پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+ماكسيم ګورکي | ارينزی

ماكسيم ګورکي | ارينزی

له نن څخه ۸۸ کاله پخوا د ۱۹۳۶ د جون په اتلسمه نامتو روسي لیکوال ماکسیم ګورکي د ۶۸ کلونو په عمر په ابدي خوب ویده شو.

د دغه ستر لیکوال د ۸۸ تلین په مناسبت د ښاغلي ارینزي لیکنه د تاند لوستونکو ته وړاندې کوو. (تاند)

—————-

الکسى ماكسيمويچ پشكف چې د ادبياتو په نړۍ كې د ماكسيم ګوركي په نامه پېژندل شوى، د روس- شوروي اتحاد ډېر نامتو ليكوال، د كال 1868 د مارچ په 28 نېټه د نيژني نوگرد Nizhniy Novgrad په ښار كې د يوه تركاڼ په كور كې زېږېدلى دى. اوس دغه ښار د دغه ستر ليكوال په وياړ د (ګوركي) په نامه يادېږي.

ګوركي لا ماشوم و چې مور او پلار يې مړه شول او دى د (نيا) او (نيكه) په سيوري كې 9 كلن شو. ګوركي له دغه ګډ ژوند څخه داسې نه هيرېدونكې خاطرې لري چې په ليكنو كې يې له ورايه ښكاري.


ګوركي په كال 1877 كې د نېكه له كوره جلا شو او لالهانده ژوند يې غوره كړ. داسې ښكاري چې د ګوركي د ماشومتوب او نوې ځوانۍ ژوند په ډېرو كړاو كې تېر شوى دى، ده د ډېرو ستونزو له امله يو ځلې د ځان په وژلو هم لاس پورې كړى؛ خو بېرته ژغورل شوى دى. له دې وروسته ده ځان ته د (گوركي) تخلص وټاكه چې په روسي ژبه د (ترخه سړي) مانا وركوي. ګوركي د خپل نېكه له كور څخه تر وتلو وروسته، ډېر كوچني كارونه هم كړي: د ډوډۍ پخولو هټۍ، د سوداګر دفتر، پلورنځى، رستوران، د انځورونو داسې دكان چې كليساوو ته يې كار كاوه او د والګا په بندر كې د كار گرانو د لوښو وينځل.


ګوركي ښوونځي ته ډېر نه و تللى او د لوړو زده كړو چانس هم نه و ورته برابر شوى؛ خو دده په خپله ژبه (ژوند) ده ته د (ښوونځي) حيثيت درلود.


ده له ماشومتوب څخه د ژوندانه له ستونزو څخه ډكې تجربې كړې او د انساني ژوند او كار ګرانو په هكله يې ستره مطالعه  كړې ده. د دغه تجاربو او مطالعاتو اغېزې د ده په ډېرو آثارو كې له ورايه ليدل كېږي. همداراز روسي ولسي سندرو او د نياگانو كيسو هم پر ده باندې درنده اغېزه كړې او د ده د لومړنيو منظومو آثارو سرچينې بلل كېږي.
ګوركي په كال  1884 كې د (قازان) پوهنتون ته لاړ. دى هلته له ماركسيستي ادبياتو سره اشنا شو او د دغه ايديولوژي د تبليغ له پاره يې كار پيل كړ.


گوركي په كال 1888 كې له انقلابي كړيو سره د اړيكو په تور بندي شو. دى  له خلاصون څخه وروسته هم تر ډېره وخته پورې د استخباراتو د څارگرو تر نظر لاندې و او د كار ډېره خپلواكي يې نه درلوده.


گوركي په كال 1891 كې د خپل هېواد د پېژندنې سفر پيل كړ او د روسيې له شمالي سيمو څخه تر قفقازه پورې وگرځېد. په همدې وختونو كې ده په خپل ځان كې د ليكوالي د ستر استعداد سمندر په څپو وليد او قلم ته يې ګوتې كړې. د ګوركي لومړنى اثر د ماكار چودرا Makar chvdra  په نامه د قفقاز د تفليس (ګرجستان) په يوه سيمه ايزه روځپاڼه كې خپور شو.  ګوركي وايي چې دا نيم رښتيا، نيم تخيلي رومانتيك اثر، هغه وخت د ده د ډېرو شعرونو په څېر د خپلواكي سرود بلل كېده. ګوركي په تفليس كې ځينو روځپاڼو ته مقالې او لنډ داستانونه ليكل. كله چې دى بېرته نيژني نوگرد ته ستون شو، د والګا په اخبار (ولژسكي ويستيك) د سامارا په روځپاڼه (سامارسكايا گازتا) او د نيژني نوګرد په ليك پاڼه (نيژيگرودسكى ليستيك) كې يې خپلې ليكنې خپرولې. ګوركي په كال 1895 كې د ليكوال او ژورناليست كارالنكو د پام وړ وګرځېد او د ده نامتو داستان (چلكاش) Chelkash يې په سن پترز بورگ كې خپور كړ. له چلكاش څخه وروسته گوركي د (زړې بوډۍ)، (د شهباز سرود)، (د ارلفيانو واده)، (كاناوالف) او (فوما گر دييف) داستانونه وليكل چې دى يې د يوه تكړه ليكوال په توګه په خلكو وپېژاند. په كال 1899 كې د (وارنكا) داستان خپور شو. وارنكا د ګوركي د هغه كلونو په ليكنو كې ډېر ځانګړى ځاى لري. په دغه داستان كې بېوزله او لالهانده څېرې نه تر سترگو كېږي، دلته لوستونكي له داسې يوه متفكر او ځيرك ښوونكي سره مخامخ كېږي چې يوه روغه، ښكلې، په ونه دنګه او د ژوند په ميو مسته پېغله پرې گرانه شوې . دغه پېغله (وارنكا) نومېږي. ښوونكى  چې فكر كوي ډېر پياوړى سړى دى او پوره تقوى لري، د وارنكا په مينه كې له پښو غورځي.


ګوركي دغه پېغله د بشر ساده او طبيعي انځور بولي او د هغې په ژبه خلكو ته وايي چې له خپل ساده او په زړه پورې ژوند څخه خوند واخلي. دغه پېغله چې له ليك او لوست سره مينه لري، په خپل وړوكي ښار كې چې ټول په نا لوستو خلكو ډك دى، له دغه ښوونكي سره نژدې كېږي او تمه لري چې په ډېرو شيانو به پوه شي؛ خو يوه روځ د استاد په سترگو كې د شهواني غوښتنو د اور بڅركي دا په غوسه كوي او له ډېرو چېغو او جنجال څخه وروسته له سترګو الونيه كېږي. د دغه داستان د ليكلو ځواك او څرنگوالى د ډېرې ستاينې وړ دى.


د (لالهانده  خلك) په ټولګه كې د1892 – 1897 كلونو كيسې راغلې دي. په دغه كيسو كې هغه لالهانده او نهر (وږي) خلك ستايل كېږي چې په نه رغېدونكو رنځونو اخته دي. دغه بې كوره او بې اوره خلك هغه ياغي او بې ارادې كسان دي چې د خپلو رنځونو د درمل له پاره، د داسې يوه چاپېريال د ميندلو په لټه كې دي چې دوى هلته خپل شخصيتونه ښه وپېژني او مضبوط يې كړي. دغه كتاب ستر برياليتوب تر لاسه كړ او د ګوركي نوم يې د روسيې تر ګوټ – ګوټه پورې ورساوه.


ګوركي په 1900 – 1901 كې د (درې كسان) رومان وليكه او له نامتو ليكوالانو ليوتولستوى او انتوان چخوف سره يې نژدې اړېكې ټېنګې كړې. د كال 1901 په نيمايي كې ګوركي (د توفان د مارغه ترانه) وليكله. ده په دې وختونو كې د خپل ښار (نيژني نوګرد) او نورو ښارونو (سنت پيترزبورګ او سرمف) د كارګرانو په ماركسيستي كړيو كې فعاليت كاوه او دوى يې سره نژدې كول. دى په همدې كال كې د رژيم په ضد د خلكو د مبارزې د سمون په تور ونيول شو او له (نيژنى نوګرد) څخه وشړل شو.


ګوركي په 1901 او 1902 كلونو كې څو نندارې وليكلې. (په ژورو كې) هغه نامتو ننداره وه چې په څلورو پردو كې په كال 1902 كې وښودل شوه. د دغه نندارې اتلان ټول بېوزله اولالهانده خلك او چاپېريال يې د ګوركي د خوښې وړ، يعنې د نېستمنو او بې كوره خلكو چاپېر دى. بويناكې او غمجنې تياره خونې چې دغه خلك هلته شپې تېروي او په پرله پسې توګه شراب څښي او ځانونه هيروي؛ خو ګوركي غواړي چې د دغه ذلت، كركې او ټېټوالي د ښودلو تر څنګ، ژوره انساني مينه انځور كړي او تيارو كږلېچونو ته د بريو وړانګې ورسوي.


د ګوركي دغه ننداره د خلكو ډېره خوښه او د اروپا په ډېرو ښارونو كې وښودل شوه.


د كال 1903 په وروستيو مياشتو كې د روسيې د علومو اكاډمۍ گوركي، دده د ستر نامه په وياړ، د اكاډمۍ د افتخاري غړي په توګه وټاكه؛ خو تزاري حكومت په سياسي دلايلو دغه ټاكنه و نه منله او ګوركي بيا توقيف شو. دغه توقيف د خلكو عامه اذهان راوپارول، د ګوركي محبوبيت نور زيات شو، د اعتراض غږونه لوړ شول او حكومت مجبور شو چې دى پرېږدي. له دې وروسته گوركي د سفر اراده وكړه او  د امريكا متحده ايالاتو ته ولاړ.


په دغه سفر كې له ګوركي سره يوه ښځه وه چې دده قانوني ښځه نه بلل كېده، دغه عمل د امريكايانو غوسه راوپاروله، گوركي اروپا ته ولاړ او  د ايتاليا د (كاپري) په ښار ګوټي كې مېشت شو. ده په اروپا كې د نيويارك په هكله د داستانونو داسې يوه لړۍ خپره كړه چې د ډېرو كلونو له پاره د روسيې ليكوالو د امريكايي ضد احساساتو سرچينه بلل كېده. په (كاپري) كې ګوركي د انقلابي مهاجرينو له پاره يو مركز جوړ كړ او د لومړۍ نړېوالې جګړې تر پيلېدو پورې يې له سياسي هڅو څخه لاس وانه خيست. په دغه كلونو كې ګوركي په نري رنځ اخته او په (كاپري) كې د طبيبانو تر معالجې لاندې و. د نري رنځ او پرديسۍ په كلونو كې ګوركي د (مور) كتاب وليكه چې لومړى د يوې روځپاڼې په لمن كې خپور شو او د انقلابي توب په توسن ډېر نوموتى شو او خلكو ډېر خوښ كړ. (مور) د گوركي يوازنى رومان دى چې د روسيې د انقلابي غورځنګ په هكله ليكل شوى او هغه مور زموږ مخې ته ږدي چې ټول عمر يې په بېوزلتوب او لوږه كې تېر كړى؛ خو حيواني سكوت يې نه دى كړى او ستونزو  ته يې د تسليم سر نه دى ټېټ كړى. كله چې د دغه ښځې مېړه مري، په كور كې ددې زوى د لوږې، بېوزلتيا، جهل او نورو ټولنيزو ستونزو او ناخوالو په ضد د مبارزې خبرې كوي او د نژدې كېدونكي اوښتون زېري راوړي. ورو – ورو د بوډۍ ښځې (مور) ذهن روښانه كېږي او د حق د غوښتنې او خپلواكۍ سا يې په زاړه كالبوت كې رېښې غځوي او هره ورځ د خپل زوى له ارمانونو سره نژدې كېږي. كله چې چارواكي د دې زوى نيسي او بل ځاى ته يې شړي، دا د هغه تش ځاى ډكوي او انقلابي دندې پر مخ بيايي. تر هغې چې دا هم وژل كېږي. (مور) په روسي ادبياتو كې هغه لومړنى رومان دى چې د ټولينز ژوند ډېر بشپړ انځور وباسي او د نسكورېدونكي حاكميت په هكله خبرې كوي. دغه رومان چې په ډېره ښكلې تغزلى ژبه ليكل شوى، د ګوركي له خورا سترو آثارو څخه كنگل كېږي چې له خپرېدلو څخه وروسته يې نړېوال نوم وګاټه او د نړۍ په ډېرو ژبو وژباړل شو.


ګوركي په 1904  او 1905 كلونو كې نورې نندارې هم وليكلې: (د لمر زامن)، (وحشيان) او د (ماڼۍ اوسېدونكي). په 1905 كې ګوركي له لېنين سره وپېژندل. دغه كال د روسيې د بورژ وازى اوښتون (انقلاب) كال و چې په خونړۍ توګه وځپل شو. ګوركي دغه وخت يو انقلابي و او خلك يې د نوامبر د نهمې نېټې د ډلوژنې د غندلو له پاره پاڅون ته هڅول. حكومت ګوركي بندى كړ؛ خو د عامه اذهانو د فشار له امله ژر بېرته خوشې شو.


ګوركي په 1906 كې له روسيې څخه بهر ته ولاړ او هلته يې د امريكا او فرانسې د بورژوازي كلتور په هكله طنزونه  ليكل. ده په همدغه سفر كې  د (دښمنان) ننداره وليكله(1906). په دغه ننداره كې ګوركي په هغه روڼ آندو او بې عمله عالمانو باندې وردانګلي چې خلك يې خپل نه بولي او پردي ورته ښكاري. ګوركي له دې وروسته د لنډو كيسو ليكل بس كړل او د سترو كتابونو په ليكلو يې لاس پورې كړ. لكه د فوما ګورديف Foma Gordeyev نامتو رومان چې د والګا د شتمنو سوداګرو په هكله دى.  د دغه كتاب د حرصناكو خلكو (اتلان) په مينځ كې، ګوركي (فوما) په موږ پېژني چې ستر ميراث ورپاته دى، ډېر شتمن دى؛ خو دى د شتمنو سوداګرو د ژوند له چاپېريال څخه كركه لري او ترينه تښتي. په دغه كتاب كې (فوما) په يوه ميلمستيا كې د شتمنو سوداگرو تېروتنې او معايب بربنډوي؛ خو سوداگر دى ليونى بولي او ليونتون ته يې لېږي. كله چې (فوما) له ليونتون څخه وځي، خاص  او عام پرې خاندي او ملنډې پرې وهي. (فوما) هر څه هيروي او خپه او لالهانده گرځي او تل له ځانه پوښتنه كوي چې (څه بايد وكړم؟). ګوركي له دې وروسته سن پترز بورګ ته ولاړ، هلته استوګن شو او د پوهې د خپرولو ټولنه يې جوړه كړه چې د رياليستو ليكوالو نامتو آثار خپاره كړي. په همدې ښار كې ګوركي د روسيې له سوسيال دموكرات ګوند سره يو ځاى شو، ټولنيزې ستونزې به يې څېړلې او د انقلابي غورځنګ ملګرى و او په خپلو ليكنو كې يې له انقلاب يا اوښتون سره مرسته كوله. په پترزبورګ كې د ګوركي سياسي هڅې دومره پياوړې شوې چې تل د حكومت له خوا څارل كېده او په آثارو يې سانسور ولگېد. ګوركي په همدغه اخ او ډب كې د (ژوند) منظومه خپره كړه چې چارواكو د راتلونكي اوښتون نښه وبللـه، مجله يې بنده كړه او ګوركي يې  زنداني كړ. لږ وروسته ګوركي د ناروغتيا له امله له بند څخه خوشى  شو او اجازه وركړل شوه چې د استراحت له پاره كريميې ته ولاړ شي.


له (مور) څخه وروسته بل ستر كتاب (اعتراف) دى (1908) چې د ګوركي په افكارو كې مذهبي بحران څرګندوي او داسې ښكاري چې ګوركي په دې ليكنه كې د ليوتولستوى تر اغېزې لاندې دى او له بلشويكانو سره د ده اختلاف څرگندوي.


ګوركي په 1908 كې د (وروستني) او (د يوه بې معنى سړي ژوند) نندارې او په 1909 كې د (نيم سوځېدلى ښار گوټى) او (د ماتوي كوژ يمياكين) داستانونه وليكل. په كال 1913 كې د ګوركي د درې ټوكيزه پنډ كتاب د خپرېدوكار پيل شو. ددې كتاب په لومړي ټوك كې چې (د ماشوموالي دوران) نومېږي، ليكلوال د خپل ژوند د لومړنيو كلونو خبرې كوي چې څنګه له لوږې او بدمرغۍ سره لاس او ګريوان و او څنګه د خپل ظالم نيكه په څنګ كې لوېده. نېكه غوښتل چې خپل كوچنى لمسى د پخوانيو په دود وروزي. لوستونكي په دې كتاب كې د ګوركي نيا ويني، داسې يوه مهربانه او مومنه ښځه چې د خپل مېړه په مخ كې آهـ هم نه شي ايستلاى! او هغه كورنۍ چې تل د نيكه له لاسه په اضطراب او وحشت كې اوسېده او خداى به كله نا كله دا خوښي ورپه برخه كړه چې د نېكه په نشتوالي كې جشنونه جوړ كړي، وناڅي او وخاندي! ګوركي په دې كتاب كې دا وايي چې دده د داستان اتل چې دى خپله دى،څنګه لوييږي او سترګې يې د ژوند او بهرني چاپېريال په مخ پرانستل كېږي. له بده مرغه چې دى بې له بدمرغۍ او ستونزو څخه بل څه نه ويني. داسې ستونزې چې د لكونو خلكو ملاوې يې كړوپې كړي دي. د (ماشومتوب دوران) د ګوركي داسې شهكار دى چې د روسيې د نولسمې پېړۍ د وروستيو كلونو د لوږې، بېوزلتوب او ستونزو له درده ډك او ډېر رښتياني انځور وباسي. د دغه كتاب دوهمه برخه (د ډوډۍ په لټه پسې) نومېږي چې په كال 1916 كې خپور شوى او درېيمه دا (زما پوهنځي) دي چې په كال 1923 كې خلكو ته ورسېد. په دغه كتاب كې د ګوركي د ځواني د هغه وخت كيسې راغلي دي چې دى قازان ته ځي چې هلته پوهنتوني زده كړې وكړي او د ژوند له پاره يې د (والگا) په بندر كې كار كاوه. ده دا وخت د كارگرانو په هغه ستره غوسه كې ځان شريك باله چې د مالكينو په وړاندې په پرله پسې ډول پياوړې كېدله.


دى په دې كتاب كې د محصلينو د ژوند، په انقلابي ټولنو كې د هغوى د ګډون، د عدالت او نوي نظام له پاره د هغوى د انقلابي فعاليتونو، له زده كړې او مطالعې سره د خپلې نه تمامېدونكې مينې او د خپل ژوند او چاپېريال په هكله ډېرې خوږې كيسې ليكي او لوستونكي په ساعتونو بوخت ساتي. دا كتاب په حقيقت كې داسې يو نندارتون دى چې د روسيې د هغه وخت د ډېرو سترو شخصيتونو انځورونه پكې ليدل كېږي.


له روسي ليكوالو سره د ګوركي د ليدنو – كتنو خاطرې هم ډېرې ښكلې دي لكه له تولستوى سره د ده ليدنې – كتنې او داسې نورې.


ګوركي ته په كال 1913 كې بېرته روسيې ته د ستنېدو اجازه وركړل شوه. ده په خپل غبرګون كې وضع دومره ګډه وډه او بې خونده وليده چې دى يې اريان كړ؛ ځكه يې مټې ونغښتې چې د روسيې د فرهنګي ودې له پاره كار وكړي، ده د (هنر كور) ټولنه جوړه كړه او د (نړېوال ادبيات) مجله يې راويسته. د روسيې ډېر ليكوال او شاعران به په دغه كور كې ټولېدل او د ډېر كار له پاره به چمتو كېدل . ورو – ورو ګوركي د هغه پل بڼه غوره  كړه چې د روسيې د تېرو وختونو د كلتور او د نوي زېږېدلي شوروي اتحاد تر مينځ يې پيوستون راووست؛ خو ده له بلشويكانو سره د نوي نظام د استقرار په لارو چارو كې ژور اختلاف درلود او له پخوانيو روسي مخورو او روڼ اندو سره يې د نوي رژيم د چارواكو او كاركوونكو په ناوړو كړو وړو باندې انتقادونه كول.


ګوركي په 1919 – 1921 كې د شوراګانو په نوي هېواد باندې بهرنۍ مداخلې په كلكه غندلې او په عين وخت كې يې رژيم د شوراګانو د ځواك د پراختيا په كار كې د تاوتريخوالي له امله پړ باله او په زغرده يې انتقاد پرې كاوه.
په كال 1921 كې ګوركي د ډېر كار او فكري ستونزو له امله كمزورى او ځان ناروغه ورته ښكاره شو. لينين له ده څخه وغوښتل چې د هوساينې او استراحت له پاره ايتاليا ته ولاړ شي. ګوركي تر 1928 پورې د ايتاليا د (سورينتو) په ښار كې پاتې شو.


ګوركي په ايتاليا كې د خپل ځان او  ژوند په هكله خپل نامتو دري ټوكيز كتاب  او څو نندارې وليكلې.
ګوركي په كال 1925 كې د (د آرتامانوف يانو دوسيه) كتاب وليكه چې د هنر په څنگ كې يې ټولنيز هدفونه درلودل. ګوركي په دې كتاب د پېښو په بهير كې د زاړه نسل د وروستوالى (پوسيده گي) او فاسيدېدولو او د نوي نسل د پيدايښت خبرې كوي او د (بابا)، (زوى) او (لمسى) په وجود كې درې تاريخي دورې بيانوي. لومړى د دوهم الكساندر (تزار) د ټولنيزو سمونونو(اصلاحات) او د مرييتوب د لغو كېدو دوره، دوهم د هېواد د صنعتي كېدلو پړاو چې كارخانې جوړېږي او پانګوال نظام په پښو درېږي او درېيم د شلمې پيړۍ پيل او د انقلابي ولولو زياتېدنه. د (آرتامانوف) رومان د ليكوال د فكر د پراخوالي، ژور ټولنيز او ساپوهنيز (رواني) تحليل او د قلم د ځواك ښه ښكارندوى دى او د ګوركي له غوره كارونو څخه شمېرل كېږي. له دې وروسته ګوركي (د كليم سامګين ژوند) د ستر كتاب په ليكلو لاس پورې كړ (1924 – 1926). په دغه كتاب كې چې څلور ټوكه يې خپاره او نور نيمګړي پاته شو. ګوركي د روسيې د 1870 – 1924 كلونو د معنوي او فرهنګي ژوند انځور ويست او د روڼ اندي توكم (طبقه) د  تدريجي فساد (وروستوالي) او غلطو عقايدو كيسې كوي.


ګوركي په كال 1928 كې د شوروي اتحاد د دولت او په تېره بيا د ولسمشر استالين په غوښتنه ماسكو ته ستون شو. شوروي دولت غوښتل چې ګوركي ته د نوى حكومت (لاس ته راوړنې) وښيي.


ګوركي د دغه سفر خاطرې په ايتاليا كې (شوروي اتحاد ته يو ځغلند نظر) تر عنوان لاندې خپرولې.


ګوركي په كال 1931 كې بيا او د تل له پاره شوروي اتحاد ته ستون شو. ګوركي ژر د شوروي اتحاد د ليكوالو ټولنه جوړه كړه، ډېرې خپرونې او مجلې يې پيل كړې او (د سترو انسانانو ژوند) د لړۍ د كتابونو په خپرولو يې لاس پورې كړ. په كال 1934 كې ګوركي، د شوروي اتحاد د ليكوالو د ټولنې مشر، د ټولنې ستره كنگره راوبلله او د كنګرې اصلي رپوټ يې ورته وړاندې كړ. ګوركي په دغه دريو كلونو كې ډېره هڅه وكړه چې د خپلې ادبي ګروهې (عقيده) اصول (سوسياليستى رياليزم)  له خلكو سره شريك كړي او ډېر پلويان ومومي.


ګوركي د كال 1936 د جون په اتلسمه نېټه په مسكو كې مړ شو او په (سره ډګر) كې د شوروي د نورو مشرانو تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.


تر اوسه لا هم د روسيې په ادبي كړيو كې د ماكسيم گوركي د دوه گوني شخصيت ستونزه نه ده حل شوې. له يوې خوا ګوركي د استالين په وخت كې په ايتاليا كې گوښى (انزوا) ژوند كاوه؛ خو په عين حال كې هغه روسي پوهانو او ليكوالو ده ته په ښه سترګه نه كتل چې له انقلاب څخه وروسته، د شوراګانو له نوي  واكمنۍ څخه لويديځ ته تښتدلي وو او  ګوركي په خپله هم شوروي اتحاد ته نه شواى تللاى. روسي كره كتونكي وايي چې د ګوركي يوازنى انقلابي اثر (مور) نومېږي. په نورو آثارو كې ګوركي ټولنيزې ستونزې سپړي؛ خو د انقلاب په كلونو كې هم كار ګري حكومت ډېر نه ستايي.


دا كره كتونكي وايي چې ګوركي هېڅكله رښتيانى كمونست نه و، له همدې امله په ايتاليا كې يوه نامتو روسي شاعر (خاداسيويچ) ورته ويلي و چې (يا له بلشويكانو څخه په نره بېل شه او يا ځان ښه په لوړه بيه پرې خرڅ كړه) او ده دوهمه لاره غوره كړه او بېرته شوروي اتحاد ته ستون شو.


دولتي چارواكو دده پرتمين هر كلى وكړ؛ خو دا هسې يوه لومه وه چې ګوركي ډېر وروسته پرې پوه شو. ګوركي په ماسكو كې په يوه دولتي ماڼۍ كې ځاى په ځاى شو.


د دغه ماڼۍ څلورو خواوو ته فرعي لارې وې. هره شپه له دغه فرعي لارو څخه د هغه روسي روڼ اندو او ټولنيزو فعالينو مېرمنو، چې خپله  به د استالين د استخباراتو او پوليسو له خوا بنديان شوي وو، ګوركي ته د مرستې ليكونه ورغورځول.


د ګوركي د ماڼۍ ساتونكو به هر سهار دغه ليكونه ټولول او هغه به يې استخباراتو ته سپارل.


يوه ورځ  ګوركي استالين ته وويل چې غواړي سياسي بنديان وويني. استالين دا غوښتنه ومنله او ګوركي يوه جېل ته بوته. له كتنې څخه مخكې جېل ښه پاك شوى او په ټولو سياسي بنديانو كتابونه او ورځپاڼې وېشل شوې وو.  د دغه كتنې مستند فلم اوس هم په روسيه كې شته. بنديان ګوركي ته د خپل ژوند د اصلي واقعيت د ښودلو له پاره ورځپاڼې او كتابونه (سرچپه) لوستل، ويل كېږي چې د ټول سانسور سره – سره دغه فلم همغه وخت هم په روسيه (شوروي اتحاد) كې ښودل شوى و!

كله به چې يو څوك د استالين په وخت كې بندي شو، ښځه به يې له ورته سرنوشت سره مخامخ كېده، يا به بندي كېده يا به شړل كېده او يا به وژل كېده.  د داسې ښځو ماشومانو له خپلو ميندو څخه هم بد سرنوشت درلود. هغوى به دولتي پالن ځايونو ته بېول كېدل چې هلته د شوراګانو د هېواد او د استالين سره مينه پيدا كړي او خپلې ټولې پخوانۍ اړيكې له لاسه وركړي. دغه ماشومانو ته به پوره ډوډۍ نه وركول كېده. يوه ورځ ګوركي دغسې يو پالنځى ته ولاړ. په پالنځي كې هر څه سم شوي او ماشومانو ته دا هم ويل شوي چې (ګوركي اكا) ته څه ووايي؛ خو يو ماشوم پاڅېد او وې ويل:


(اكا) دوى تا غولوي. دا زموږ اصلي ډوډۍ نه ده! ماشوم خپل ډك زړه تش كړ او بيا كيناست. ګوركي نوټ واخيست او ماشوم همغه ورځ په ګولو غلبېل شو!


د ګوركي له پاره به د شوروي اتحاد نامتو روځپاڼې په يوه گڼه كې خپرېدې. دا روځپاڼې به له هغو څخه چې خلكو لوستې پوره توپير درلود. ويل كېږي چې ژوند په آخرو روځو كې ګوركي په دې پوهېدلى و چې له ده څخه ناوړه استفادې شوې  او غولول شوى دى او استالين ته يې وويل چې (ستاسو رذيلانو په مينځ كې زه هم پست شوم)؛ خو له دې ټولو سره – سره ګوركي داسې يو ديوال و چې د روسيې ډېر هغه روڼ اندي او ليكوال يې چې (كمونستي) فكر يې نه كاوه، د استالين له منگولو څخه وساتل. دا ګوركي و چې له استالين څخه يې د ميخايل شولوخف د (آرام دون) د ستر كتاب د خپرېدلو اجازه تر لاسه كړه. همدا شان ګوركي د روسي په لسګونو بندي ليكوال د استالين له جېلونو څخه خلاص كړي دي.

ګوركي د چخوف په شان د نولسمې پېړۍ د دوهمې نيمايي د سترو رياليستي ادبياتو يوه نه هېردونكې څېره ده او داسې يو څوك دى چې د شوروي اتحاد د نويو ادبياتو اتل هم ګڼل كېږي چې له سوسياليستي رياليزم څخه يې په كلكه ننگه كوله. ګوركي د بې كوره، بې اوره، بېوزله او ستومانه خلكو د ژوند انځور گر دى. دده نړۍ د بېوزله او نهرو خلكو نړۍ ده. ګوركي د عمل او خوځښت سړى و. ګوركي دومره لوى ليكوال او مفكر تېر شوى  په شوروي اتحاد كې نه ځاييده، عالمګير شو او كتابونه يې د نړۍ په ډېرو ژبو ژباړل شوي او په مليونونو ټوكه خپاره شوي دي.
د الكساندر دوما (پلار) په هكله الكساندر دوما (1802-1870) د فرانسې د نولسمې پېړۍ تر ټولو ستر ليكوال دى.


د ده تاريخي رومانونه لكه (درې ټوپكيان او كنت دومونت كرستيف) (1844-1845) دومره نامتو دى چې سارى يې نه ليدل كېږي. دوما د (اونوره  دوبالزاك) او (اوژن سو) په شان د سريالي رومانونو له لومړنيو ليكوالو څخه دى.

د فرانسې د اوږدو كيسو او نندارو دغه نامتو ليكوال د 1802 م كال د جون په 24 نېټه، له پاريس څخه 80 كيلو متره ليرې په (ويلركوترت) كې په يوه نوميالي او شتمنه كورنۍ كې زېږېدلى دى. دى د خپلې كورنۍ درېيم ماشوم و.


الكساندر دوما (پلار) د (مارګي آنتوان الكساندر) لمسى او د ناپليون د پوځونو د يوه جنرال. (توماس الكساندر داوى دولا پايتريه)  زوى دى. دوما د اتو مياشتو و چې پلار يې د پوځي اسرارو د نه ساتلو په تور له دندې څخه ګوښه شو او څلور كلن و چې پلار يې مړ شو او خپله كورنۍ يې د لوږې او بېوزليتوب له ستونزو سره لاس او ګريوان پرېښوده.


وايي چې دوه كاله وروسته د دوما مور (ماري لوئيز اليزابت لا بوره) د فرانسې سترواكمن ناپليون بوناپارت، چې د دې د جنرال مېړه له ليرو خپلوانو څخه و، په خپلو ستونزو خبر كړ؛ خو ناپليون په جګړو كې د ډېرې بوختيا له امله، له دوى سره څه مرسته ونه كولاى شوه. دوما اتلس كاله په خپل كلي كې پاته شو او ډېرې ستونزې يې وګاللې. په كال 1916 كې كله چې دوما لا څوارلس كلن و، په يوه دفتر كې د ميرزا په توګه كار پيل كړ او تمه يې درلوده چې له خپلې كورنۍ سره به اقتصادي مرسته وكړي.


. په كال 1820 كې دوما خپلې زده كړې نيمګړې پرېښودې او د كار په تمه پاريس ته لاړ. د ښوونځي په كلونو كې د ده مور دده د زده كړو له بشپړولو سره ډېره مينه درلوده او په ډېر زيار يې د ده لگښتونه ورته برابرول؛ خو ده له درسونو سره ډېره مينه نه ښودله او يوازې په يوه مضمون (املا او انشا) كې يې پوره نمرې اخستې!


دى په پاريس كې د خپل پلار د يوه خپلوان په مرسته د دوك اورليان (لويي فليپ) د منشې په توګه وټاكل شو. د دوك اورليان په دفتر يا دربار كې كار، دوما ته موقع برابره كړه چې لنډې كيسې وليكي، د تياتر او هنري نندارو په هكله كتابونه ولولي او خپلې نيمګړې زده كړې بشپړې كړي.


دوما په 1825 م كال كې د (ميني او ښكار) او څو نورې لنډې نندارې وليكلې چې ډېرې بريالۍ نه وې. تر دغه وخته لا دوما د خپل كار حدود ښه نه و ټاكلى او د ادبي ژانرونو په مينځ كې لا لهانده و! خو دوه كاله وروسته ده خپله لار وټاكله او د نندارو په ليكلو يې لاس پورې كړ او د (درېيم هانرى او دربار يې) ننداره يې وليكله. دغه ننداره چې د كال 1829 د فبرورۍ په دوهمه د پاريس د (فرانسس) په تياتر كې وښودل شوه، دومره په زړه پورې وه چې دوما يې په خلكو باندې د يوه بريالي ننداره ليكونكي په توګه وپېژاند او (دوك اورليان) د سلطنتي ماڼۍ د كتابتون د مشر مرستيال وټاكه.


دوما په دغه دنده كې د ډېرو سترو ليكوالو كتابونه ښه په دقت ولوستل او د هغوى له افكارو سره بلد شو.
دغه ژورې مطالعې دوما دې ته وهڅاوه چې اوږدې كيسې وليكي. (درې ټوپكيان) د دوما لومړنى اثر و چې د (دوك اورليان) په كتابتون كې وليكل شو.


الكساندر دوما د فرانسې د كال 1830 په انقلاب كې د جمهوري غوښتونكو مرسته وكړه. كله چې د فرانسې نوى پاچا (لويي فليپ) يا همغه (دوك اورليان) په دې خبره پوه شو، دوما يې د دربار له كتابتون څخه وشاړه؛ خو دوما دا وخت د خپلو نويو نندارو په بركت دومره شتمن شوى او پېژندل شوى و چې د درباري دندې پرېښودو ډېر خواشينى نه كړ. ځنې دا نندارې دغه دي: آنتونى (1831) كريستان ، د نل برج (1832) كاترين هواردگاليكولا (1837) چې ټولې بريالۍ وې.


له لويې فليپ سره مخالفت، دوما د وطن پرېښودو ته اړ كړ. ده د 1834 – 1837 كلونو تر مينځ د سويس يونليك (سفرنامه) وليكه او كله چې په ايتاليا او روسيه ورپېښ شو، نور يونليكونه يې هم وليكل. له دې وروسته دوما په خپله ماڼۍ كې د (كنت دومونت كريستف) د كتاب په ليكلو لاس پورې كړ. دغه ستر كتاب چې اتلس ټوكه دى، د فرانسې په ادبي كړيو كې داسې ستره هنګامه جوړه كړه چې د كتابونو ګرو يې د خپرېدلو له پاره سيالي پيل كړه.ويل كېږي چې (اګست ماګه) د دوما د سترو تاريخي رومانونو په ليكلو كې مرسته كړې ده.


دوما په 1844 او 1845 كې د (درې ټوپكيان) او (كنت دومونت كريستف) نامتو كتابونه خپاره كړل. دغه كتابونو په دوما باندې د ټولنيزې ودې ډېر  پړاوونه ووهل او دى يې داسې يو شتمن ليكوال كړ چې د پاريس په څنډه كې يې يوه لويه بنگله واخسته او هلته يې ادبي غونډې پيل كړې.


په كال 1848 كې دوما يوه هنري ټولنه جوړه كړه. ده غوښتل چې د نورو ليكوالو د كلاسيكو هنري او ادبي آثارو د خپرېدلو او ښودلو تر څنګ خپلې نندارې هلته وړاندې كړي ؛ خو د دغه ټولنې لګښتونه دومره زيات وو چې دوما خپله ماڼۍ خرڅه كړه او له سترو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شو(1850) او بلجيم ته وتښتېد. ده هلته د (زما خاطرې) كتاب خپور كړ چې 22 ټوكه وو. (1852). دوما يو كال وروسته بېرته پاريس ته ستون شو؛ خو د (درې  ټوپكيان) د ورځپاڼې او د (دومونت كريستف) د اوونېزې له خپرېدو سره – سره يې مالي وضع ښه نه شوه او همغسې پوروړى و!.


له دې ماتې څخه وروسته دوما بيا سياست ته مخه كړه؛ خو دا سياست په واكمنو بد ولګېده او دى يې له فرانسې څخه تبعيد كړ.


دوما په كال 1858 كې (پالرمو) ته ولاړ او له (جوزف ګاريبالدي) سره يو ځاى شو. هغه وخت چې ګاريبالدي واك تر لاسه كړ، دوما د ده په مرسته په (ناپل) كې د (خپلواكي) دوه ژبيزه روځپاڼه خپره كړه(1860). دوما د ګاريبالدي له واكمنۍ څخه وروسته بېرته فرانسې ته ستون شو. له دې وروسته ده خپله ټوله مادي او معنوي شتمني هنري چارو ته وقف كړه.


دوما په كال 1822 كې د تياتر له يوې لوبغاړې سره چې (ايدا فريه) نومېده واده وكړ. دوما له دې مېرمنې څخه يو زوى پيدا كړ چې هغه هم الكساندر دوما نومېږي او په نړۍ كې د الكساندر دوما (زوى) په نامه مشهور دى. دوما او ښځه يې ژر يو له بل څخه جلا شول او ده بيا يوازې ژوند وكړ.


الكساندر دوما (پلار) د 1870 د دسمبر په پنځمه نېټه د خپل زوى په كور كې مړ شو. دوما دا وخت 68 كلن و. د دوما زوى په كال 1824 كې زېږېدلى او په 1895 كې مړ شوى دى.


دوما په خپل ژوند كې له 277 څخه ډېر كتابونه ليكلي چې زياتره يې د خلكو خوښ شوي او د نړۍ په ډېرو ژبو ژباړل شوي دي.


دوما څلوېښت كاله قلم چلولى او د كتابونو پاڼې يې د خپل زړه په وينو خړوبې كړې دي.
د تور غاټول د كتاب په هكله هالند د اروپا په شمال لويديځه څنډه كې پروت يو كوچنى هېواد دى. ختيځ ته يې المان، جنوب ته بلجيم (بلژيك) او شمال او لويديځ ته يې د شمال سيند موقعيت لري. د دغه هېواد ډېره خاوره د شمال سيند له اوبو څخه ټيټه پرته ده. له همدې امله د هالند دولت د خپلو هېواد په شمالي سواحلو كې، د اوبو د مخنيوي له پاره پاخه او جگ ديوالونه جوړ كړي دي. په پخوا كلونو كې هالند او بلجيم ته (ټيټې زمكې) ويل كېدى.
دغه كيسه چې تاسو يې په دې كتاب كې لولئ په 72 – 1673 كلونو كې پېښه شوې ده. د پنځلسمې پېړۍ په لومړنۍ نيمايي كې (ټيټې زمكې) په اسپانيا پورې تړلې وې. په كال 1597 كې د دغه سيمو د شمالي ولايتونو خلكو چې ژوند يې ډېر ستونزمن و، د اسپانيا د واكمنۍ پر ضد په پاڅون لاس پورې كړ. جنوبي ولايتونو په دې پاڅون كې برخه وانخسته، دوى وروسته بيا خپلواكه شول چې سيمه يې اوس بلجيم بلل كېږي.


د هالند د متحده ولايتونو خلكو په كال 1581 كې خپله خپلواكي اعلان كړه؛ خو د دغه خپلواكۍ د بشپړولو له پاره سل كاله نور وجنگېدل. دغه ولايتونه به په بېلا بېلو پړاوونو كې كله نا كله له انګليسانو او فرانسويانو سره يو ځاى كېدل او كله ورسره جنګېدل. د دغه جنګونو پوځي مشري به تل د هېواد د موروثى واكمنو، د اورانژ د شهزاده ګانو، په غاړه وه او اداري چارې به د هېواد پارلمان سمبالولې. د دغه پارلمان پرېكړې به هغه والي تطبيق كولې چې د خلكو په خوښه ټاكل كېده.


د هالند وړوكى هېواد، د شپاړلسمې پېړۍ له جګړو سره – سره د اروپا د هغه وخت يو ستر سوداګريز او سمندري ځواك و چې 16000 بېړۍ يې درلودې او په ختيځ هند، لويديځ هند، شمالي او جنوبي امريكا كې يې سوداګري كوله. د هالند دغه شتمني هغه لامل و چې بهرني ځواكونو يې په پرله پسې توګه  د دغه هېواد نيولو ته هڅول.
وروسته له هغه چې د اورانژ د لړۍ شهزاده دوهم ويليام، د (وستفالى) په تړون كې خپل ځوان ولس په نړېوالو وپېژاند، داسې هڅې پيل شوې چې ويليام دې د هالند پاچا شي؛ خو دغه هڅې د هالند د پارلمان د جمهوري غوښتونكو غړو له سخت غبرګون سره مخامخ شوې. دوهم ويليام په كال 1650 كې مړ شو.


د ويليام له مړينې څخه وروسته د ده ځوانې مېرمنې (ماري آف انګلند) درېيم ويليام وزېږاوه.
د هالند د وخت د پارلمان عمومي غونډې په كال 1651 كې، له دې امله چې د هېواد موروثى واكمن لا ماشوم و، په هالند كې اضطراري حالت اعلان كړ او يوه تكړه حقوق پوه (كورنليوس دوويت) يې د والي په توګه وټاكه. 

دوويت او د ده ټول ملګري او پلويان جمهوري غوښتونكي وو، همدوى وو چې د دوهم ويليام د پاچايي د اعلانېدو مخه يې نېولې وه.


زموږ د دغې كيسې د ليكلو په بهير كې  دوويت هغه وخت د درېيم ويليام د كورني ښوونكي په توګه وټاكل شو چې ويليام لا وړوكى و. دوويت په پټه هڅه كوله چې ويليام د موروثي واكمنۍ له حق څخه تېر شي. دغه هڅه بريالى نه وه او د هالند والي،  دوويت له خپل هېواد څخه وشاړه. ځكه والي په دې بېرېده چې دوويت به د واك د ترلاسه كولو له پاره نور ګامونه هم اوچت كړي.


دوويت شل كاله د هالند والي و. دى دوه ځلې له انګلستان سره وجنګېد او د هالند د بهرنۍ سوداګرۍ د پراختيا له پاره يې ډېر كار وكړ.


په كال 1972 كې فرانسې، د انګلستان او څو نورو كوچنيو هېوادونو په مرسته، هالند ته د يرغل ګواښ وكړ. كه څه هم چې هالنديان د اورانژ د كورنۍ د شهزاده ګانو له تېرو واكمنيو څخه خوابدي وو؛ خو بيا هم مجبور شول چې د فرانسې د نويو يرغلونو د  وېرې د مخنوي له پاره 22 كلن درېيم ويليام د هېواد د پوځونو د مشر په توګه وټاكي.
كورنليوس دوويت او ورور يې كورنليوس ژان او په پارلمان كې د دوى جمهوري غوښتونكو پلويانو هڅه وكړه چې هالند ته د درېيم ويليام د راتګ مخه ونيسي. دوى په  ويليام باندې ډېر اعتماد نه درلود.
په پارلمان كې د دوويت د پلويانو شمېره زياته وه او يو عجبيه حالت منځ ته راغى. دوويت غوښتل چې د جگړې د پيلېدو مخه ونيسي او په پټه يې له فرانسويانو سره خبرې پيل كړې. كله چې خلك په دې موضوع پوه شول، فكر يې وكاوه چې دوويت د هېواد له سقوط سره مرسته كړې او ….
هغه چې اوس په دې كتابګوټي كې د تور غاټول د داستان آر او بنسټ جوړوي.
* * *
په پنځلسمو او شپاړسمو پېړيو كې غاټول په ټوله اروپا كې روزل كېدل او په دې بزنس كې د خلكو ډېره پانګه بنده وه. د هالند خاوره د غاټولو د روزلو له پاره خورا په زړه پورې او بډايه ده. په همغه پېړيو كې په هالند كې د غاټولو د روزلو مينه دومره ډېره شوه چې (ليونۍ مينه) به بلل كېده، د غاټولو يو بزغلى به آن تر پنځو زرو ډالرو پورې پلورل كېده او د غاټولو سترې – سترې نندارې به جوړېدې  د دغه كتابګوټي كيسه په هالند كې پېښه شوې او د غاټولو د تور رنگ د ميندلو په څنګ كې د يوې ګلالۍ مينې او  عدل انځور وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب