پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهپاکستان د بند مودې له پوره کیدو سره بیا هم افغان بندیانې...

پاکستان د بند مودې له پوره کیدو سره بیا هم افغان بندیانې نه دي خوشې کړي

تاند:( دوشنبه، د جدي دولسمه) ‏‏‏‏‏‏له پاکستان څخه راپورونه وايي، چې د دغه هېواد په کراچۍ ښار لسګونه بندي افغان مېرمنې د بند مودې له پوره کیدو سره لا هم نه دي خوشې شوي.

پاکستاني چارواکو ويلي وو، چې په دغه ښار کې يې ۱۲۰۰ افغانان د نا قانونه ورتلو په تور بنديان کړي.

په دغو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې خپرو شويو عکسونو ېې د ملګرو ملتونو او افغانانو نیوکې رامنځته کړي دي.

يو شمېر بندي مېرمنو رسنيو ته ويلي، چې د بند مودې له پای ته رسېدو وروسته ېې هم پاکستاني چارواکي نه خوشې کوي.

 د کراچۍ پوليس چارواکي وايي، چې ژر به یو شمېر دغه بندي کډوال له بنده خوشې او افغانستان ته ولېږدوي.

د ټولنیزو رسنیو فعالانو د پاکستان په کراچۍ ښار کې د بندي افغان ماشومانو او مېرمنو پر خپرو شويو عکسونو خواشيني ښودلې او طالبانو ته په خطاب کې ېې ویلي، چې د افراطي ګامونو له کبله د افغانانو د ذلیله کیدو مسوول دي.

په پاکستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت بيا په دې اړه د خپلو هڅو خبر ورکړی او د پاکستان حکومت یې د یادو بنديانو د خوشې کولو د ژمنې په نه عملي کولو تورن کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب