ژباړه :عبدالرحمن فرقاني
په داسې یوه سپیڅلي موسم کې چې امت خپل احساسات رغونډوي او اوراحګانې په کې د عرفات شوق او لوالتیا په سر اخیستې وي. خطیب په منبر دریږي تر څو د وینا امانت او د رسالت جنډه پورته کړي، په داسې ورځ کې چې الله تعالی ډېر عظمت وربښلی او ځمکې او اسمان یې شهادت ورکوي.
خو هغه څه چې موږ سږ کال په دې ورځ واورېدل د عرفې خطبه نه بلکې لړزانده او زبون وهلې زمزمه وه چې یوه ژبغړاندي خطیب د ورقې له مخه داسې لوستله، چې نه په کې خوند و او نه پکې اغیز او نه پکې احساس او شعور او نه په کې شور او ولوله وه ،لکه چې پر ممبر ولاړ خطیب د دې شېبیې سپیڅلتیا او د دې مقام عظمت نه شو درک کولی!
دا لړزه او د ژبې بندېدا یوازې د خطیب په ژبه کې نه بلکې د یوه امت په بشپړ انځور کې نغښتې ده، هغه امت چې د خپلې وینا ځلا او مهارت او د خپل قیادت فکري او روحي روحیه یې له لاسه ورکړی وي،نو د داسې خطیب څخه به د هیبت او اغیز څه تمه ولري،چې د وینا اساسات،مهارتونه او ځنګړنې یې زده نه وي؟
او د داسې امت څخه به د پاڅون تمه ولې ولرو چې وینا یې لا تر اوسه د ورقې له مخې لوستل کېږي او خطیب یې له دې وېربږي چې سترګې خلکو ته پورته کړي؟
دا د یوه کس د ژبې ښوېدا نه ده ، بلکې د یوه امت د حالت انعکاس دی،لکه چې د دې کال د عرفې خطیب د یوه لوېدلي او ورک شوی امت د حال بیان دی، هغه امت چې په دریځونو کې زړه نا زړه،په پرېکړو کې مجبور او قول او عمل کې یې خپلواکي له لاسه ورکړې ده.او د قیادت وړتیاوې یې له لاسه ورکړې نه مفکوره ور پاتې او نه حضور،یوازې په ورقه کې لیکلې وینا ورپاتې ده.
د وینا دغه بیکاره او ناوړه اسلوبو یې د مهمې او اغیزناکه خطبې جوهر فاسد کړ، او یوازې له ناوړه او کرغېړن شکل او مظهر پرته نه په کې اغیز او خونده پاتې دی.
وینا هغه مهال خپل اغیز او روحیه له لاسه ورکوي کله چې د رسمي دندې په توګه وړاندې شي، نه دې یوه ایماني پیغام په توګه او که هر څومره دوینا متن پیاوړی او قوی وي، خو ناوړه او کمزورې ادا بسنه کوي چې هغه یوه ستړي کوونکې حالت رامنځته کړي. په حقیقت کې اسلوب یوازې د وینا زینت نه بلکې هغه د معنا بیانونکی دي، او زړونو ته د رسېدو ګونجۍ ده.او هغه وینا چې د غوره اسلوبو څخه تشه وي، وړاندې له دې چې تولد شي،مري که هر څومره په متنونو سمسوره وي.
نو د بلاغت خاوندان چېرې دي؟
او د وحې او بیان خاوندان چېرې دي؟
ایا رېښتیا په میلیونونو مسلمانانو کې داسې وړ خطیب نه شته چې په اسلام کې د دغې عظیمې او لویې ورځې د وینا لپاره وړ وي؟
او که ممبرونه په وړتیا نه په چاپلوسۍ او په علمیت نه په تابعدارۍ وېشل کېږي؟
په حقیت کې د عرفې ورځ یوازې د مسلمانانو لپاره نه بلکې د اسلامي وینا لپاره د کبری او لویې وقفې یا درېدا ورځ ده..
په کار ده چې په ژبه،روحیه، او حضور کې یې له سره بیا کتنه وشي، وړاندې له دې چې خلک په منبر باندې اعتبار له لاسه ورکړي،څرنګه یې چې په سیاست او اقتصاد کې اعتبار له لاسه ورکړی.
خطیب یوازې یو مجرد عږ نه بلکې د یوه عظیم امت د وجدان پیغام دی، او که وجدان مړ شو ،نو غږ به هرو مرو ورک شي او ورسره ورسره به د یوه امت پیغام او رسالت هم ورک شي.
ای قوم به حج رفته…(مولانا جلالالدین محمد بلخی )
ای قوم به حج رفته، کجایید؟کجایید؟
معشوق همین جاست، بیایید! بیایید!
معشوق تو همسایه ی دیوار به دیوار
در بادیه سرگشته شما در چه هوایید؟
گر صورتِ بی صورت معشوق ببینید
هم حاجی و هم کعبه و هم خانه شمایید
صد بار ازین راه بدان خانه برفتید
یک بار ازین خانه بر این بام برآیید
گر قصد شما دیدن آن خانه ی جان است
اول رخ آیینه به صیقل بزدایید
احرام چو بستید،از آن خانه برستید
از خرقه ی ناموس به کلی بدرآیید
آن خانه لطیفست، نشان هاش مگویید
از خواجه ی آن خانه نشانی بنمایید
کو دسته ای از گل؟ اگر آن باغ بدیدید
کو گوهری از جان؟ اگر از بحر جدایید
با این همه آن رنج شما گنج شما باد
افسوس که بر گنج شما پرده شمایید
روبند گشایید ز سرپرده ی اسرار
پس خویش بدانید که سلطان،نه گدایید
گنجید نهان گشته در این توده ی پر خاک
چون قرص قمر زابر سیه باز برآیید
سلطان جهان مفخر تبریز نماید
اشکال عجائب که شما روح فزایید
از پرتو رویش دو جهان نور بیابد
تصویر عجائب به چه شیوه بنمایید؟