Kabul, March, 29, 2022
د سر خبرې:
په دغې لیکنې کې د لیکوال، ادبي ثر او لوستونکو تر منځ په دوه اړخیزواړیکو او په ادبي ایجادیاتو د ټولنیز- کولتوري ماحول پر اغېزې بحث شوی دی. په لیکنه کې د ادب په اړه د څو متداولو نطریاتو یادونه شوې او په پای کې د نښپوهنې (Semiotik/semiotics) د اصولو په رڼا کې اد بیات د ټولنیز تعامل یوه برخه ګڼل شوې اوښکاره شوې چې د ادبي اثارو جوړښت څنګه ددې اصولو پر بنسټ تر شننې لاندې راتلی شي. ادب او ادبیات کلمې په یوه مقهوم کارول شوي. ادبي اثر ژبنی هنر دی او ادبپوهنه د دې ډول اثارو علمي څېړنه ده.
تر دې هر څه د مخه، د ادب په اړه اساسي پوښتنه مطرح شوې. په ادبي څېړنو کې لومړۍ او اساسي پوښتنه دا ده چې ادبیات څه شی دي او له څه شی سره سرو کار لري؟ هر څه چې په لیکلې بڼه تر موږ را رسیږي په ادب کې شمېرل کیږي او که ادبي لیکنې ځانګړي خصوصیات لري؟ په ادبپوهنه کې د ادبیاتو په تاریخي بدلونونو، نوښتونو، ادبي تیوري، ادبي ایجادیاتو او د ادب په اغیزو باندې بحث کیږي او که په دې پروسه کې د لوستونکي نفش هم تر څیړنې لاندې راتلای شي؟ آیا داسې پدیدې لکه تیاتر، سینما، تیلویزیون، رادیویي خپرونې هم د ادبیاتو په ایجاد، پرمختګ او پراختیا کې څه رول لري؟ که په بل ډول پوښتنه مطرح شي موږ ولې ادبیات لیکو، لولو، او تدریس کوو یې؟ که پوښتنه نوره هم دقیقه او ژوره کړو، د ادبیت د فکر او تصور په ایجاد، غوریدا او خپریدا کې کوم عناصر رول لري او څنګه تر موږ را رسیږي؟ دا هغه پوښتنې دي چې په ادبپوهنه کې یې ځوابونه موندلی شو.
د ادب په اړه د ادبپوهانو نر منځ اوس په دې خبره توافق شته چې د ادبي اثارو د مانا د درک کولو لپاره ټولمنلي او ٍثابت اصول او قواعد نشته. له دې امله د ادبي متونو د ماهیت او تعبیر مساله په ادبپوهنه کې تر ټولو یوه پېچلې پوښتنه ده. ددې ستونزې یوه وجه ښایي دا تصور وي چې ګوندي په ورځنیو عادي خبرو او ادبي متونو کې د مانا د ایجاد او لېږد پروسه د یو ډول قواعدو تابع وي. په عادي خبرو کې موږ باید د ژبې د لغوي زېرمې په یوه معینه کچه او نحوي اصولو حاکمیت ولرو او د کلمو په مانا وپوهیږو. دغه قواعد موږ په ماشومتوب کې په غیر شعوري ډول د تقلید له لارې زده کوواو هره ورځ له نورو سره په خبرو او تعامل کې ترې کار اخلو. په دې ترڅ کې موږ له مخاطب لوري څخه هم دا تمه لرو چې باید په دغو اصولو او قاعدو واکمني ولري ترڅو د یوه بل د خبرو په مانا وپوهیږو. ددې شعور پر بنسټ موږ مخاطب لوري ته دغه ډول انګېرنې او وړتیاوې منسوبوو او له دې لارې په ورځنیو مکالمو کې احساسات، انګېرنې او تجربې سره شیریکوو. خو په ادبي متونو کې د مانا جوړونې/لېږد طریقه بېله ده.
د علومو په هره څانګه کې د څېړنو معموله او اغېزمنه طريقه دا ده چې د هغې موضوع وپېرندل او تر ممکنه بريده مشخصه او را لنډه کړی شي . دغه راز، هره پوهنه د پالنې او په چاپېریال کې د تعمیم لپاره خپل موسسات او بنیادونه ایجادوي او د پرمختګ له بېلو پړاوونو څخه تېریږي. دغه موسسات مشخصې ټولنیزې دندې پر مخ بیایي او پالنه یې کوي، له دې امله به د علم له تعريف څخه پیل وکړو اوپه په دې بنسټ به بیا د ادبپوهنې موضوع ته را وګرزو.
له علم څخه اوسنی درک او پوهه په اصطلاح د طبیعي علومو له پېژندنې سره تړلې ګڼل کیږي. طبیعي علوم د ذهني او ټولنیز پراکټک په ذریعه د فیزیکي او طبیعي نړۍ د جوړښت یوه سیستماتیکه څیړنه ده چې د مشاهدې او تجربې په ذریعه تر سره کیږي. شولتی ساسی او آر ویرنر د خپلو څېړنو په ترڅ کې د علم یو تعریف له یوه فلسفي سیند څخه داسې را پېژني: “علم یا پوهه د طبیعت، ټولنې او د انساني ذهن د ذهني فعالیتونو د پایلو] یانې د ادبیاتو په ګدون [د ځانګړتیاوو، علتي اړیکو او قوانینو په اړه د علمي لاسته راوړنو یو پرمختلونکی او له ټولنیز عمل څخه راوتلی سیسټم دی، چې د اصطلاحاتو، کتګوریو، سنجش، قوانینو، تیوري ګانو، او فرضیو په ذریعه بیانیږي.” Schulte-Sasse und R.Werner, 1977)
ادبپوهنه په عام ډول په دریو لويو برخو وېشل کيږي : ادبي تيوري، ادبي تاريخ او ادبي کره کتنه. ادبي تیوري د ادبي اثارو، نظم وي او که نثر، لیکني وي او که شفاهي د شننې او تعبیر لپاره اسلوب، وسایل او تیوریکي لارښوونې برابروي او ادبي کره کتنه ددغو لارښوونو پر بنسټ ادبي اثار تر شنني او کتني لاندې نیسي.
ادبپوهنه په اوسني شکل چې موږ یې اوس لولو او تجربه کوو په لوېدیځ کې د نولسمې پېړي په اوږدو کې شکل اختیار کړی، په سیستماتیک ډول یې له فلسفي علومو څخه نشت کړی او د وخت په تېرېدو سره یې د موضوع په اړه لوری بدل کړی. د فلسفي افکارو په خای ددې پوهنې هڅې او ګروېږنې د ادبي کلاسیکو اثارو په ټولونې، تشخیص او ډلبندي پورې منحصري شوې او په دې ډول له ېوې فلسفي پوهې څخه په تاریخي هغې واوښته. په دې لړ کې، ادبپوهنه د طبیعي علومو د څېړنو تر نفوذ لاندې د څېړنې د موضوع د ټاکنې په لټه کې شوه خو په تدریجي ډول یې د ملي دولتونو له تشکیل سره او په دې اډانه کې دافرادو د ژوند د ستونزو او بدلونونو په اړه څېړنې او څرګندونې ته مخ واړاوه چې دملي ژبو څېړنه او مطالعه د ادبپوهنې بنسټ وګرځېد. ادبپوهنه د ملي ادبیاتو په تاریخي بدلونونو اوډلبندي باندې متمرکزه شوه. (Heinz Ludweg Arnold und Volker Sinemus Hrsg.1973 )
په مجموعي ډول دغه لیکلي او شفاهي اثار د خپلو ځانګړتیاوو له مخې په هنري یا تخلیقي ادبیاتو، ملي ادبیاتو، د یوې معینې ژبې ادبیات لکه د پښتو ادبیات، دري ادبیات، روسي ادبیات او نور په یوې علمي رشتې پورې تړلې لیکنې او د تاریخي دورو پر بنسټ ډلبندي شوي اثار معرفي شوي دي. دپښتو ژبې او ادبیاتو پوهانو د شلمې پېړي په لومړیو کې دغه څېړنې پیل کړې. دې پوهانو د ادبیاتو د تاریخۍ دورو د وېښ په اړه مختلف معیارونه ټاکلي چې له دریو تر پینڅو دورې پورې یې پېژندلي او هره دوره څو پړاوونه لري (سر محقق محمد صدیق روهي، د پښتو ادبیاتو تاريخ، پېښور،۱۳۷۸، پوهاند عبدالحی حبیبي، د پښتو ادبیاتو تاریخ،لومړی ټوک، کابل پوهنتون، ۱۳۵۴، پوهاند رښتین، صدیق ا لالاه لاه، د پښتو ادبیاتو تاریخ، پښتو ټولنه، ۱۳۲۵). مرحوم محمد صدیق روهي پښتو ادبیات په دریومهمو دورو وېښلي: لرغونې دوره چې تر شپاړسمې میلادي پېړۍ پورې غځیږي، منځنۍ ادبي دوره چې له شپاړسمې میلادي پېړۍ څخه تر شلمې هغې پورې رارسیږي اواوسنۍ دوره د شلمې پېړۍ له دویمې لسیزې څخه را پیلیږي (محمد صدیق روهي،۱۳۷۸). ډ پښتو ادب د تاریخي دورو د وېښ په اړه له نور بحث څخه تېرېږم، ځکه دا موضوع دادبي تاریخ په چوکاټ کې څېړل کیږي. په دې اړه د مرحوم محمد صدیق روهي پورتنی اثر د نورو څېړنو لپاره ډېر مناسب کڼم.
په دې برسیره، د ادب په تاریخ کې په چاپي اثارو کې د ټولنپوهنې د کتګوریو له مخې د ماشومانو ادبیات، د ځوانانو ادبیات، د ښځو د جنبش اړوند ادبیات او له دې ور ها خوا د هنر او ښکلا پیژندنې پر معیارونو وېشلي ادبیات شاملیږي لکه هنري ادب، عامه ادبیات یا مبتذل ادبیات او نور پکې راځي. په دې ډلبندیو برسیره د ادبي څیړنو په بهیر کې نوي او کله هم متضاد فکري جریانونه او ادبی مکتبونه د (ایزمونو) تر نوم لاندي را پیدا شوي چې هر یوه یې د ادبي اثارو د شننې لپاره نوی څیړندود ټاکلی او کارولی. د ادبپوهانو په اند دغه ډول کتګوري په عمومي ډول د ادبي تاریخ او د عمومي ادبپوهنې په چوکاټ کې تر کتنې لاندې راتلی شي.
دغه مسالې او پرمختګونه په لوېدیځ کې “ د ۱۹ پیړۍ له ختمېدو راهیسې له یوه بله په فکري لحاظ بیل شوي- په ژبني تحلیل متکي د هنري ادبیاتو تیوري، د رغښتي موډلونو پر بنسټ ژبني او بیا ادبي نمونې او بلاخیره د کلتوري څیړنو او نورو مفهومونو سره رامنځ ته شوي چې د مختلفو رشتو په منځ کې د مروجو طریقو له حدودو څخه ووځي که څه هم دغه حدود کورټ نه منتفي کوي. “ ( Heinz Ludwig, 1997)
په دې بحث کې د ادب د تعریف پوښتنه، لکه مخکې چې یاده شوه، یوه ډېره اساسي مساله ده ځکه د ادبي تیوري لومړی پوښتنه همدا ده او په بېلابېلو ډولونو ځواب شوې. د ادبپوهنې او ادبیاتو د تعریف او موضوع پېژندنې په اړه ډېرې مختلفې، بېلا بېلې تیوري ګانې او انګېرنې بیانې شوې. هره یوه یې د څېړنې بیل میتود لري او داسې پوښتنو ته چې ادب څه شی دی ادبپوهنه کوم موضوعات څېړي مختلف ځوابونه ورکړي. په ادبپوهنه کې اوس مهال داسې تمایل لیدل کیږي چې له مختلفو میتودونو څخه استفاده کوي او هڅې یې په دې را ټولې وي چې د بیلا بیلو میتودونو تر منځ د تقابل او رقابت د روحیې له پالنې څخه مخنیوی وشي او د میتودونو په تعامل باندې متکي وي.
د پوهنې د هرې څانګې میتودولوجۍ او اصطلاحات په وروستي تحلیل کې له یوه مشخص نړۍ لید څخه راوځي. د ادبي څیړنو میتودونه د ادبپوهنې په چوکاټ کې مطرح شوي او هم یې له نورو علومو لکه ژبپوهنې، ساه پوهنې، ټولنپوهنې، کلتوري څیړنو او نورو څخه را پور کړي او په ادبي څیړنو کې د مختلفو اړخونو د روښانه کولو لپاره ترې کار اخلي. په اوسني پیر کې مالوماتي تیکنالوجي د کلتوري – ټولنیزو اړېکو پروسه ډیره چټکه کړې. ؛ د میتودونو دا ډول چلند د یوه جال په څیر د نړۍ د اوسنۍ معلوماتي کچې سره سمون لري چیرې چې د لیکوالو، اثارو او لوستونکو تر منځ دوه اړخیزې قوې او عمومي ټولنیزې- تاریخي پروسې خپلې اغیزې پریږدي بې له دې چې په دې اوبدلي جال کې د هنري اثارو ځانګړی او ذاتي خصلتونه منحل شي. (Maren – Grisebach, 1970)
د تیوریکي کتنو دغه ډیروالی د دې سبب شوی چې پورته پوښتنو ته یو ټولمنلي ځواب لاس ته نه دی راغلی. له دې امله په ځای ده چې لومړی د ادب په اړه متداول نظریات او انګېرنې په لنډ ډول له نظره تېر کړو. په دې ترڅ کې په مناسبو ځایونو کې له پښتو منثور او منظوم ادب څخه بېلګې غوره شوې چې زما په اند د اړونده تیوریکي لارښوونو په مرسته تر شننې لاندې راتلی شي. د ادب په اړه د ټولو نظریاتي اصولو یادونه ددې لیکنې په حدودوکې ناشونې ده، دغه لیکنه په هیڅ ډول دې جامع او ستونزمن هدف ته د رسېدو لپاره مناسبه نه ده. له دې وجې یوازې هغه نطریې په لند دول یادي شوې دي چې ډیرې لیکنې ورباندې شوې دي یا په نسبي ډول د ادبیاتو د سرشت، جوړښت او اغېزو په اړه ډېرو پوښتنو ته ځواب وایي.
د ادبیاتو په هکله عمومي انګېرنې:
د ادب یو عام او ډیر معمول تعریف دا دی چې په یوه ژبه کې هرې لیکنې ته ادبیات ویل شوي. په دې تعریف کې له کیسو څخه نیولې تر علمي راپورونو، د ناروغ لپاره د طبیب ترنسخې پورې ټول ليکلي مواد پکې راځي او په اوسنیو علمي څېړنو کې د هرې اختصاصي ریښتې لیکلي اثارو ته هم ادبیات ویل شوي. پښتو –پښتو تشریحي قاموس د ادبیاتوپه تعریف یو څه نور ورایضافه کړي او لیکي: (۱ لیکلی اثار، لیکنې، اثار، د لیکل شوو او چاپ شوو اثارو (علمي، فلسفی، هنری….) مجموعه بولي، ۲ د بشر هغه فکري او هنري خلاقیت او لطافت چې د ژبې په وسیله سره د یوه او یا بل ولس د کلتور او دودونو ښکارندوی اوممثل وې. ۳/ د پوهې د یوې خاصې څانګې په برخه کې د لیکل شوو آثارو مجموعه . پښتو-پښتو تشریحي قاموس، ۱۳۵۸.
د نن ورځې ډېری پوهان او څېړونکي له پورتني تعریف سره موافق نه دي . په دې تعریف کې د یوې ژبې ګړنی یا شفاهي ادب له دې جملې څخه ایستل شوی. دا په داسې حال کې دی چې په خاص ډول په پښتو ادب کې د شفاهي ادب نقش ډېر ارزښتناک ثابت شوی. په دې لیکنه کې موږ هرې هغې لیکنې ته ادبي اثر وایو چې د ادبي فنونو په مرسته کښل شوې وي اود مانا له پلوه له څو پوړیو څخه جوړه شوې وي. کله چې له ادبي لیکنو څخه خبرې کوو، نو مطلب مو ژبني هنري اثار دي، لیکلي او که شفاهي وي. ادبپو هنه ددې ډول اثا رو له څېړنې او شننې سره بوخته ده.
دې تعريف سره موږ که څه هم د کمیت په لحاظ د ادب تعریف یو څه را لنډ کړ، خو د کیفیت مساله لا د بحث وړ ده چې وروسته به پرې وغږیږو. کومې لیکنې ته موږ هنري لیکنه وایو او کوم معیارونه شته چې له مخې یې یوه لیکنه په ښو ادبي یا هنري اثارو کې راوستلای شو؟ دا هغه پوښتنې دي چې په راتلونکو مخونو کې به یې وڅېړو.
ادبیات داسې لیکنو یا پنځونو ته هم ویل شوي چې له حقیقي ژوند څخه ډېر توپیر ولري. هغه څه، هغه پېښي یا مشاهدې چې موږ یې د ادب او هنر په ذریعه درک کوو او ورڅخه خبریږو په واقعي ژوند کې له داسې څه سره نه مخامخ کیږو. دغه نظریه د ادبیاتو او هنر دنیا یوه خیالي دنیا بولي. شاعر یا لیکوال موږ ته په خپل هنر کې په عموم ډول د نړۍ په اړه چې موږ پکې ژوند کوو، څه وایي. د مثال په ډول که یو شاعر وایي:
تا چې تورې زلفې په سپین مخ باندې لام لام کړې
یه لیلې په ما به سپینه ورځ نماښام کړې
قلندر مومند
د دې شعر په ویلو سره خو موږ دا نه انګېرو او داسې فکر نه کوو چې ګوندې شاعر به په رښتیا داسې محبوب ولری چې د تورو زلفو او سپین مخ ننداره یې دی دومره متاثره کړی وي چې رڼا ورځ یې ور باندې توره شپه کړې وي. شاعر د ښځو، ښکلا او مینې په اړه چې د انسان له فطرت سره تعلق لري موږ ته خپل احساس، درک او سوز رارسولې چې یوه عامه بشري ذاتي ځانګړنه ده. شاعر د کلمو او ادبي فنونو په مټ له حقیقي دنيا یو تصوير ایستلی، له کلمو سره یې لوبې کړي او له مونږغواړي د رښتيني پېښې ګومان پرې وکړو.
د ادبي څېړنو په تاریخي بهیر کې د ادبي اثر د شننې لپاره په اثر متکي څېړندود هم معرفي شوی. په ورځنیو خبرو اترو کې موږ په معمول ډول د ډیرو عیني اجناسو او حقایقو په اړه خبرې کوو، د مثال په ډول، د طبعي ښکلا، د لمر دوړانګو، د ګڼو ځنګلونو په اړه یا د یوه کډوال په بې کسي او غریبي باندې له یو بل سره خبرې کوو. ژبنیزې نښې عیني شیانو ته چې زموږ له ذهن څخه بهر موجود وي ارجاع کیږي. په حقیقي اجناسو کې نه یوازې هغه څه شامل وي، چې موږ یې د حواسو په ذریعه درک کوو بلکې انتزاعي مفاهم لکه عواطف، جذبات او احساسات هم رانغاړي. که چیرې موږ د ورځنیو محاورو کلمې او مفهومونه په یو شعر یا ناول کې لولو یا یې اورو، هلته دغه کلمې بیلې ماناوې زموږ ذهن ته را رسوي او موږ له بیل ډول احساس سره مخامخ کوي. دلته اجناس او حالتونه د ادب موضوع ګرځیدلې وي او یو بیل کیفیت اختیاروي چې له حقیقي حالاتو څخه توپیر لري. دغه توپیر له دې وجې وي چې هنرمند لیکوال د تخیل او فانتزي په قوت عادي پېښو ته یو ځانګړی خصلت ورکوي. په دې کیفیت باندې د پوهېدو لپاره ، لکه څنګه چې ولفګانګ کیسر ویلي یوازې د هنرمند د تخیل قوت هم بسنه نه کوي، بلکې په ادبي لیکنه کې د ژبې د کارونې له ډول سره اړوندیږي :” په شعر کې یاد شوي شیان یوازې د هنري ژبې محصولات دي او له هغې سره دومره نژدې تړاو لري چې که د کلمو په اهنګ، خج، یا د شعر د مسریوپه لنډوالي یا اوږدوالي کې بدلون راولو، ادبي اثر او د شعر دنیا به ورسره یومخیزه بدله شي.” (Wolfgang Kayser,1992). څنګه چې دغه میتود د متن په پوهیدنه کې ټولې وسیلې پخپله په متن کې د ننه ګڼي، له متن څخه بهر نا ژبنییو فکټورونو ته پام نه اړوي، ځکه دغه تحلیلي میتود په متن باندې متکي میتود (immanente interpretation) بلل شوی.( Antje Kelle, 1998)
د پښتو ادبیاتو د دې ډول لیکنو شمېر په نظم کې تر نثر زیات دي. په نثر کې یې کامیابې نمونې موږ د مرحوم صدیق اله رښتین، مرحوم استاد محمد صدیق پسرلي او نورو لیکوالو په پنځونو کې وینو. د دې ډول یوه مهمه ځانګړنه دا ده جې سیمبولیکه یا مجازي ژبه استعمالوي یانې کلمې په هغو ماناوو کې نه دي کارول شوې جې ددوی لپاره وضع شوې وي، بلکې په مجازي ماناوو کې راغلې دي. د مجازي ژبې ډېرې وسیلې او تخنیکونه شته لکه پرسونیفیکېشن چې د استعارې یو ډول دی، مجاز مرسل، کنایه ، صوتي تسمییې او نور.
د مرحوم رښتین صاحب په (نوی کال، نوی زېری) نومې لیکنه کې (رښتین، ۱۳۹۸) د پرسونیفیکېشن بېلګې ډيرې لولو، په متن کې د کلمو اهنګین انډول، د تصویرونو ډېروالی او مبالغې دغې لیکنې ته یوه ځانګړې بڼه ورکړې. په دې متن کې طبیعي پدیدو، شیانو، ژویو او مرغانو ته انساني سلوک، احساسات او عواطف منسوب شوي. په لنډو جملو او عبارتونو کې صحنه داسې ترسیموي جې منظر یې ډېر روښانه، زړه راښکونکی ښکاري. په دې متن کې ژبه داسې کارول شوې چې تر هر څه دمخه د لوستونکي توجه ځانته اړوي، د ژبې موسیقیت یې د کلمو په ترکيب کې دومره څرګند دی چې ژبه په خپله ځان ښیي، لوستونکی یو څه کولو، تحرک ته هڅوي او په همدغه هدف کې د لیکنې پیغام پروت دی چې لیکوال په مبالغه امېزه ډول پرې ټینګار کوي. په متن کې لولو: “ وږمه په تلوار له خپل ټاټوبي راوالوته، په سمه او غر، کلي او بېدیا، لوړه او ژوره وګرځېده او د یوې مهربانې مور په څېر یې د ونو څانګې او ښاخونه ……..د کلونو څوکې او ډنډرونه یو له بل سره نژدې کړل.” مخ۵۵۷
د رښتین صاحب په یاده لیکنه کې که د پرسونیفیکېشن د ادبي صنعت پرېمانه بېلګې تر سترګو کیږي، تر څنګ یې پیغام په لنډو جملو او عبارتونو کې په داسې طریقه رسولی چې په عادي خبروکې دود نلري، له معمولې طریقې څخه بېله ده . دغه طریقه په جملو کې د مسند الیه او مسند یو نادوده ترکیب دی جې د رښتین صاحب په لیکنه کې یو نوښت شمېرل کېدای شي. دا ډول جملې د پیغام د رسولو لپاره تر ټولو لنډه، اسانه او روانه طریقه ده. په متن کې لولو: “ د ژوند ګړیال وغږېد، برښنا وخندل، ستورو ونڅل، تالندو ډولونه ووهل.” مخ ۵۵۷
په متن متکي میتود په معمول ډول ادبي اثر بې له دې جې له نورو په ادب پوري اړوند سرچینو څخه مدد واخلي، لکه تاریخي منبع، د ادبپوهنې اصول او نور ، تر کتنې لاندې راولي. د لیکوال نورې لیکنې، یا کومکي علمي څېړنې ددې ډول لیکنو د اغېزو او څرنګوالي په پېژندلو کې مرسته را سره کولی شي او د متن په تعبیر کې نوي بعدونه پرانیزي.
د شلمې پیړۍ په وروستیو کې په لویدیز ادبي څېړنو کې یو بل داسې نظرهم را وټوکېد چې ادبیات د یوې ټولنیزي پدیدې په څېر درک کوي او فکر کوي چې په یوه معینه زماني مقطع کې د مشخصې ټولنې له خوا د جذابې او ښایسته لیکنې په څېر منل شوې لیکنې ته ادب ویلي شو. د دې نظریې له مخې ادب باید د یوه تحول منونکی ارزښت په ډول ومنو، چې د تاریخي شرایطو تابع وي. یانې د ادبي اثارو د تعبیر په اړه د لوستونکو او ادبپوهانو برداشت بدلیږي. پوښتنه دا را پیدا کیږي چې کوم اشخاص یا ډلې دي چې د یوې دورې د ادبي اثارو په کیفیت او جذابیت باندې قضاوت کوي او څوک د دې حق لري چې په معمول ډول د خپلې زمانی کره او نا کره ادبیاتو په اړوند پریکړه وکري؟ تاریخي ادبي مطالعاتو او سپړنو ثابته کړې ده چې تقریبا د یوې ژبې په هره تاریخي دوره کې ځینې مشخصې ډلې، ټولنې، اشخاص او موسسات د ادبي او هنري ایجادیاتو د ارزونې لپاره معیارونه ټاکي او د هغو له مخې نفیس او روان ادبي اثار ارزوي. د مثال په ډول، که د عربي ژبې د ادب او هنر تاریخي پړاوونو ته نظر واچوو، د عباسي خلافت په دوران کې (۷۵۰-۹۴۰ز) ادب او شاعري او د موسیقي هنر د درباري کلتور یوه مهمه ستنه وه. د وخت دربار، کلتوري ماحول د ادب او په خاص ډول د منظوم ادب لپاره یوه ډېره هڅونکی او پالونکی قوه وه. د دربار مخور غړي او شاعران د نورو عامه خلکو په وړاندې یوه ممتازه پرګنه وه چې په ادبي او کلتوري پدیدو او ژوند یي خپل اثر او نفوذ درلود. (یوګ کینیډي ،۱۳۹۹)
د پښتو ادبپوهنې په تعمیم اوغوریدا کې بیلا بیلي علمي، مسلکي مؤسسې، پروګرامونه او فعالیتونه په دوامداره او یا د ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي شرایطو له وجې په وقفه ای ډول مرستندویه ثابتي شوي/ثابتیږي. علمي او تعلیمي نهادونه لکه د علومو اکاډمي ، پوهنتونونه، کالیجونه، کتابتونونه، خپرندویه مؤسسې او چاپخوني، څیړه نیزې موسسې، سیمنارونه، ادبي ټولنې ،ښوونځي، اختصاصي مجلې، ورځپاڼي او په اوسني پیر کې معلوماتي تیکنالوجیکي وسیلې لکه ، فیسبوک، تویتر، ویبپاڼي لکه تاند، لینکټ این او نور د پښتو ادبیاتو په پالنه او خپریدا کې نقش لري. د پښتو ادبیاتود ارزونې او د ادب په څېر د یوې ليکنې د منلو صلاحیت او اعتبار ددغو مشخصو نهادونو، کړیو او اشخاصو په اختیار کې وو/ دي.
د نړۍ په ادبي نوښتونو او فکري جنبشونو کې داسې انګېرنې هم را پیدا شوې چې په ادبي مطالعاتو کې یې د ادبي اثارو بڼې ته ډېره توجه اړولې. دې پوهانو، ادبیات د ژبې له یوې خاصې کارونې او د ژبنیو صلاحیتونو، لوازمو او ابزارو څخه د یوه خاص ډول له استفادې سره تړلي بللي. دغه طرز دید په ادبیاتو کې د تیرې پېړۍ په سر کې د روسې فورمالستانو له خوا رامنځ ته شوی. د فورمالیزم کلمه لکه له نوم څخه یې چې معلومیږي د فورم یانې بڼې څخه راوتلې. دغه مکتب د ادبي اثر شکل د هغه د منځپانګې په پرتله زیات ارزښتناک ګڼي او د ادبي اثر په هنریت باندې فوکس کوي. د دې مکتب سرکشان بورس ایښن بوم، یوري تونیانوف ، رومن جیکبسن ، ویکتور شکلوفسکي او نور وو.
فورمالیستان ادبیات له عادي خبرو څخه په دې بیلوي چې د ژبې له عامې قاعدې څخه انحراف لري. دغه نظریه د روسي فورمالیزم په چوکاټ کې د شکلوفسکي لخوا معرفي شوه چې په ادب کې د نا اشنا کولو میتود وګڼل شو او د نورو پلټنو لپاره یې الهام برابر کړی. دغه میتود په حقیقت کې یو میکانیزم دی چې له شکلوفسکي څخه ډیر پخوا یوناني فیلسیوف ارسطو هم ورته اشاره کړې. لوستونکی د دې میکانیزم په ذریعه نړۍ ته له یوې بلې زاویې څخه ګوري. د نااشنا کولو میکانیزم لپاره په روسي ژبه کې د (ostranenye) استرانینیي کلمه کارول شوې ده. پّه پښتو معا صرو ادبي څیړنو کې د عجیبه کولو یا نا آشنا کولو په مانا راغلې ده (جنید شریف، سرتوره ابیقوره ۱۳۹۹، اجمل ښکلی، تاند،اپریل ۲۰۲۰) د نا آشنا کولو میکانیزم د شکلوفسکي په اند د ژبې له کارونې سره تعلق لري. دده په نظر، موږ ژبه په عمده ډول په دوو طریقو استعمالوو. یوه طریقه یې د عادي او ورځني ژبې کارونه ده او بله هغه یې د ژبې په هنري ډول کارول دي. په ورځنۍ ژبه کې موږ داسې انګیرو، څه چې وینو هغه د بهرنۍ نړۍ یوازینۍ “ حقیقت” دی، د هغې شاته بل څه په شیانو او پېښو کې نه وینو. د ژبې د ورځنۍ کارونې په ذریعه موږ له دې ډول لید لوري او درک سره عادت اخلو او له واقعیتونو څخه زموږ ادراک اتوماتیک شي. (Schklosky, V. 1919 ). شکلوفسکي په دې باور و چې د ادبي ژبې کارونه د ورځنۍ ژبې په خلاف د لوستونکي په ذهن کې د بهرني واقعیتونو په اړه یو بیل تصور او درک ایجادوي او په دې ډول د ژبې له داسې کارونې څخه په ادب کې یو نوی خوند او اغیزه تولید شي.
د شکلوفسکي له خوا د ژبې په کارونه کې دغه توپیر، د نوې ژبپوهنې له بنسټونو څخه سرچینه اخلي چې بنسټ ګر یې سویسي ژبپوه فردیناند سوسور (۱۸۵۷- ۱۹۱۳) وو. د دغه ژبپوهنیز اصل له مخې ژبه دوه اړخونه لري. یو اړخ یې یو سیستم دی. په دې سیستم کې هغه اصول ځای شوي چې د یوې ژبې په ګرامري، غږیږ سیستم او لغوي زیرمې باندې واکمن دي. هر انسان دغه سیستم په ماشومتوب کې له ځپل چاپېریال څخه د تقلید له لارې په تدریجي ډول زده کوي او مغز ته یې سپاري، د ژبنیو قواعدو دغه سیستم یوه ذهني ذخیره ده چې سوسوریې لانګ بولي. د ژبې بل اړخ د ویونکو له خوا په خبرو کې د دغو اصولو پیاده کول دي چې سوسور پارول بللی دی. لانګ چې زموږ په ذهن کې د بې شماره ډیرو تجربو په پایله کې ځای نیولی، د پارول لپاره بنسټ جوروي. د ژبې دواړه اړخونه د سوسوري ماډل له مخې د ژبپوهنې یو اصل دی چې په ذهن کې پروت سیستم د خبرو په ذریعه پیاده کیږي یانې پارول د دې ذهني ذخیرې عملي بڼه ده. د دې پروسې په ذریعه د افرادو تر منځ پوهېدنه او پوهونه شوني ګرځي. په ورځني ژوند کې هر انفرادي شخص په ذهن کې ذخیره شوی ژبنیز سیستم په لیږ او ډیر توپیر سره (لهجه، ذوق، پوهه) پیاده کوي. سوسور د خبرو کولو او ژبې تر منځ توپير ته داسې اشاره کوي: “ ژبه د ویونکي فعالیت ته نه منسوبیږي، ژبه یو محصول دی چې افراد یې په پسیف ډول درک کوي او خپلوي یې. خبرې کول، ددې په خلاف یو انفرادي عمل دی، یو خپلسری او ذهي فعالیت دی. په خبرو کولو کې موږ د دوو عملیو تر منځ توپیر کوو (۱) د یو ځای کولو عملیه چې په مټ یې ویونکی د ژبې له سیستم څخه د خپلو افکارو د بیانولو لپاره استفاده کوي او (۲) هغه رواني-فیزیکي میکانیزم چې فرد ته ددې یوځای شویو قواعدو د بیانولو توان ورکوي.” (FERDINAND DE SAU SSURE,1959)
پوهاند زیار د پښتو ماناپوهنې په بحث کې د سوسور له اصل سره د ن. چامسکي نظریه هم راغبرګه کړې او لیکي:“ چومسکي ( دننۍ ژبه) او (دباندېنۍ ژبه) د سوسور د langue اوparole پر ځای کاروي،موخه یې دا چې دغه دواړې بڼې بېلابېلې ژبې دي،د ننۍ هماغه آره ژبه را پېژني چې هر انسان یې په لومړیو ۵-۶کلو کې خپل ذهن ته سپاري او بهرنۍ دا چې د کارونګ ( وینا، لیک) ډګر ته یې راباسي ؛ آره-څېرمه په دې مانا چې آره او رښتینې ژبه هماغه ذهني ژبه ده او دویمه یې هسې لکه یوه لمېسه یا کاپي.” (زیار، ۲۰۱۷).
فورمالیستانود دوسوسور د تیوري تر نفوذ لاندې په ادبپوهنه کې یو نوښت معرفي کړ. دوی د نوې ژبپوهنې پورتنی مهم اصل چې د ژبې دوه ګوني اړخونه ښیي ادبپوهنې ته را انتقال کړ. او د ژبې د سوسوري ماډل په پیروي یې ادبیات او ادبیت سره بیل کړل. د دوی په اند ادبیت هغه دنده او سرشت لري لکه لانګ چې د سوسور په ماډل کې توضیح شو او د چامسکي په اند د ژبې بنسټ دۍ. په همدغه ډول، فورمالستان ادبیت د ادبي اثارو لپاره یو بنسټ بولي ، یوه ذهني ذخیره ده د کومې پر بنسټ چې انفرادي ادبي اثار لیکل کیږي یا تمثیلیږي. په دې ډول فورمالیستانو ادبیات د علمي څیړنې او شننې لپاره یوه مستقیله موضوع وګرځوله. (Bahram Behin,1997)
د فورمالیستانو په اند ادبي اثر له نورو متونو څخه په دې بېلولی شو، چې ادبي فنون او شعري وسیلې لکه وزن ، قافیه او آهنګ یې په جوړښت کې ارزښتناکه برخه لري، ادبي لیکنې د دغو صنایعو په مټ لوستونکی له یوې نوې تجربې او احساس سره مخامخ کوي. د ادبي اثر ژبه عادي ژبه ده خو د بدیعي صنایعو په ذریعه نا اشنا شوې وي. په دې تحلیلي میتود کې هڅې په دې راټولي وي چې د اثر په جوړښت باندې تمرکز کیږي او له همدې زاویې څخه یې تر کتنې لاندې نیسي. په ادبپوهنه کې دغه میتود د لویدیځې نړۍ په ادبیاتو کې د تیري پیړۍ په نیمایي کې مهم ځای درلود. د دې میتود په منّځ ته راتګ کې له دویمې عمومي جګړې وروسته خاصو حالاتو لاس درلود. د دې روش پیروانو هڅه دا وه چې ادبي اثار د تاریخي، اجتماعي او ټولنیزو شرایطو له اغیزې څخه مبرا وګڼي. د دې په ځای دوی خپله توجه د ادبي اثر ژبې ته واړوله او یو ډول استقلالیت ورته منسوبوي. په پښتو ادبیاتو کې موږ پرېمانه داسې نمونې ، په نظم او نثر کې لرو،چې د دې تیوري د اصولو پر بنسټ یې شنلی شو.
په ادبي تیوري کې دغه روش که څه هم له دې بابته ډیر ارزښتناک میتود دی چې هنري ژبه په هغه مفهوم چې فورمالیستان یې معرفي کوي د لوستونکي ذهن نورو خواوو ته متوجه کوي، هغه فکر کولو ته هڅوي، خو د ادبپوهانو له انتقادونو سره هم مخامخ شوی. د کره کتونکو د انتقاد لویه برخه په دې را ټوله ده چې د ادبي اثارو په تخلیق او تعبیر کې د لوستونکي نقش هم ډیر ارزښت لري. د کره کتونکو په اند لوستونکي ادبي اثار د خپلو ټولنیزو- کلتوري بنسټونو او فکري کتګوریو په ذریعه تعبیروي. دغه کتګوري لوستونکي په خپل ټولنیز – کلتوري ژوند کې د تجربو له لارې تر لاسه کوي. (Antje Kelle,1998)
د نوې ژبپوهنې او کلتوري څیړنو په رڼا کې( په دې میتود به بله پلا وغږیږو) داسې څیړندودونه هم کارول شوي چې د یوه ادبي اثر په تحلیل کې داسې پوښتنو ته ځوابونه وایي لکه د لیکوال نړۍ لید څه شی دی؟ په کومو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو شرایطو کې ژوند کوي او دغو شرایطو د ده په هنري ایجادیاتو کومه اغیزه لرلې او که څنګه ؟ لیکوال د اثر په لیکلو کې کوم هدف په نظر کې نیولی او د چا لپاره یې لیکي؟ د ژبې سبک یې د وخت له معیارونو سره سمون لري او که بیل دی؟ او داسې نورې پوښتنې چې هره یوه یې د متن په تعبیر کې نوي بعدونه پرانیږي.
په ادبي څیړنو کې د ۲۰ پیرۍ په لومړیو کې په لویدیځ ادب کې د یوه بل لید لوری شاهدان هم یو . دغه نظریه ادب د یوه ارتباطي بهیر په څیر ګڼي. د دې نظریې په رامنځ ته کیدو کې بیا هم د نوې ژبپوهنې اغېزو نقش درلود، دغه انګیېرنه ادب داسې یوه اړیکیزه پروسه بولي چې له درېیو برخو څخه جوړه وي: لیکونکی- پیغام- لوستونکی/اوریدونکی. په دې پروسه کې یو لیکوال یو پیغام د کلمو په مرسته په رمز اړوي او په لیکلي یا شفاهي ډول یې تر لوستونکی/اوریدونکي ور رسوي. لوستونکی/ اوریدونکی دغه پیغام د همدې رمز په مرسته په داسې ژبه اړوي چې ور باندې و پوهیږي. د دې لپاره چې د پیغام استوونکي او پیغام اخیستونکي تر منځ پوهاوی تر سره شي، یو داسې رمز یا کوډ ته اړتیا شته چې د دواړو لپاره د پوهېدو وړ وي. دغه کوډ یوه مشترکه ژبه ده. (Eicher/Wienann, 1997).
د دې پروسې په سرشت باندې د پوهیدلو لپاره د نښپوهنې یا علم العلایم (semiotics/Semiotik) میتودونو ته مراجعه اړینه برېښي. د نښپوهنې سیسټمونه ژبه او ادبیات نښپوهنیز فعالیتونه ګڼي چې له انساني ادراک او پوهنې سره تړاو پیدا کوي، ادبیات د پوهیدنې او پوهونې یو ډول هر اړخیز فعالیت بولي. د دې علمي څیړنې له مخې، ادب په لومړي او سطحي نظر یوه ژبنیزه پدیده ده. په لومړي سر کې یاده شوې، چې د ادبي تیوري دنده داده چې ادبي متون تعبیر کړي او څرګنده کړي چې په ادبي اثارو کې مانا څنګه تولیدیږي/ لېږدول کیږي. د ادبي متونو چې له ژبې څخه جوړ شوي وي، د مانا د سپړلو هڅې موږ دې ته اړباسي چې په ژبه کې د مانا د ایجاد او لېږد اوزار وپېژنو. له دې امله اړینه برېښي چې په ژبه کې د مانا جوړونې د عملیې سرښت له نظره تېر کړو او بیا دې ته راوګرزو چې دغه پروسه په ادب کې کومې ځانګړتیاوې لري او له کومو مرحلو تېریږي.
پورتنی رغښتي ژبپوهنیز اصل د ادبي اثارو د تعبیر او شننې لپاره هم د استفادې وړ دی. د ژبپوهنې څانګه، مانا پوهنه، له سوسور څخه راهیسې نه یوازې ژبنۍ نښه (دال) ، هغې ته منسوب شوې مانا (مدلول) او د دال او مدلول تر منڅ اړیکې (دلالت) څېړي، بلکې د ژبنیو نښو د ماناوو په شننه او ددوی تر منڅ په اړیکو هم بحث کوي. رغښتي ژبپوهنه د ژبنیو نښو د منځپانګو یانې د ماناوو تر منځ دوه اړخیز تعامل د ژبني سیستم په د ننه کې، چې مانیز سیستم بلل شوی، راسپړي. څرنګه چې ژبنۍ نښې څو ضمنې ماناوې درلودی شي، ماناپوهنه د ژبنۍ نښې یا سیمبول ګڼ اړخونه را پېژني. د سیمبولونو دغه اړخونه د مانا تر ټولو کوچني توکي دي. ددې موندنې سره سم، نو ژبنۍ نښه یا سیمبول هغه ته د منسوب شوې مانا (مدلول) له مخې د ګڼو مانیزو اړخونو یوه ټولګه ده (Jürgen Link, 1997). د مثال په ډول، د “ زړښت “ د کلمې مفهوم موږ په ډېرو ژبنیو نښو کې مو ندلی شو لکه “سپینږیرتوب”، “بوډاتوب”، “کمزورتیا”، “بېوسي” او نور. په دغو ټولو کلمو کې د “زړښت” مفهوم شامل دی. د زړښت مفهوم له دغو ژبنیو نښو څخه د هرې یوې د مانا یو اړخ دی. همدغسې، د “ځواني “ د کلمې مفهوم په داسې ژبنیو نښو کې موندلی شو لکه “ښایست”، “مېړانه”، “غښتلتوب”، “زغم” او نور. د مفهومونو تر منځ اړیکې یوازې د ژبنیو سیمبولونو ترمنځ نه بلکې د نا ژبنیو شیانو تر منځ هم همدغه دنده ترسروي. د ژبنیو سیمبولونو له دې سرشت څخه مطلب دادی چې د کلمو رښتینې مانا په هغې قرینه کې د درک وړ وي، چې په هغې کې مخې ته راځي.
څرنګه چې متن له جملو او جملې له کلمو څخه جوړې وي د متن په مانا د پوهیدو لپاره باید د کلمو په سرشت باندې تمرکز وکړو. له دې لارې د متونو په سطح د کلمو د مفهومونو تر منځ اړیکې په پآم کې نیولو سره د ادبي اثارو تعبیر ته لار هواریږي. په دې لړ کې ادبپوهنه بیا د ژبپوهنې مفاهیمو او اصطلاحاتو ته اړتیا احساسوي. ادراکي ژبپوهنې داسې عمومي موډلونه او تیوري طرح کړې چې په مټ یې کولای شو د متن جوړښت او ټینګښت و پیژندلای شو. هربرت هولڅینګر د ژبې او ادراک تر منځ موږ ته دا اړیکه را پېژني : «ادراکي ماناپوهنه په اتیایمو کلونو کې د ادراکي ساپوهنې پر بنسټ را منځ ته شوې او غوړېدلې. د ادراکي ماناپوهنې له مخې، مانا په مستقیم ډول د انساني ادراک یانې هغې طرز او طریقې سره په رابطه کې درک کېدای شي څنګه چې موږ له ځانه چاپېره دنیا او خپل ځان درک کوو، د مفاهیمو په شکل کې یې منسجم کوو او د ژبې په ذریعه یې د توضیح وړ ګرزوو) . (Holzinger H.J
البته ادبپوهنه په دې موخه یوازې د ژبپوهنیز طرز فکر څخه ګټه اخلي او د دې تیوري پر بنسټ د ادبي اثارو (نثر او نظم ) جوړښت تر شننې لاندې راولې او ښکاروي چې د دې اثارو په مانا جوړونه کې کوم عناصر برخه لري. له سوسور څخه راهیسې د مانا پوهنې څانګه له دې سره بوخته ده چې نه یوازې د (دال) او (مدلول) تر منځ اړیکه چې په دلالت (مانا) باندې ختمیږي تر څیړنې لاندې نیسي، بلکې د کلمو د ماناوو تر منځ اړیکې څیړي. د رغښتي ژبپوهنې له مخې کلمې له نورو کلمو سره په رابطه او د ځانګړې عملیې په پایله کې مانا پیدا کوي او په دې لړ کې له مختلفو عملیو څخه تېریږي. مانا په دې لحاظ یو رغښتي مفهوم دی، چې په جوړښت کې یې لیږ تر لیږ دوه اجزا او د دوی تر منځ اړیکې ضروري شرط دي. (J. Schulte- Sasse R.Werner, 1994)
په دې اړیکو د پوهیدو لپاره پورتنی مثال یو وار بیا یادوو خو له یوې بلې زاویې څخه ورته ګورو. د “بوډا” د کلمې په مانا موږ ځکه پوهیږو چې د یوې بلې کلمې یانې “ځوان” له کلمې څخه مخالفه مانا لري. د “ځوان” او “بوډا” د کلمو تر منځ یوه اړیکه پیدا شوه. دغه اړیکه د تضاد یا تقابل رابطه ده، چې د جنسیت پر بنسټ جوړه شوې او د ژبې په جوړښت کې ارزښتناک رول لري. له بلې خوا، دواړه کلمې یا ژبني نښې یوه مشترکه وجه هم لري یانې د انسانیت په نوع کې سره شریکې دي. د لومړۍ اړیکې په ایجاد کې د “زړښت” او “ځواني” مفهومونه نقش لري او دویمه اړیکه د انسانیت د مفهوم پر بنسټ ایجاد شوې “زړښت” او “انسانیت” د بوډا د کلمې د مانا اړخونه دي او “ځواني” او “انسانیت” د ځوان د کلمې اړخونه یا تر ټولو کوچني مانیز واحدونه دي.
څرنګه چې مخکې وویل شول متن له جملو او جملې له کلمو څخه جوړې وي نو که په متن کې د مختلفو کلمو د مانا یو مشترک اړخ بیا بیا تکرار شي، دغه جوړښت په متن کې د مانا یوه هم آهنګه سطحه جوړوي او متن ته یو ډول ټینګښت ورکوي. د محترم ریښتین صاحب “نوی کال نوی زېری” په متن کې د لنډو او مترادفو جملو د تکرار له وجې همدغه کیفیت نغښتی دی. په متن کې په راغلو ټولو کلمو لکه “جړه کېدل”، “شڼېدل”، “زغلېدل”، “څرخېدل”،“خوځېدل” کې د حرکت، خوځښت، ژوند او هوس مفهومونه نغښتي دي، چې متن ته یې یو معین لوری ورکړی. د ژبنیو نښو دغه مشخص اړخ یاني خوځښت او بدلون نور اړخونه تر سیوري لاندې راوستي. د کلمو ماناوې په یوه جهت کې کارول شوي، چې د موجوداتو او حالاتو خوځښت څرګندوي او د مشخصو ګرامري ترکیبونو تکرار د مانا یوه متجانسه سطحه ایجاد کړې. دا جملې ولولۍ (غرونه وجړه کیدل، سیندونه و شڼیدل، بادونه وزغلیدل، ستوري وڅرخیدل، کاینات وخوځیدل…. د ځمکې لړمون وسپردای شو، او د پسرلي ښکلې څیره را برسیره شوه مخ ۵۵۸).
د کلمو د مانا مختلف اړخونه په متن کې کله له یو بل سره اړخ لګوي او کله د یو بل په تقابل کې ښکاري. هنري ژبې د مورفیمونو له دغه دوه ګوني خصلت څخه ډېره استفاده کړې، هنري ژبه د تضاد او تساوي پر بنسټ متکي ده. د ادب په تیوري کې د تساوي او تضاد اصل له ژبپوهنې څخه را پور شوی، چې د رومان جیکبسن)۲۱ – ۲۷ ) پلټنو او زیارونو ته منسوب شوی. په دې اصل د پوهېدا لپاره بیا اړووځو چې له ژبپوهنې څخه مرسته وغواړو او د ژبنۍ عملیې کیفیت وپېژنو. له دې لارې پوهیدای شو چې په وینا کې ژبنۍ نښې یا سیمبولونه څنګه په خپلو کې د اړیکو د ټینګولو له لارې مانا ایجادوي/ لیږدوي. رغښتي مانا پوهنه چې د ژبپوهنې یوه ارزښتناکه څانګه ده دغه مساله تر کتنې لاندې نیسي. دلته د ژبې هره وینا دوه محورونه یا بعدونه لری او د دې جوړښت په دننه کې مانا ایجادیږي. دغه دوه محورونه د انتخاب (SELECTION ) او ترکیب (COMBINATION) محورونه بلل شوي. په ژبپوهنه کې دغه محورونه په ترتیب سره د پاراډایم (عمودي) او سینتګم (افقي) محور په نومونو یاد شوي او د دواړو محورونو تر منڅ یو مهم توپیر دادی چې په عمودي محور کې مورفیمونه د مانا د شباهت پر بنسټ او په سینتګمي هغه کې مورفیمونه په دې بنسټ سره یو ځای کیږي چې د ژبې د قوانینو له مخې یې امکان موجود وي . په دې ډول په پاراډایمي محور کې د ژبنیو نښو د ماناوو تر منځ اړیکې مانیز او په سینتګمي محور کې دغه اړیکې ګرامري خصلت لري. د انتخاب محور د کلمې د پاراډایمي بعد، د ترکیب محور د کلمې د سینتګمي بعد سره یوشانته دي. د جیکبسن په اند د هنري متونو په جوړښت کې د متن دننه د کلمو تر منځ د اړیکو هغه پېچلی سیستم پرېکنده نقش لري چې د تساوي پر بنسټ متکي وي. ژبنۍ نښې په څو کچو له یوې بلې سره په متن کې انډول جوړوي او همدغه عنصر ادبي ژبه له عادي ژبې څخه بېلوي. دغه کچه کېدای شي د صوتي ښکلا په کچه وي، د مانا يا د نحوي جوړښت په کچه وي. د رښتین صاحب په پورتني متن کې د کلمو تر منځ د تساوي اصل د مانا او اهنګ په کچو محسوسیږي: “ وږمه په تلوار له خپل ټاټوبي راوالوته ………د ونو څانګې اوښاخونه، د بوټو لښتې او غندلونه، د ګلونو څوکې او ډنډرونه یې یو له بل سره نژدې کړل. مځ ۵۵۷ “. په دې تثر کې « ښاخونه »، « غندلونه» او «ډنډرونه» کلمو تر منځ د اهنګ له مخې ورته والي، په پای کې د/ ن/ فونیم یوه پیاوړې موسیقي جوړوي او د جیکبسن د تیوري له مخې یې د انتخاب له محور څخه د تساوي اصل د ترکیب اصل ته را انتقال کړی او په دې ډول ژبې نا اشنا بڼه خپله کړې.
د ژبې له دوه بعدیز سرشت څخه مطلب دا دی چې ژبنۍ نښې په دوو مختلفو طریقو له یوې بلې سره اړیکې جوړوي څو مانا ایجاد کړي. کلمې په جملو کې یا ځایناستي وي یا همناستي. ځایناسي کلمې هغه دي چې په مانا کې سره ورته والی ولري. د مثال په ډول، “ په پورته” متن کې دڅانګې” او “لښتې” سره نژدې مفهومونه دي خ, د ” څانګې” او;,کور” یا “کړکۍ” د کلمو د ماناوو په منځ کې مشابهت نشته نو له دې امله د یوې بلې پرځای نه شي راتلی. که د مانا په سطحه کې پاتي شو، د انتخاب یا په پاراډایمي محور کې د ژبنیو نښو د مانا یو اړخ سره لګیږي، د بېلګې په ډول څانګې” او لښتې ” کلمې دواړه له ونې سره تعلق لري. دلته د کلمو تر منځ اړیکې مانیز خصلت لري او په دې بنسټ د یوې بلې ځایناستي وي.
يه افقي محور کې ژبنۍ نښې په دې بنسټ یو ځای کیږي چې د ګرامري قواعدو سره سم له یوې بلې سره اړخ ولګوي یانې سره همناستي وي. مخکې مو وویل، په دې بعد کې د کلمو تر منځ اړیکې ګرامري سرشت لري. د وینا په دې بعد کې کلمې له نورو توکو سره نحوې اصلو ته په کتو سره یو ځای کیږي چې یوه جمله ترې جوړه شي. دلته د ژبنیو نښو تر منځ د مانا له مخې ورته والی نشته، خو د عملي تعامل له مخې اوپه اړیکیز چوکاټ کې له یوې بلې سره اړخ لګوي. د افقي محورد کلمو د اړیکو نوعییت تضمینوي چې کلمې د مانا له مخې د ژبې د قوانینو پر بنسټ سره پیودل کیږي چې لوستونکی ور سره اشنا وي. د مثال په ډول دغه لاندې دوه متون ولولۍ:
- شانک په بیړه کور ته روان وو. په لار کې له مارزک سره مخامخ شو. یو شیبه دواړه د لار په سر سره ودریدل او بیا سره بیل شول .
- شانک په بیړه کور ته روان وو. زما ورور یوه راډیو لري. بوډا یو ناڅاپه ولوېد. د ښوونځي دروازې بندې وې.
وروستی متن سم نه دی . ځکه دلته د کلمو تر منځ هغه اړیکې چې د همناستي بعد پر بنسټ باید جوړې شوې وای، تخریب شوې دي. که د مانا په سطحه کې پاتې شو، په لومړي متن کې د پاراډایمې بعد اړیکې د مشباهت پر بنسټ ولاړي او د جملې مانا د جوړوونکو مورفیمونو د ماناوو تر منځ له اړیکو څخه نحوي اصولو ته په کتو سره جوړیږي. په دې برسیره، د اړیکو په دې بعد کې د ورته والي په ځای کلمې د کومې بلې وجې له امله هم د یوې بلې ځای نیولای شي. یانې ژبنۍ نښه (دال) یوه مانا (مدلول) نه بلکې څو مدلولونه هم درلودای شي.
په پښتو ادب کې د کلمو د ماناوو دغه کیفیتونه او ډولونه په دودیز ډول د بیاني علومو تر سرلیک لاندې څېړل شوي، چې ادبي فنون ورته وایو. په پښتو ادبیاتو کې (په عموم ډول په شرقي ادبیاتو کې) په بدیع او بیان ډېرې لیکنې شوي دي. (عبدالروف بېنوا، ادبي فنون، پښتو ټولنه، ۱۳۲۶، ګل پاچا الفت، ادبي بحثونه، پښتو ټولنه، ( د چاپ کال نلري)، سید تسنیم الحق کاکاخېل، روح ادب، پېښور، ۱۹۵۵، مشتاق مجروح یوسفری، زرکاڼی، پېښور، ۱۹۹۵، څېړنپوه علي محمد منګل، زېړي ګلونه، کابل، ۱۳۹۳ او نور.) علي محمد منګل (زیړي ګلونه) په پښتو شفاهي ادب کې په ډیر تفصیل سره دغه ادبي صنایع څیړلې دي. په دې بحث کې داسې هنري صنایع تر کتنې لاندې راغلي لکه تشبه، استعاره، مجاز مرسل، کنایه او نور ګڼ شمېر ادبي صنایع او ددوی ډولونه.
په پښتو ادب کې د ادبي صنایعو ارزښت:
ادبي صنایع په حقیقت کې د ژبې د کارونې یو ځانګړی ډول دی، داسې یو ډول چې د وینا د اظهارولو طرز یې له عادي خبرو څخه بېل دی یانې ژبه نا اشنا کړي. او په دودیز ډول د ۍبدیعي وسیلو کارونه په هنري ژبې پورې منحصره ګڼي. په بیاني علومو کې په هغو قواعدو بحث کیږي چې په ذریعه یې یو څوک خپله وینا په داسې ډول وکړی شي چې په اوريدونکي اثر وشیندي اوله هغه سره د وینا د موضوع په اړه یو نوی سوچ، نا اشنا احساس پیدا شي. که د مانا په سطحه کې پاته شو، د بیان په علم کې تشبه، مجاز او کنایه داسې وسیلې او معیارونه دي چې د ادبي اثارو لفطي او معنوي ښېګڼې ورباندې سنجول کیږي. د وینا د ځوږوالی او اثر سبب دا ګڼي چې کلمې په حقیقي ماناوو کې نه بلکې په مجازي مانا کې کارول کیږي. په دې مفهوم دغه معیارونه د ادبي متن په جوړښت کې (نثر او نطم) کې ارزښتناک رول لري. په دودیزو ادبي څېړنو کې تصور دا وو چې بدیعي وسیلې یوازې په ادبي لیکنو او هغه هم زیاتره په نطم کې کارول کیږي. له دې امله په بدیع او بیان کې کلمې په مجازي ماناوو کې د شعر یو تر ټولو غوره صفت ګڼل شوی چې په وینا کې یو اثر او خوند پیدا کوي. که یوه ژبنۍ نښه د هغه څه لپاره چې وضع شوې نه وي وکارول شي، نو په مجازي مانا کې استعمال شوې. د دې ډول کارونې لپاره باید د دواړو ژبنیو نښو تر منځ یاني مشبه یا څه شي ته چې تشبه ورکړی شوې وي او مشبه به یا له څه شي سره چې یوشانته ګڼل شوی وي باید یو مشترک صفت یا وجه موجوده وي. که وویل شي: (زلمی داسې زړه ور دی لکه زمری.) په دې جمله کې د زلمي او زمري تر منخ زړه ورتوب یو مشترک صفت دی. نو د زمري سیمبول په مجازي مانا کې استعمال شو ددې لپاره چې په وینا کې یو اثر او خوند پیدا شي. د کلمو دې ډول کارونې ته تشبه وایي. د بېلګې په ډول، که د حمزه بابا په شعر کې لولو:
غوږ نیسي بڼو ته وروځې ښکته شوې له قهره
پوی شوې پرې زړګیه غشي څه وایي کمان ته
په دې شعر کې غشي او کمان دواړه مشبه به دي چې غشي ته له بڼو او کمان ته له وروځو سره تشبه ورکړل شوې. يا لکه د حمزه بابا په یوه بل شعر کې چې اوښکو ته یې له ستورو سره تشبه ورکړې:
شوګیرې کړي غزونې ستا د سترګو شبستان کې
اوښکې راشي بیا فاني شي لکه ستوري په اسمان کې
ډواړه شعرونه د تشبه ډولونه دي. له لومړي کلام څخه د دویم شعر توپیر دا دی چې وروستی هغه د تشبه داسې یو ډول دی چې د دې صنعت ټول ارکان ذکر شوي او په لومړي شعر کې د مشبه او مشبه به شمېر له یوه حخه ډېر دی او دواړه ارکان په بېل بېل ډول یوځای ذکر شوي ، چې ملفوفه تشبه ترې جوړه شوې.
د بدیعي صنایعو نورې وسیلې لکه استعاره په نثر او ورځنیو خبرو کې هم د کارونې پرېمانه موارد لري. په دې هکله به موږ لیږ وروسته نورې خبرې ولرو.دلې به د یوې ېېلګې په یادولو بسنه وکړو. د تشبه صنعت په پښتو منظوم ادب کې ځانګړی رول لري. د تشبه تر ځنګ استعاره بله وسیله ده چې په پشتو ادب او هم په ورځنیو خبرو کې ډېره کارول کیږي او له تشبه څخه یې توپیر په دې شوی چې په استعاره کې د تشبه له ارکانو (مشبه او مشبه به) یو یې په وینا کې نه وي ذکر شوی. د بېلګې په ډول، که پورتنۍ جمله داسې وویل شي:“ زلمی زمری دی.” نو د استعارې څخه کار اخیست شوی چې د مجاز یو ډول دی. د بیان د علم موضوع تشبه، مجاز او کنایه ده. څېړنپوه علي محمد منګل د نور احمد شاکر په حواله مجاز په دوو ډولونو وېشلي دي:« مجاز په دوه ډوله وېشل کیږي یو ډول مستعار او بل ډول مرسل مجاز بولي. که چېري د حقیقي او مجازي معنا په منځ کې د تشبه علاقه موجوده وي مستعار مجاز یا استعاره ورته وایي، لکه سترګو ته چې نرګس یا باڼوګانو ته چې خنجر وویل شي او که ددوی په منځ کې د تشبیې علاقه نه وي او د سببیت، مسببیت، ظرفیت مظروفیت یا داسې نورې علاقې موجودې وي نو مرسل مجاز بلل کیږي.» (څېړنپوه علي محمد منګل، ۱۳۹۳)
د بیان په علم کې د دوو ژبنیو نښو د مدلونونو تر منځ اړیکه په دې معیار سنجوي چې کلمې د مانا له مخې سره ورته والی ولري یا د مشباهت پر ځای کومه بله وجه یا نسبت وي چې کلمې د یوې بلې ځایناستي کېدای شي. دغه وجې ډولونه لري لکه د سببیت مسببیت ، طرفیت او مطروفیت او نور. د کلمې دې ډول کارونې ته مجاز مرسل ویل شوي. او له هغه څخه د کلمې د حقیقي مانا پر ځای مجازي مانا مراد وي، دې ادبي صنعت ته په پښتو ادب کې استعاره ویل شوي چې د مجاز د بدیعي صنعت یو ډول دی. دغه ژبنۍ پروسه په رغښتي ژبپوهنه کې داسې توضیح کوي چې د وینا په همناستي بعد کې ژبنۍ نښې چې په عملې ژوند کې یو ډول نسبت ولري یوه د بلې مفهوم په ذهن کې تداعي کوي. د حمزه په دې شعذر کې دا صنعت کارول شوي:
د نرګسي سترګو په ست مې قسم
پیاله له ما په کږېدو ښکاري
شاعر دلته د پیالې کلمه د شراب لپاره په مجازي مانا کې کارولې. شراب په پیاله کې اچول کیږي چې د شراب لپاره ظرف دی او شراب پخیله مظروف دی چې په ظرف کې ځای نیسي. ظرف د مظروف په ځای کارول شوی. دې ادبي صنعت ته مجاز مرسل کیږی. د پیالې او شراب په منڅ کې د مانا په لحاظ څه شباهت نشته خو څنګه چې پیاله یو لوښی دی چې د شراب څښلو لپاره مساعد دی نو د دواړو لفظونو تر منځ یو نسبت پیدا شو او دغه نسبت یا علاقه د ظرفیت نسبت بلل شوې.
نویو ژبپوهنیزو څېړنو اوس دا حقیقت ثابت کړی دی چې استعاره یواري د هنري ژبې مال نه دی، بلکې د استعارې کارول په ورځنیو خبرو کې هم مهمه ونډه لري. د مثال په ډول، که وویل شي: “د کابل او اسلام آباد په منځ کې اړیکې ترینګلې بریښي.“ „کابل“ او“اسلام آباد“ ژبنۍ نښې دواړه د افغان او پاکستاني حکومتونو لپاره په مجازي مانا کې کارول شوي. په دې وینا کې ددواړو نښو تر منځ علاقه بیا هم د ظرفیت ښودل شوې ځکه چې حکومتونه په ترتیب سره په دې ځایونو کې ځای شوي.
د ژبې مانیز سیسټم د مانا د ایجاد ، لیږد ا و شننې لپاره یوازې له کلمو نه بلکې د هغو تر څنګ له نورو ژب- بهر سیسټمونو او لارو څخه هم کار اخلي. د ماناپوهنې دنده داده چې په متن کې د مورفیمونو دمفهومونو تر منځ د اړیکو د موندلو له لارې د هغه مانا څرګنده کړي. د اړیکو په دې پروسه کې پیغام هغه څه د ې چې د لیکوال اثر په هغه غږیږي، هغه مالومات او تفصیلات دې چې لوستونکی یې د یوه څه یا د یو چا په اړه په یوه کیسه کې د راوي له خولې لولي. دغه مالومات او د خبرو / پیښو جزییات قرینه بولي. قرینه په ادبیاتو کې د یوه پراخ مفهوم په څیر کارول کیږي. په دې لړ کې داسې خبرې او جزییات شاملیږي چې په خپله هم یو متن وي یانې یوه داسې حادثه، یو شی چې ښایي له دې مخکې کوم لیکوال په خپل اثر کې څه ورباندې لیکلي وي او یا له متن څخه بهر واقعیتونو پورې اړه ولري. په دې واقعیتونو کې سیاسي، ټولنیزې او کلتوري پیښې دغه راز د شخصي ژوند حوادث او اړیکې شاملیږي.
د پښتو ادبپوهنې ستونزې:
د ادبپوهنې په اړه لیکنې او څېړنې په عموم ډول، په پښتو ادب کې په ځانګړي ډول خپلې ستونزې، ناسم پوهاوی او ځینې داسې پوښتننې لري چې په ځوابولو یې باید ډېر فکر وشي. په پښتو ادب کې د څیړنو ټول منظر بې سروبوله برېښي. په معمول ډول د لیکوال لپاره یوه لویه ستونزه دا وي چې لیکنه له کوم مفهوم څخه پیل کړي.
د پښتو ادبي څیړنو کې د ادبپوهنې په مختلفو څانګو ، ادبي تیوري، ادبي فنونو او نورو اړونده مسالو ډیرې لیکنې شوې خو په عام ډول یو داسې انګیرنه شته چې له ادب سره بوختیا زموږ د ژوند په ښه کولو او بدلون کې رول نه لري او د ادبیاتو لوست د ټولنیزو مسالو په حل کې ارزښتناک نه ثابتیږي. د دې ډول برداشتونو او انګیرنو یوه وجه دا ده چې زموږ د خلکو ډیری له لیک لوست سره اشنا نه دي که لوستي هم وي له ادبیاتو سره مشغولتیا ورته بې ګټې کار ښکاري. بله وجه یې د ادبپوهنې په خپلو مسالو پورې اړوندیږي. په ادب پوهنه کې لا تر اوسه د مهمو پوښتنو په اړه ټولمنلې تعریفونه/ نظریې نشته. د مثال په ډول داسې پوښتنئ لکه ادب له څه شی سره سروکار لري، په څه شی بحث کوي؟ ادبي څیړنې د ادبي اثارو د تعبیر او شننې لپاره له کومو میتودونو څخه کار اخلي؟ او یا دا چې د ادبیاتو ایجادول او لوستل څه هدفونه لري؟
په اوسنۍ ادبپوهنه کې د ادب په موضوع او د ادبي اثارو په تحلیل او تعبیر باندې بحث کیږي. یانې ادبپوهنه د ادبي متونو او ادبي تیوري د متقابلې او دوه اړخیزې څیړنې په محور را څرخي. په بله ژبه، ادبپوهنه خپله موضوع د ادبی تیوری او ادبی میتودونو تر منځ په تعامل او دوه اړخیزو اړیکو کې څېړي. که له ادبی ماډلونو څخه خبره کېږي نو مظلب د تیوریو، میتودونو او تخنیکونو له یوې مجموعې څخه دی. (1995, Pechlivan) په دې لړ کې مختلفې ادبي تیوري ګانې او اړوند څیړندودونه معرفي شوي. بیلا بیل تیوریکي ماډلونه د څیړنې موضوع پّه مختلفو شکلونو کې طرح کوي خو د ادبپوهنې هڅې په دې متمرکزې دي چې له مختلفو میتودونو څخه د استفادې روش ته لومړیتوب ورکوي بې له دې چې د هر څېړندود ځانګړي خصلتونه هیر کړای شي.
د مختلفو تیوري ګانو او میتودونو تعامل او عامیدل په طبعي ډول دا غوښتنه هم را غبرګوي چې نوې لارښوونې په څه ډول د ادبي اثارو په شننه کې وکارول شي. دغې غوښتنې ته که څو کاله مخکې د افغاني ادبي څیړنو په بهیر کې څومره اړتیا نه محسوسېده خو اوس مهال (۲۰۲۲) په شدت سره مطرح کیږي. یوه لویه وجه یې دا ده چې نن سبا د اطلاعاتو د تبادلې لپاره تخنیکي وسیلې په اساني پیدا کیږي او د عمومي فرهنګ او پرمختګ له کاروان سره سم دغه وسیلې او د هغو کارونه د همیشني بدلون په درشل کې دي.
ادبي میتودونه په معمول ډول اوس مهال د تعامل او تعبیر سره تړلي ګنل کیږي. د ادبي اثارو په شننه کې تعبیر ځکه یو ځانګړی اهمیت لري چې تعبیر د ژبنییو نښو له تعامل سره تعلق نیسي. د بشري علومو په تحلیل کې د مثبتو هغو په خلاف چې له تجربې او مشاهدې څخه کار اخلیستل کیږي، په ادب کې تحلیلي میتودونه د نوې ژبپوهنې له بریاوو څخه په استفادې سره د ادبي اثارو او متونو په ایجاد او پوهېدنه کې د لوستونکي ژبپوهنیزه وړتیا او له دې پوهې څخه ورها خوا د تجربې او افاقي مالوماتو د کچې لوړتیا اړین عناصر ګڼي. له دې امله د ادبپوهنې یوه ارزښتناکه دنده دا ده چې ادبي اثار تحلیل او تعبیر کړي. د دې کار لپاره د ادبي تیوري او د میتودونو په اړه نویو پرمختګونو او مالوماتو ته اړتیا شته چې له مختلفو بشري علومو سره مشترکې وجې او اړخونه ولري. د ادب مینه وال او شاګردان باید دغه مهارتونه او تیوریکي لارښوونې په مستقلانه ډول د ادبي اثارو په مطالعه او شننه کې و کارولی شي.
په ښوونځیو او د لوړو زده کړو په نهادونو کې د ادبیاتو د تدریس یو هدف هم باید دا وي چې زده کوونکي د ادبي اثارو د انتقادي کتنې او شننې له عهدې ووځي. له دوی څخه دا تمه هم کیږي چې په ژوند باندې اغیزناک ټولنیز چاپېریال وپیژنې او داسې وړتیاوې کسب کړي چې د تجربې او پوهې په مټ خپل ټولنیز شرایط د بدلون لوري ته بوزي. په پښتو ادبي څېړنو کې دغو مخکینيو او ضروري شرایطو ته پوره پام نه دی شوی.
پپه پښتو ادبي څیړنو کې یو دود دا و چې د ادب کلمه په لغوي لحاظ او اصطلاح کې توضیح شی. د ادبپوهنې تر نوم لاندې د ادبي فنونو په اصطلاحاتو او تعریفونو باندې تمرکز شوی لکه بیان بدیع، عروض، قافیې، لفظي او معنوي ارزښتونه چې د فصاحت او بلاغت بحث پکې مطرح کیږي. دغه لیکنې که څه هم د ادبپوهنې او عمومي فرهنګ د پرمختګ په لوري لار پر انیځي خو یوه نیمګړتیایې دا ده چې د ادب اړوند اصطلاحات او مفهومونه او مقولې د یوه سیسټم په دننه کې تر کتنې لاندې نه دي راغلې. د دغې نیمګړتیا د پوره کولو مسوولیت د ادبپوهانو د نوي نسل په غاړه دی، د نوي نسل د ادبیاتو مینه وال باید د ژبپوهنې او ادبپوهنې د اصطلاحاتو او مفهومونو تر منځ متقابلې اړیکې د یوه سیسټم په دننه کې مطالعه کړي او دواړه پوهنیزې څانګې د یوه داسې لید لوري له زاویې وګوري چې له نویو میتودونو سره بوختیا پیدا کړي او دغه بهیر داسې یوه نوي لوري ته بوزي، چې دودیزې څیړنې او ګرویږنې د ادبپوهنې په اوسنیو پرمختګونو کې خپل ارزښت وساتي خو د څیړنې دغه بهیر یوه سیستماتیکه بڼه غوره کړي. په دې علمي څانګې پورې اړوند اصطلاحات او کتګورۍ د نورو بشري علومو لکه ژبپوهنه، ټولنپوهنه ، سا پوهنّه او نورو په رڼا کې او له هغو سره په تعامل کې توضیح شي.
د افغاني دښوونځيو لپاره د ادبیاتو درسي کتابونه د ادب د دودیز مفهوم پر بنسټ طرح شوي او له زده کوونکو څخه غواړي مشکلې کلمې اوعبارتونه، نامانوسه اصطلاحات چې ډېری یې د عربې ژبې له فرهنګ او ذخيرې څخه را اخیست شوي، په یادو زده کړي، یا دکوم شاعر نظم چې منځپانګه یې زموږ له ژوند او چاپېریال سره چندان تعلق هم ونلري مغزونو ته وسپاري. دغه څېړنې د دودیزو مفرداتو په مطالعې پورې منحصري دي چې په ښوونځیو کې تدریس کیږي لکه ادبي فنون ، لفظې صنايع او ژبنیز- ګرامري زده کړې. د ادبیاتو درسي کتابونه د شاګردانو د ذهنونو او ادبي ذوق د ویښونې او پالنې لپاره انګېزې نه لري، زده کوونکي نه هڅوي چې له ادبیاتو سره د مشغولتیا له لارې د ژوند له رازونو او خوندونو سره اشنا شي او وپوهیږي چې ادب او ژبه داسې وسیلې دي چې د انساني ذهن او له دې لارې دبشري تمدن د پرمختیا، بدلون اولوړتیا په بهیر کې ارزښتناکه برخه لري.
نویو پرمختګونو ته په کتو سره زموږ د ښوونڅیو لپاره په تدریسي نصاب کې د منځپانګې له مخې څه ډېر بدلون نه وینو. د بېلګې پّه ډول، یوولسم ټولګۍ د پښتو درسي کتاب د پخوانیو هغو په ډول د حمد او نعت په نطمونو پیلیږي. دنوي چاپ ( ۱۳۹۱) توپیر له پخوانیو هغو دادی چې د کتاب په لومړي مخ کې په څلورو لنډو جملو کې د نثر په ژبه د حمد تعریف وړاندي شوی دی.(پښتو، يوولسم ټولګۍ، ۱۳۹۱). له زده کوونکو څخه غوښتل کیږي چې نظمونه په یادو زده کړي ځو دکم عمره هلکانو لپاره یې په مانا باندې پوهېدل ګران کار دی. که څه هم د کتاب په پنځم لوست کې تشبه او د تشبه ډولونه او ارکان له بېلګو سره راغلي چې د ادبي څېړنې یوه برخه ده مګر له ادبي ژوند او تفکر سره د اشنایي لپاره بسنه نه کوي. ښه به وي چې په دې مرحله کې زده کوونکي د نثر په اسانه ژبه د ژبې داسې ځانګړتیاوې وپېژني لکه په بېلو متونو کې د کلمو اصلي او عاریتي ماناوې څنګه جوړیږي. په عادي خبرو کې د استعارې کارول، چې د ادب يوه مهمه څانګړنه ده بېلګې کومې دي. د کلمو د ماناوو اړخونه څنګه پېژندلی شو او نورې ادبي مقولې. په دې ډول به ښاګردان د ادب له روح سره اشنا شي او وپوهیږي چې په ادبي پنځونو کې د ژبې د کارونې ډول یو مهم عنصر دی.
په افغاني ټولنه کې د پوهنتونونو په چوکاټ کې د ملي او بهرنیو ژبو ادبیاتو لپآره ځانګړې څانګې تاسیس شوې لکه پښتو ادبیات، دري ادبیات، انګلیسي ادبیات او نور. دلته د ادبیاتو تدریس او څیړنیز فعالیتونه د ژبپوهنې په اساساتو کې شامل ګڼل او تدریس کیږي. څرنګه چې د “ادبپوهنه” په نوم اختصاصي څانګې لا نه دي ایجاد شوې، په پوهنتونونو کې محصلان د دغو دودیزو ادبي او ژبپوهنیزو مضمونونو له زده کړې سره بوخت وي او له فاریغیدو وروسته په ښوونځیو کې هغه د ادبیاتو په نوم تدریس کوي. دغه دود لا اوس هم په قوت باقي پاتې دی.
په ادبي څیړنو کې یوه بله ستونزه دا ده چې ادب په اصل کې یو تیوریکي بحث دی. د ادبیاتو مینه وال د لوست په وخت کې په معمول ډول له داسې اصطلاحاتو سره مخامخ کيږي لکه اسطوره ، افسانه ، ښکلاپېژندنه، ژانر، متن ¸ادبي ډیسکورس یا له داسې فکري او ادبي مکتبونو سره سرو کار لري،لکه فورما لیزم، رغښتواله، موډرنیزم او نور.
د ادبیاتو د تاریخي سیر او د ادبي اثارو د شکل او منځپانګې په اړه څیړنو دا خبره لوڅه کړې چې اوس مهال په ادبي مطالعاتو کې له دودیزو میتودونو څخه کار نه اخیستل کیږي او په ځآی یې د ادب په تیوري کې په دې اړه تودې مباحثې کیږي چې د ادبي اثارو په جوړښت ، تفسیر او منښت کې کوم عناصر رول لري. له دې سره، د ادبي اثارو درې جنبې یانې د اثر موضوع، میتود او هدفونه یې د څیړنو او ګرویږنو موضوع ګیرځیدلې خو څنګه چې په ادبپوهنه کې مختلفو انګیرنو او تمایلاتو دغه څانګه له ستونزو سره مخامخ کړې، څیړونکي په دې باور دي چې د ادبپوهنې د معیارونو په ټاکلو کې یوې هوکړې ته رسېدل ګران کار دی. نو له دې کبله په ادبپوهنه کې اصطلاحات په ندرت سره یوه ټولمنلې او ثابته مانا لیږدوي، ځکه نو د یوه په ټولو خواوو پوره سیستماتیک او نور ماټیف تعریف تمه ترې نه شو کولای. له دې کبله د ادبپوهنې موضوع ، څیړندود او هدف روښانه کول نویو پرمختګونو او نوښتونو ته محتاج دي خو سره د دې هم، څیړونکی باید خپلې هڅې و نه سپموي چې دغه هدف تر لاسه شي. هڅې باید په دې راټولي وي چې په نورو ژبو کې د ادبپوهنې په اړه له نویو اکتشافاتو او څېړندودونو سره بلدیت پیدا شي او وکتل شي چې هغه په څه ډول د افغاني ادبیاتو د شننې او تعبیر لپاره کارول کېدای شي. ددې هدف لپاره اړینه ده چې د لوړو زده کړو په نهادونو، د علومو اکاډیمې او نو رو غیر رسمي څېړنیزو مؤسساتو کې د پوهانو او زده کړالیانو لپاره ددې زمینه مساعده شې چې د ادبپوهنې په اړه څېړنې وکړي. علمي مؤسسې لکه د علومو اکاډیمي باید خپلې څېړنیزې پالیسۍ له نویو امکاناتو او غوښتنو سره سمې طرح او داسې عملي کړي، چې د بېلګې په ډول له اکاډیمي څخه بهر له نورو ظرفیتونو او کاري تجربو څخه ګټه واخلي، هغوی په کار واچوي او د مشترکو پروژو په ترڅ کې د فعالیتونو د تنظیم او مدیریت چارو ته اوږه ورکړي. نوې څېړنې بودجې او لوازمو او تخنیکي مشورو ته اړتیا لري چې د چارواکو او شخصي متشبیثینو له خوا باید ورته برابري شي.
درې پوښتنې:
د ادبي څیړنو لیکوال ته په کار دي چې د کار په پیل کې درې پوښتنې مخې ته کښیږدي او په ځوابونو کې دې ته پام وي چې دا پوښتنې له یوې بلې سره تړاو لري او په یوې بلې اثر غورځوي. دا درې پوښتنې د څه شي، څنګه او د ولي په کلمو پیلیږي. لومړۍ پوښتنه به دا وي چې ادبي متن کوم موضوعات را نغاړي یانې منځپانګه یې څه شی ده؟ دویمه پوښتنه د متن په جوړښت پورې تړلې ده. د ادبي متن جوړښت څنګه دی؟ لیکوال د متن په جوړښت کې له کومو طرز العملونو کار اخیستی؟ او درییمه پوښتنه بیرته دویمې هغې ته راګرځي او پوښتي چې لیکوال ولې دغه طریقه د متن په جوړښت کې کارولې ده؟ د دې طرزالعمل دندې په متن کې کومې دي؟
هره ادبي څیړنه یو تیزیس لري. یانې څیړونکی د تعبیر په اړه یوه فرضیه مطرح کوي چې هغه په لیکنه کې بیا په زباد رسوي. په دې ترڅ کې څیړونکی یوې تیوري یا ډیر شمیر تیوریکي اصولو ته اشاره کوي چې خپل تعبیر یې د هغو پر بنسټ درولی وي. لیکوال باید دغه تیوریکي بنسټونه په ښکاره د څیړنې په پیل کې بیان کړي. څیړونکی د یوې مشخصې تیوري په مرسته د متن د جوړښت طریقې ارزوی او څرګندوی چې دغه طریقې په متن کې په څه ډول مانا لیږدوي، خو باید په یاد ولرو چې د ادبي اثارو په ښننه کې له بېلابېلو میتودونو څخه د استفادې روش ته میلان زیات دی.
اخځلیکونه:
محمدصدیق روهي، د پښتو ادبیاتو تاریخ، ۱۳۷۸، ۳۸-۴۲ مخونه
پښتو-پښتو تشریحي قاموس، لومړی ټوک، ډ علومو اکاډیمي، ۱۳۵۸، مخ۳۰
پښتو یوولسم ټولګی، ۱۳۹۱ ، مخ ۱
پر اسلامي نړي د بغداد د واکمنۍ وختونه،يوګ کینیډي، ژباړن: محقق ډاکټر نظام لدین کټوازی ،۱۳۹۹، مخ، ۱۶۴ -۱۸۹
پوهاند م. ا. زیار، پښتو ماناپوهنه، اسد دانش مطبعه، کابل، ۱۳۹۶ل ۲۰۱۷ز، مځ، ۲۲۱
صدیق الله رښتین، د ستورو چینې، لومړی ټوک، د لعل پاچا ازمون په زیار، ۱۳۹۸ ه ش
- Schulte-Sasse und R.Werner, Einführung in die Literaturwissenschaft, München, 1977, S.40
Heinz Ludgih Arnold und Volker Sinemus Hrsg, Grundüge der Lietratur- und Sprachwissenschaften, München, dtv, 1973, S.7
Wolfgang Kayser, Das Sprachliche Kunstwerk, Tübingen und Basel, 1992, S. 14.
Antje Kelle, Deusch : Texte analysieren und interpretieren, Mentor Verlag München, 1998, S. 19.
FERDINAND DE SAU SSURE, COURSE IN GENERAL LINGUISTICS, Translated from the French by WADE BASKIN, NeYork, 1959, P. 24.
Bahram Behin, Aspects of the role of language in creating the literary effects. A thesis towards the degree of Doctor of Philosophy, Department of Linguistics, University of Adelsaide, May 1997, P.49-52.
Antj Kelle, Ebda, S. 16.
Thomas Eicher und Volkwe Wienann (Hrsg.), Arbeitsbuch: Literaturwissenschaft, 2. Auflage, Paderborn, 1997, S. 21.
Jurgen Link, Literaturwissenschaftliche Grundbegriffe, 6. Auflage, München, 1997, S. 53.
http://www.uv.es/ holzinge/
J.Schulte-Sasse R.Werner, Einführung in die Literaturwissenschaft, München, 1977, S.64
Heinz Ludwig Arnold und Heinrich Detering, Ebda, S.1
George Klaus/Manfered Buhr: Philosophische Wörterbuch, Leipzig 1970, Bd.2.S.1169.
Schklosky, V. 1919 (eng.translation, B.Shar, theory of prose, 1990.
Miltos Pechlivanos et al, Hrsg. Einführung in die Literaturwissenschaft, Metzler Verlag, Stuttgart, 1995, S.2
Maren – Grisebach, Tübingen, 1970, S. 7.