(لومړې برخه )
سریزه:
حقوق د یوه لرغوني علم په توگه؛ اساساً د ټولنیزو علومو یوه څانگه ده، چې زرگونه کاله مخینه لري. دغه علم چې د ټولنیز ژوند زیږنده ده او هدف یې په ټوله کي د یوه علم په توگه د فردي او ټولنیز ژوند تنظیم، د ټولنې سمون، د بشری چاپریال ساتنه او په بشری جوهر د انسان سمبالښت او د انسان لپاره متعاله ټولنه ده، د خپل شتون په اوږدو کې دغو موخو ته د رسیدو لپاره له ټولو ټولنیزو او طبیعي علومو سره نه شلیدونکې او انکار نه منونکي روابط درلودلي، د نورو علومو له لاسته راوړونو سره یې جوخت حرکت کړی دی، دا ځکه چي د هر علمي فعالیت لپاره مشروعیت اړین دی، چې دا مشروعیت یوازې د حقوقي قواعدو له لارې تر لاسه کیدای شي، او د حقوقو د علم دنده ده چې د خپل جوهري موجودیت پر بنسټ د هر فعالیت او نوښت مشروعیت وارزوي او د هغه لپاره په منطقي او عیني توگه لار ولټوي. له بلې خوا حقوق یا په بل عبارت حقوقي قواعد باید له زمان او مکان سره متحول واوسي؛ له هغه پرته به حقوق متروک او مردود علم شي.

په دې توگه ویلای شو چې حقوق د خپل شتون په بهیر کې په مجرد ډول نه ؤ او نه به وي، ځکه د حقوقو د وسیع او پراخې لمنې له وجهې یو انتزاعي او مجرد علم نه دی، بالعکس له لرغونو زمانو راهیسې د یوه بین الرشته يي (interdisciplinary) علم په توگه پیژندل کیږي، او د علم او تکنالوژۍ له پراختیا سره دغه خصوصیت لا هم ژورتیا مومي.
دلته په لنډه توگه له حقوقو او نورو علومو سره د هغه د اړیکو تطور ته نظر اچوو؛ تر څو په حقوقو کې د نویو څانگو په پیژندنه کې راسره مرسته وکړای شي، او له بلې خوا دا راته جوته شي چې د حقوقو علم تطور د زمان له غوښتنو سره جوخت حرکت کړی دی، او په هره زمانه کې یې د نورو علومو د تحول او موثریت او د هغوی د مشروعیت لپاره یې ځانگړي قواعد وضع کړي هم دي. دغه پړاونه په لاندې ډول ویشلی شو:
– حقوق او فلسفه – دا اړیکه شا و خوا ۲۵۰۰ کاله وړاندې د ارسطو او افلاطون له زمانې پیلیږي، په دغه پړاو کې ځینې مفاهیم لکه عدالت، طبیعي حقوق او مشروعیت د فلسفې له لمنې د حقوقو د بحث وړ موضوعات گرځي. بیا وروسته نور ستر فیلسوفان لکه هیگل، کانت، روسو او جان لاک د حقوقي نظریاتو او تیوري گانو په رامنځ ته کولو کې مهمه ونډه درلودلې ده؛
– حقوق او ټولنپوهنه: دا رابطه وروسته تر هغې رابرسیره شوه چې په نولسمه پیړۍ کي ټولنپوهنه د درکهایم، مارکس او وبر په مټ د یوه مستقل علم په توگه رامنځ ته شوه او د دغو علماوو په نظریاتو کي (په مختلفو افکارو) حقوق د ټولنې د تنظیم کوونکی او یوه ټولنیز ارزښت په توگه مطرح شو او په دې هکله نوې تیوري گانې مطرح شوې، او په پایله کې یي حقوقي ټولنپوهنه (Sociology of Law) د یوه مستقل علم په توگه رامنځ ته شوه؛
– حقوق او ارواپوهنه: په نولسمه پیړۍ کې د اروا پوهنې د علم له رامنځ کیدو سره سم د حقوقو او د دې علم تر منځ اړیکې جوړې شوې او په شلمه پیړۍ کې د دې دواړو علومو له اصولو سره سم قضایي ارواپوهنه (Forensic Psychology) رامنځ ته شوه؛ چې په جنایي عدالت کې د مجرم د شخصیت په پیژندنه او د هغه په اصلاح کې او همدارنگه د ارواپوهنې له نظره د جرمي لاملونو او د جرم په مخنیوي کې د حقوقو ستر مرستندوی علم په توگه پیژندل کیږي؛
– حقوق او اقتصاد: په کلاسیک ډول د حقوقو او اقتصاد تر منځ اړیکې لرغونې دي، خو په منظمه توگه دغه اړیکه په شلمه پیړۍ کې د شیکاگو د مکتب تر نظریاتو ورورسته په علمي ډول تنظیم شوې؛ چې له مخې یې؛ د حقوقو اقتصادي تحلیل او د قوانینو موثریت له اقتصادي نظره او همدارنگه د اقتصادي فعالیتونو، پانگې اچونې او اقتصادي تشبثاتو او د اقتصادي او مالي ملکیتونو د مشروعیت څرنگوالی؛ د دغو اړیکو په پایله کې رامنځ ته کیږي؛
– حقوق او سیاست: سره له دې چې حقوق او سیاست د یوه سکې دوه مخه پیژندل شوي دي؛ خو په علمي توگه د حقوقو او سیاست اړیکې په نوې بڼه د رنسانس له پړاو ( ۱۶ – ۱۸ پیړي ) څخه را پیل کیږي؛ او
– د ژیو پوهنه، تخنیک اوتکنالوژي: سره له دی چې د حقوقو او تخنیک اړیکې له صنعتي انقلاب ( ۱۹ پیړۍ) څخه وروسته په منظمه اوسیستماتیکه بڼه رابرسیره شوي دي؛ خو په شلمه او یوویشتمه پیړیو کې د ژیو پوهنې او تکنالوژۍ نویو علومو په رابرسیره کیدوسره؛ د حقوقو په علم کې د زمانې له غوښتنو سره سم نوي حقوقي څانگې رامنځ ته شوې تر څو دغو پوښتنو او اړتیاوو ته ځواب ورکړي: د جنتیکي حریم ساتنه، د چاپریال ساتنه او د ژیو د ژوندانه احترام او ساتنه، د فکري مالکیتونو او الکترونیکي رمزونو ساتنه، تکنالوژي او د هغه اخلاقي حدودو ټاکل او خوندیتوب او د دغو اړوند نویو علمي او محیرالعقول او چټکو علمي لاسته راوڼو ته مناسب حقوقي او ځواب ورکوونکو قوانینو رامنځ ته کول، دي.
دغو ټکو ته په پام، د حقوقو په علم کې هم په وروستیو کالونو کې دغه نوې څانگې رامنځ ته شوي دي:
۱- د تکنالوژیکو اطلاعاتو حقوق (IT Law)؛
۲ – د چاپریال ساتنې حقوق (Environnemental Law)؛
۳- بیوتکنالوژیک او جنتیک حقوق (Biotech Law)؛
۴- دیجیتالی بشري حقوق (Digital human rights)؛
۵- د مصنوعي ځیرکتیا حقوق (AI Law)؛
۶- د فصأ حقوق (Space Law)؛
۷- د انرژۍ حقوق (Energy Law):
۸ – د دیجتیتال سلامتیا حقوق (Digital Health Law).
۹ – سایبري حقوق (Cyber Law) ؛
۱۰ – د انتقالي عدالت حقوق (Transition Justice Law) او
۱۱ – د کوچنیانو او نویو ځوانانو حقوق (Child and Adolescent Law) .
دغه لیکنه د دی لهپاره درنو لوستوونکو سره شریکوم چې به پښتو ژبه کې په دې هکله لیکنې نه دي شوي (او یا لږ تر لږه زه ورسره نه یم مخ شوی)؛ او له بلې خو زموږ محترم حقوق پوهان، قانون جوړونکي او د حقوقو د څانگې زده کوونکو دې ته پاملرنه وکړي چې نور هغه کلاسیکه د حقوقو تصنیف؛ باید نویو څانگو ته په پام، له سره تنظیم کاندي.
له بلې خوا دا هم مهمه ده چې زموږ لوستونکي لږ تر لږه له نویو حقوقي څانگو سره لومړنۍ بلدتیا ترلاسه کړي، له همدې امله ده چې په دې لیکنه کې یوازې د دغو علومو په لنډه پیژندنه بسنه کوو، او هیله ده دا یو پیل وي.
په همدی هیله
لومړې بحث – د تکنالوژیکو اطلاعاتو حقوق (IT Law):
نور بیا