI, new technology and increased worker productivity, we should demand a shorter work week, increased life expectancy and a decent standard of living for all.
The benefits of AI must go to working families, not just high-tech CEOs.
— Bernie Sanders (@BernieSanders) June 16, 2025
خو باید یادونه وشي چې علي شمخاني اصلي اټومي مرکچي نه و؛ اصلي مرکچي عباس عراقچي و، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت استازی و او د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ له ځانګړي استازي سټیو ویتکاف سره یې خبرې اترې پر مخ وړلې.
عراقچي د واشنګټن یو ټېلفون د نتانیاهو مخه نیولی شي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل چې که په رښتیا د دیپلوماسۍ پلوی وي، باید اسرائیل دې ته اړ کړي چې خپلې «یو اړخیزې اړخیز یرغلونه» ودروي.
عراقچي وویل: « له واشنګټنه یوازې یوه تلیفوني اړیکه کولی شي نتانیاهو ودروي.»
هغه د دوشنبې په ماښام څرګنده کړه چې د اسرائیل د وروستي «جنایتکارانه برید» موخه، چې د نتانیاهو په امر ترسره شو، دا وه چې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي توافق مخه ونیسي.
عراقچي بنیامین نتانیاهو «یو چلباز» وباله او ویې ویل:
«نتانیاهو نژدې درې لسیزې د امریکا ولسمشران غولولي دي، څو هغوی د خپلو شخصي موخو لپاره جګړو ته راکاږي.»
په ګوتو دې برکت شه په دومره مفصله له معلوماتو ډکه او اوږده لیکنه. الله تعالی دې په دنیا او اخرت اجر درکړي چې خپلو خلکو ته دا وړ خدمتونه وړاندې کوئ.
په ټوله مینه او درنښت
نوم نه لیکم