جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+دا ملت اخر د چا د ګناه بار وړي؟ | سراج احمد...

دا ملت اخر د چا د ګناه بار وړي؟ | سراج احمد حبیبي

زموږ په دې دردېدلي او کړېدلي ملت دې نور خدای تعالی رحم وکړي، هر ځل چې پکې نظام بدل شوی دی، د وجود پخوانی پوستکی ترې ویستل شوی او د نوي نظام د طبعیت مطابق پوستکی پرې راکش شوی دی.

سلطان محمود غزنوي به پرې یو ځل د هند بوتان مات کړل او بیا به یې د دوی پر ژبو او شونډو سکروټې کېښودې چې رازونه افشا نه کړي.

احمدشاه بابا به له دې ځای نه روان کړل او د هند او پنجاب فتحې به یې ورباندې کولې، کله به چې دا خبُث الخبایث هېوادونه د زرګونو وطنوالو د سرونو په منارونو فتح شول، بیا به له یوې میاشتې وروسته خپله د احمدشاه بابا زړه پکې تنګ شو او دا شعر به یې زمزمه کړ:

د ډهلي تخت هېرومه چې را یاد کړم

زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه

مغول، صفویان، عربان او انګرېزان هم چې راغلل، زموږ د ملت له سرونو نه یې منارونه او له وینو نه یې سېلابونه جوړ کړل.

روسان او د هغوی پلوی نظام چې راغی، ملت یې ټول د مارکس او لېنن په نظریاتو برابر کړ او د هر چا وجود ته یې د کور، کالي، ډوډۍ شعار ور پیچکاري کړ. د دغه کور، کالي، ډوډۍ شعار د تحقق لپاره یې زموږ ځینې وطنوال آن پر خپل ناموس سودا کولو ته مجبور کړل او ځینې یې یا د تورو تمبو شاته واچول او یا یې داسې ورک کړل چې تر ننه یې مړي هم چا پیدا نه شوای کړای.

ورپسې د خدای د لارې د لارویانو او مجاهدینو نوبت راورسېد او پر دې ملت یې داسې ناتار جوړ کړ، چې په روسانو، انګرېزانو او مغلو خلکو شکر وکیښ، له ښځو نه یې تي پرې کړل او آن له هلکانو سره خو یې لا نکاح ګانې وتړلې.

د دوی ټغر هم ډېر ژر د خدای تعالی د استازو د وارثینو له خوا ټول شو، خو هېواد ورسره د ابادۍ پر ځای یوه بل بحران ته ولاړ. پر نجونو او ښځو د کار او زده کړو بندیزونه ولګېدل او ملت یو ځل بيا د درملنې، تلیفون کولو او د ژوند د نورو اسانتیاوو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته محتاج شو.

له دوی نه هم ډېر ژر واک د نړۍ تر ټولو د شریر او ظالم هېواد امریکا او د هغه د پلویانو لاس ته ولوېده او پر ملت یې داسې غوبل جوړ کړ؛ چې نه جومات، نه مدرسه، نه ښوونځی او نه پوهنتون ترې روغ پاتې شول. دا تعلیمي مرکزونه یې ځینې فزیکي ټوټه ټوټه کړل او ځینې یې په معنوي لحاظ د ملت له دین او آیین نه پردي کړل. دغه راز یې د دې مظلوم ملت هر در او دېوار داسې په وینو ولړل چې د ظلم او ستم ساری به یې د نړۍ پر بل هیڅ ملت نه وي تېر شوی.

د دوی د همدغو ظلمونو او فسادونو په نتیجه کې د اوسني نظام راتګ ته لاره هواره شوه، کله چې دا نظام راغی، په لومړیو کې یې ملت د یو څه وخت لپاره د آرام ساه واخیسته او یو ځل بیا یې د یوه آرامه او سوکاله ژوند لپاره هیلې په زړونو کې راوټوکېده؛ خو په دې وروستیو کې ځینې داسې تصمیمونه ترې ونیول شول، چې د دوی او ملت ترمنځ یې فاصله له متر څخه کیلو مترونو ته ورسوله. د نجونو او ښځو پر مخ یې د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې وتړلې او له کار کولو څخه یې محرومې کړلې او په همدې ډول یې په ډېرو برخو کې پر نارینه وو هم د ژوند کړۍ راتنګه کړې ده.

اوس پوښتنه دا ده چې تر څه وخته پورې به دا مظلوم او دردېدلی ملت داسې د نظامونو د تغییر قرباني وي!!!؟؟؟

 هغه د استاد فضل ولي ناګار خبره:

دا ملت آخر د چا د ګناه بار وي

هر ساه چې په توبه او استغفار وي

رښتیا څه جرم ختلی پر دې خلکو

چې پر سر باندې د خپل پردي ګذار وړي

4 COMMENTS

    • ستونزه په اسلام کې نه ده، بلکې په هغه غلط برداشت کې ده، چې موږ یې له اسلام نه کوو، اسلام هیڅکله د علم مخالفت نه دی کړی، بلکې لا یې د علم د ترویج لپاره خپل غږ اوچت کړی دی. دا موږ یو چې په اسلام ځان پوهوو، خو سر پرې ورکوو.

  1. هو، دا بار د ګناه به نور هم درندیږی که د ملت او امت جوړونی لپاره کار ونشی؛ ګوری، انحضرت صلی الله علیه و سلم پدی مامور شوی وو چي امت جوړ کړی نه یوازی عرب یا قریش ۰
    په هغه صورت کی چي موږ د ځان جوړونی یا خښته د ټولنی،ملت او اُمت باندی کار ونکړو په قومی ،حزبی او جاهلی تعصباتو ملت نشی جوړیدای، موږ که همدا تیره نیمه پیړۍ کی حکومتونه وڅیړو، بیا بالاخص تیر دیرش کلونه ، ملت جوړونی ته هیڅ کار ندی شوی ، حکومتونه په قومی،حزبی یانورو جاهلی تعصباتو په بنیاد جوړ شوی چی اکثراََ برخی ، د حکام لپاره منحیث نماینده اقوام مطرح وی ؛نتیجتاََ غلا ،غصب،رشوت ،اختطاف او د بیت المال د تالان مسابقه باندی یی سر وخوړ ، خو که بیا
    دغسی باطل د جهالت او غلو ویش په نامه د افراد مطرح او سر شناس، ادوار جهالت و پستی بیا
    مطرح نشی والله اعلم ۰
    خو اوس هم د ملت جوړونی لپاره څه نلرو؛ ملت په ښوونه او روزنه جوړیږی ، رسول الله ص فرمایی ـ اِنمابعثت معلماٙٙ او اِنما بعثتُ لاتمم مکارم الاخلاق۰
    مع الاسف په تعلیم کی اخلال او کار د ملت ،اهل ته یی نه سپارل هغه اساسی عوامل دی چي د حکامو د ګناه بار نور هم ثقل ته یی افزایش ورکوی او ملت د تباهۍ کندی ته عمیقاََ غورځوی ۰

    • بالکل ډاکټر صاحب محترم، ډېرو ښو او په زړه پورې نقطو ته مو نغوته کړې ده، واقیعاً د افغانستان مشکل همدا دی، چې حکمتونه یې یو واحد ملت نه شي جوړولای. زموږ دغه منفي نقطه اوس نړیوالو هم درک کړې ده، جیوبایډن په یوه کنفرانس کې ونه ویل چې افغانستان یو واحد ملت نه دی او موږ افغانستان ته د ملت سازۍ لپاره نه ؤ تللي!؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب