لیکوال: عبدالرشید سعادت
ورځ تر بلې علوم پراخېږي دا د علومو پراخیدل د پوهانو د هڅو او زیار له برکته دي، که دغه پوهان نه وي نو موږ به د نویو شیانو څخه خبر نه شو او نه به د ورځنۍ پرمختللې تکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړلی شو، همدا د پوهانو د هڅو او څېړنو برکت دی چې موږ نن د ډېرو شیانو سره بلد شویو یو، که دغه پوهانو هڅې کړې نه وې نو موږ اوس هم د اروپا د خلکو په شان چې یو قرن یې په تورو شپو کې ژوند وکړ او د نوي ژوند او عصري شیانو څخه محروم وو پاتې شوي وو.
دلته خبره د لیکوالۍ او شاعرۍ په بڼ کې د هنر او شخصیت پالنه ده، چې په دې بڼ کې اوسیدونکي هنر خوښوي او هڅوي یې که شخصیت یې پالي. په ورځني ژوند کې یو کس باید یو کتاب مطالعه کړي، یو نوی فلم وګوري، د یوې ښې منظرې ننداره وکړي او یا یو ښه انځور وګوري تر څو یې دنیوي مسایل هغه احساسات چې خدای ج ورکړي دي له منځه یونه سي او د خوند اخیستلو غوده یې ضعیفه نه کړي، دا ټول کارونه موږ ته هنر راکوي.
د هنر په باب کې موږ یو څه بحث وکړو نو بده به وي، هنر هغه پدیده ده چې موږ ته د دې توان راکوي، تر څو خپل ځان نورو ته بیان کړو، زموږ احساسات په خوځښت راولي، د ذهن مړو برخو ته مو خوځون ورکوي او راويښوي یې، په ژوند کې به داسې ورځې کمې راشي چې موږ د هنري کار او یا هنر سره مخ نه شو، که چېرته یو کس د رنګ په بوتل کې یو تار ښکته کړي او له یو څه ځنډ وروسته یې بېرته راپورته کړي دغه د رنګ چټل تار پر دېواله وولي او په دېوال کې یو ګل جوړ کړي که دغه کړنه بیا تکرار کړي نو بیا به د پخوا غوندې په دېوال کې ګل جوړ نه شي که په بیا بیا یې هم تکرار کړي کومه ښه پایله به ورنه کړي، دغه شو هنر چې په تجرته ولاړ نه وي.
لیکوالي او شاعري هم په هنر کې راځي یو وخت مې د سالنګ کلینر قبر اړوند لنډه کیسه ولیکله د څنګ ملګري ته مې وویله د هغه خوښه شوه او زه یې تشویق کړم؛ خو هېڅ مې پام نه و چې کیسه راڅخه پاکه شوه بیا چې مې هر څومره هڅه وکړه هغه الفاظ مې پیدا نه کړل چې په لومړي وار مې کارولي وو. هغه د غضنفر صیب خبره ریښتیا ده ((چې د لیکوالۍ پر وخت الفاظ ښه ذهن ته درځي او دغه الفاظ یاغي وي که دې په چوکاټ کې بند کړل ښه او که دې بند نه کړل نو بیا در څخه تښتي او بیا یې نه شې رانیولی)) پر ما همداسې وشول که موږ دغه تجربې ته وګورو نو لیکوالي هم په هنر کې راتللی شي او شاعري هم همداسې ده یو شاعر د یوې موضوع اړوند شعر لیکي که هغه شعر ترې پاک او یا ورک شي، که هر څومره هڅه وکړي داسې شعر نه شي لیکلي.
زه چې ډېری وخت لیکوالانو او استادانو سره ناست یم دوی د یو چا په هنر غږېږي خو له هنر څخه د هغه شخصیت ته ډېر ارزښت ورکوي، په اصل کې موږ باید د یو لیکوال هنر وڅېړو نه شخصیت ځکه موږ د هغه له هنر څخه خوند اخلو او په درد مو خوري، شخصیت ته یې باید دومره پام ونه کړو، که چېرته د لیکوال شخصیت ته وګورو او ارزښت ورکړو نو په دې کړنې سره به مو د هنر مزي وشلېږي او د وختونو په تیریدو سره به هنر راڅخه ورک شي، بیا به موږ په شخصیتونو څه کوو چې ښه اثار او شعرونه ونه لرو.
زموږ په ټولنه کې د یو چا هنر دومره نه پالل کېږي لکه شخصیت دا د هنر او په ټوله کې د لیکوالۍ او شاعرۍ سره ظلم دی چې موږ د یو چا په شخصیت کې دومره ورک شو او هنر یې راڅخه هېر شي، پورته مې هم نغوته وکړه چې په دې کړنې سره به مو د هنر مزي وشلېږي او د لږ وخت په تیریدو سره به له منځه لاړ شي. کله چې یو لیکوال ته جایزه ورکول کېږي که هغه نوبل جایزه او یا بله کومه جایزه وي د جایزې ورکولو څخه مخکې لومړی د هغه هنر په ټولنه کې څېړل کېږي چې په خلکو یې څومره اغېز کړی دی، شخصیت سره یې څوک کار نه لري او نه ارزښت ورکوي. له یاده دې وتلې نه وي چې زموږ په ټولنه کې جایزې هم شخصتونو ته ورکول کېږي، په ۱۴۰۰کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نویو چاپ شوو ناولونو او شعري ټولګو ته جایزې ورکولې کوم کسان چې یې د جایزې وړ ګڼلي وو هغوی هنر د جایزې وړ نه و بلکې شخصیتونه یې په پام کې ورته نیولي وو. موږ هم باید په ټولنه کې د لیکوال یا شاعر او بل هنرمند هنر ته ارزښت ورکړو شخصیت پسې یې ونه ګرځو، که مو دا کار وکړ نو د وخت په تیریدو سره به مو هغه لیکوال یا شاعر دومره لوړ کړی وي، چې بیا راښکته کول به یې د لیکوالۍ او شاعرۍ بڼ خراب کړي.
ډېری کسان چې لیکوالي کوي لوستونکي د هغه شخصیت ته ارزښت ورکوي کله چې هغه خپل ځان د لوستونکو په هېنداره کې وویني نو بیا آسمان ته وخېژي او خپل هنر هېر کړي، که دا کس هر څومره غلط او بې کاره شی ټولنې ته وړاندې کړي نو د ده لوستونکي د ده په شخصیت کې ورک وي په چک چکو یې بدرګه کوي. کله چې په کوم ځای کې مشاعر وي نو هغه شاعر ډېر ستایل کېږي چې هغه په دې مشاعر کې ناست کسان پېژني، فرید باراني په یوه لیکنه کې لیکلي وو:((یو وخت مشاعرې ته لاړم کله چې شاعران دریځ ته پورته کیدل داسې ګډې وډې یې ویلې او ټولو به خولې جینګې ورته نیولې وې او په چک چکو به یې بدرګه کول، زه هم دریځ ته لاړم شعر مې ولوسته هېڅ څوک مې ونه لیدل چې زما شعر ته یې چک چک کړی وي، ما هم ورته وویل چې په اصل کې تاسې په شعر نه پوهېږئ)) که د باراني صیب دې لیکنې ته پام وکړو په دې مشاعره کې کسان په شعر پوهیدل خو دوی یوه ناروغي لرله چې د شاعر په شخصیت پالنه کې ورک وو.
زما بحث دلته د لیکوالۍ او شاعرۍ په ډګر کې د هنر او شخصیت پالنه ده، زه داسې ډېر لیکوالان او شاعران پېژنم او اثار مې ورته لوستلي دي، چې اثار یې په لوستلو نه ارزي خو شخصیت پاله لوستونکو د هغه د هنر سره ظلم کړی دی او شخصیت یې په ټولنه کې ورته پورته کړی او هنر یې ورته هېر کړی دی. زه چې ډېری وخت په فېسبوک کې د لیکوالانو لیکنې، داستانونه او د شاعرانو شعرونه لولم ډېر داسې لیکوالان وینم چې کیسه یا لیکنه به یې په لوستو نه ارزي همداسې شاعر هم؛ خو تر زرو ډېر کمنټونه یا څرګندونې به یې خوړلې وي او هغه به په کې بد رقم ستایل شوی وي، که چېرته دغه ونه ستایل شي او په هنر یې نقد وشي په راتلونکي کې به کره اثار وپنځوي او د ټولنې په درد به وخوري او هم به لوستونکي خوند ترې واخلي.
د داسې کسانو شخصیت چې وپالل شي نو بیا هغوی د هنر په کیسه کې هم نه کېږي هغه د شهرت دومره تږی شي چې هر ورځ هر څه ولیکي بیا یې خپاره کړي وي او شخصیت پاله لوستونکي یې ستايي. په ټوله کې موږ باید د یو لیکوال، شاعر او هنرمند هنر مطالعه کړو که د نقد وړ و نقد پرې وکړو او که د نقد وړ نه و ویې ستایو دا به مو له هنرمند، لیکوال او شاعر سره ښېګڼه کړې وي او هم به مو په خپل څانګه کې د هنر برخې ته خدمت کړی وي. هېڅ وخت موږ باید د یو چا شخصیت د هغه د هنر پر ځای ونه ستایو او یا یې ډېر ونه پالو ځکه دا کار د ادب یا بلې څانګې او هنر پر وړاندې ښکاره تېروتنه او ظلم دی، د ښو داستانونو او شعرونو د پنځیدو مه هم ډب کوو.
محترم سعادت صاحب ښه ټکی ته وضاحت ورکړی لکه چي په همدی اړه قرانکریم فرمایی؛مفهوم
د ایت شریف دادی، مه وایه چي څوک وایی خو وګوره چي څه وایی ؟