سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد پاکستان ۱۳مټریک ټنه ګنده شوي کچالان بېرته ور ولېږل شول

د پاکستان ۱۳مټریک ټنه ګنده شوي کچالان بېرته ور ولېږل شول

تاند「سې شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۷مه」‏ننګرهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې د تورخم بندر نباتي قرنطین مدیریت کارکوونکو ۱۳ مټریک ټنه ګنده شوي کچالان بېرته پاکستان ته ولېږل.

یاد ریاست وایي، یاده اندازه ګنده شوي کچالان له پاکستانه افغانستان ته واردېدل.

ننګرهار کې د طالبانو د کرنې ریاست له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې، چې باکیفیته محصولات وارد کړي څو هېوادوال له صحي او معیاري خوراکي توکو استفاده وکړي.

دا لومړی ځل نه دی،تر دې وړاندې هم څو څو ځلې له پاکستانه واردېدونکي ګنده او ټیټ کیفیته محصولات یاد هېواد ته بېرته ورګرځول شوي دي.

له پاکستان سره سره په ځلونو له ایرانه هم واردېدېدونکي بې کیفیته تيل بېرته ورلېږل شوي دي.

عام افغانان وایي، د افغانستان ګاونډي هېوادونه په تېره بیا پاکستان په هېڅ برخه کې له افغانستان سره ریښتینی نه دی او تل یې اړیکې بې خونده او په هره برخه کې د دوستۍ څرګندونې دروغجنې ثابتې شوي.

3 COMMENTS

  1. افرین دغه د پنجاب غول بیرته د تور دجال په مخ وروغورزوی. دغه سوډران تر ځان هوښیارو ته د بې عقل په سترګه ګوري.

  2. AFGHANS TALIBS MUST DONOT BUY ANY THING FROM PAKISTAN,ALL ARE FAKE/MEDICINE.SUPPLYEES/FOOD MATERIAL/CHICKEN&EGGS/FISHES/OLD COWS MEAT/
    PLEASE USE AFGHANI AGRECALTURE PRODUCE/AFGHAN VEGTABLES ARE HEALTHEY/AFGHANS FRUITES ARE BEST SOURCES OF VITAMINES AND MINERALS,
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

فکر دې ورغوه کتاب چاپ شو؛| حضرت عثمان نوري

زموږ ذهنونه کله کله ستړي، کله نا کله ګډوډ او ډېری بدمرغه وخت خو لا ناسمې لارې هم وي؛ په دې کې بیا ډېر...