سه شنبه, جولای 15, 2025
Home+د حقوقو په علم کې نوې څانگې | پوهاند نصرالله ستانکزی

د حقوقو په علم کې نوې څانگې | پوهاند نصرالله ستانکزی

 (دویمه برخه)

     لومړی بحث‌ – د تکنالوژیکو اطلاعاتو حقوق (IT Law) په هکله عمومي معلومات:

 د تکنالوژیکو اطلاعاتو حقوق (information technological law) د هغو قواعدو، قوانینو او مقرراتو مجموعه ده چې د کمپیوترونو، اینترنت، دیجیتالی معلومات په تړاو مسایل په حقوقي توگه تنظیموی .

 په تاریخي لحاظ د حقوقو د دې څانگې اساسات هغه وخت رامنځ ته شول چې د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ کالونو ترمنځ له کمپیوتر څخه په دولتي او پوځي موسسو کې کارونه پیل شوه، نو؛ د اسرارو د ساتنې او د اطلاعاتو د خوندیتوب په پار  او د خصوصي حریم د مصوونیت لپاره؛ د تکنالوژیکو اطلاعاتو د حقوقو موضوع را مطرح شوه، او لومړی ځل ؤ چې په ۱۹۷۴ کال کې د امریکا په متحده ایالاتو کې د خصوصي حریم د ساتنې قانون (privacy act) وضع او نافذ شو چې په حقیقت کې دا لومړنی قانوني سند ؤ چې په دې سکتور کې رامنځ ته  شوی دی.

   وروسته بیا د تیرې پیړۍ په اتیایمه لسیزه کې د نویو سافت ویرونو (softwares) او معنوی مالکیت (intellectuel property) له رامنځ ته کیدو سره د نویو قوانینو د وضع کیدو‌ ضرورت رابرسیره شو او بیا هم امریکایان په دې هکله مخکښ شول او په کمپیوتري سافت ویرونو کې د مولف د حق قانون یي په ۱۹۸۰ کې نافذ کړ، چی بیا وروسته نورو هیوادونو هم په کمپیوتري سافت‌ویرونو کې د کاپي رایټس قوانین او مقررات رامنځ ته کړل، او ‌په دې توگه د معنوي مالکیت مسله له تکنالوژیکو لاس ته راوړونو سره غښتلې او خوندیتوب یې په حقوقي لحاظ پیاوړی شو.

 په  شلمې پیړۍ کې د انترنیت په رامنځ ته کیدو سره الکترونیکي سوداگري هم رامنځ ته شوه او ځینې پیچلې موضوعات لکه دیجیتالي تړونونه، الکترونیکي لاسلیک، الکترونیکي درغلي، د هویت غلا یا جعل، او سایبري جرمونه رامنځ ته شول. دې اړتیاو ته په پام ملگروملتونو په ۱۹۹۶ کې د الکترونیکي تجارت نمونه قانون د انستیرال « UNCITRAL» (د ملگرو‌ملتونو کمیسیون د نړیوالۍ سوداگرۍ لپاره) له خوا نشر شو.

 د یووبشتمې پیړۍ له پیل څخه تر اوسه د تکنالوژیکو اطلاعاتو په حقوقو کې په نړیواله کچه د نویو مقرراتو تر څنگ نوي نړیوال سازمانونه لکه ICANN (د انترنیتی دومینونو یا لمنو کنترول غیر دولتی سازمان) او یا WIPO (د معنوي مالکیت د ساتنې نړیوال سازمان) چې دنده یي په نړیواله کچه د معنوي ملکیتونو لکه اختراعاتو‌، سوداگریزو علایمو، ادبي او هنري اثارو او د صنعتي او سافت ویرونو د طرحو ساتنه ده. له یاده باید و نه باسو چې دغه سازمان په لومړي ځل په ۱۹۶۷ کې تاسیس شو او مرکز یې د سویس په جینیوا ‌ښار کې دی ، خو په یوویشتمه پیړۍ کې یې دندې زیاتې او پراخې شوي دي.

 په اوسنیو کالونو کې د تکنالوژیکو اطلاعاتو د حقوقو لمن پراخه شوې ده او دغو‌ موضوعاتو ته یې پاملرنه ده :

 – مصنوعي ځیرکتیا او د هغه قانوني مسوولیت؛

د معلوماتو کیندنه یا د معلوماتو استخراج، د انترنیتي کاروونکو د معلوماتو تحلیل؛

 – خصوصي حریم په ټولنیزو شبکو کې؛

 – د رباتونو حقوق ؛ او

 – بلاک چین (یوه دیجیتالی تکنالوژي ده چې د ذخیره کولو او د اطلاعاتو د امن او نه تغییر کوونکو  د لیږد لپاره کارول کیږي) او د اسعارو پاسورډونه.

د حقوقو په علم کې نوې څانګې | پوهاند نصرالله ستانکزی

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کوبیزم په انځورګرۍ کې| ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

کوبیزم مخکې له دې چې ادبیاتو ته دننه شي، په انځورګرۍ کې را څرګند شو. هغه مهال چې لا هم د شلمې پېړۍ په...