جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهقزاقستان کې د منځنۍ آسیا ـ چین دوهمه سرمشریزه جوړېږي

قزاقستان کې د منځنۍ آسیا ـ چین دوهمه سرمشریزه جوړېږي

تاند「سې شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۷مه」‏د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د منځنۍ آسیا – چین دوهمه سرمشریزه جوړېږي.

په دې سرمشریزه کې به د منځنۍ آسیا د هېوادونو مشرانو سربېره، د چین ولسمشر شي جینګ پینګ هم ګډون ولري.

ټاکل شوې چې د منځنۍ آسیا – چین په دې سرمشریزه کې په سیمه کې د امنیت ټینګښت، د نړیوالو ګواښونو پر ضد د ګډو هڅو همغږي او د فرهنګي او بشري تبادلو پیاوړتیا په اړه خبرې وشي.

قزاقستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د سیمه ییزې همکارۍ پیاوړتیا، د سیاسي خبرو اترو پراخوالی، د سوداګرۍ او اقتصاد اړیکې هم د دې غونډې مهمې برخې دي.

یاده سرمشریزه کې داسې مهال د سیمې امنیتي وضعیت باندې هم خبرې کېږي، چې د منځنۍ آسیا هېوادونو له دې وړاندې له افغانستانه د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنې لرلې دي.

د منځنۍ آسیا – چین لومړۍ سرمشریزه وړم زېږدیز کال په چین کې ترسره شوې وه.

سږنۍ سرمشریزه د آستانیې اعلامیې په لاسلیکولو سره پای ته رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...