دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته د ملا یعقوب غبرګون؛ افغانستان بې صاحبه نه دی، چې...

پاکستان ته د ملا یعقوب غبرګون؛ افغانستان بې صاحبه نه دی، چې برید پرې وکړئ

تاند:( دوشنبه، د جدي دولسمه) ‏‏‏‏‏‏د طالبانو د حاکمې ادارې د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په یوه اعلامیه کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هغه خبرداري ته غبرگون ښودلی، چې وايي پر افغانستان به د پاکستاني طالبانو تحريک د ځپلو لپاره بریدونه وکړي.

د‌ طالبانو د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:«افغانستان بې صاحبه نه دی، دفاع وزارت د تل په څېر د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع ته چمتو دی او د خپل هیواد په دفاع کې ترهرچا ښه تجربه لري.»

د طالبانو دفاع وزارت په افغانستان کې د TTP د شتون ادعا بې اساسه او د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکي بللې دي.

سرچینه زیاتوي سره له دې چې د TTP مرکزونه په پاکستان کې دي، د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې د افغانستان او پاکستان اړیکو ته زیان رسوي.

د افغانستان او پاکستان د اړیکو کارپوه سمیع یوسفزی بيا باور لري، چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د ځپلو په نوم د پاکستان عمليات به دغه هېواد ته پايلې ونه لري.

د نوموړي په باور، افغانان به له طالبانو څخه د ټولو نارضایتو سره بیا هم د پاکستان خلاف طالبانو سره ودريږي او طالبان به نور د پاکستان بریدونه بې ځوابه پرې نه ږدي.

د طالبانو ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو له واکمنيدو سره، دغه هېواد د پاکستاني طالبانو د ځپلو په پلمه په خوست او کونړ ولايتونو کې پر افغان خاورې هوايي بریدونه وکړل او هم ېې په پکتیکا کې د یو شمېر پاکستاني طالب قومندانانو د وژلو بې تفصيله خبر ورکړ.

10 COMMENTS

  1. دې الله نه ستاسو ته کامیابې غواړو زه هر په هر هغه افغان ویاړم او افتخار پرې کوم چې دې افغان خاوره خپل ناموس بولې او په دریغه ترې دفاع کوې شخصآ زما له امیر لوطې هیبت څخه نفرت راځې خو لکه ځوان عمر یعقوب خان نه له زړه نه دفاع کوم او په وطن مجاهد ته له الله نه کامیابی غواړم. هر حال کی مونږې دې بی عزته پاکستان په مقابل کښې له خپل وطن او ځوان عمر نه دفاع کو

  2. پاکستان ته د ملا یعقوب غبرګون؛ افغانستان بې صاحبه نه دی، چې برید پرې وکړئ.

    جار شم ابدالی ملا یعقوب
    ډیر ښه په دغه نره خبره، افغانان در باندی ویاړی.

  3. دمیرویس نیکه ، احمدشاه بابا ، امان الله خان لمسیه
    الله دي ژوندی لره . دافغانانو ویاړ یې . یقیناً دافغانستان ددې مکار دښمن پرخلاف به ټول ملت ستاسره ودریګي.

  4. تر څو چی د انګریز « ژئو پولیتیک » مو نه وی پیژندلی نو همیشه به د « زرګری جګړو » په جادو او سحر مسحور اوسو او هر مرموز کس به د نجات فرشته ګڼو.

    • داسه څه شی دی ؟
      که دا هدف لږ واضح کړل شي فکرکوم ډير لوستوونکی به ترې مستفید کړل شي.

  5. ښاغلی غ. حضرت صیب ته سلامونه:
    ګرانه وروره ستاسی تبصری ځما خوښی دی او تل یی لوستونکی یم.
    مګر په دغه تبصره کی در سره موافق نه یم. ځکه د یوی خوا زیاتره تکراری لغاتونه لکه د زرګری جګړه، جادو، سحر، فرشته او ژئوپلیتیک یا سیاسی جغرافیه په کی استعمالوی. چه ستاسی په پخوانیو تبصرو کی هم زښته استعمال شویده.

    بل داچه ځینی تبصری منفی خواته وړی چه د دغی څخه پنجابی دشمن استفاده کوی مثلآ ژئوپلیتیک چه زما په فکر معنی یی ده( سیاسی جغرافیه، خلک، اوبه، کانونه او نور بین المللی قوانین چه د ځمکی د لانجو په هکله دی) استعمالوی.

    آیا دا به سمه او منطیقی وی چه مونږ او تاسو افغانان د وطن ځینیو افتخاراتو او اشخاصو ته د مرموز په شکل وګورو او یا دغه کلیمه ورته استعمال کړو؟

    سمه ده ځینی مرموزی کړۍ او امتحان شوی ناکامه څیری شته چه ټولو افغانانو پیژندلی دی مګر د وطن ځینی باتور اشخاص هم شته.

    زه دطالیبانو، کرزی، غنی، تنظیمی او چپی ګوندونو که نه وم او نه ورسره علاقه لرم. خو نن می د ښاغلی ملا یعقوب ملګرتیا ځکه وکړله چه په څو کرتی یی پنجابیستان ته د یو ویښ او باتور افغان ځواب ورکړو په تیره بیا همدا نن یی ښه سخت ځواب ورکړه.
    همداسی می شهید محمد داود خان ډیر خوښ دی ځکه مشرانو راته تاریخ بیان کړیدی چه د پاکستان ضد ویاړلی څیره وه.

    اصلی خبره:
    مونږ باید د افغانستان د ګټو او افغانیت په خاطر پنجابی تورمخی وزير رانا ثناالله کبرجنو خبرو ته خپل افغان ټیټ ونه ښایو ولو که زما او ستا خدای مکړه دښمن هم وی.
    بله خبره د انګریز ژئو پولیتیک زړو او له مینځه تللو نقشو او د بلاول پوټو اوسنیو امریکایی سایکولوژیکی او ډار اچونکو خبرو پسی مه ګرځه. پاکستان د لسو ورځو ګوریلایی جګړو پیسی او طاقت نلری.
    تبصره را څخه اوږده شوه، خدای دی وکړی چه په غصه راته نشی.
    په ورورولی او درناوی

    ولی؟

  6. سلام غلام حضرت خان په لیکنو کی دې ځان لګ لوړ او پوه شخصیت شی مګر دا به ستاته شه ئکارې په بعضی مسایلو کی له دې نه چی دافغان زوریدلی ملت په زخم مالګه ودوړه ویې که چپه خوله پاتی شی بهتر به ویې

  7. دزمری زوی زمری وی ستا میړانه به په تاریخ کی ثبت شی که چیری پانجاپ دځان ورکه غواړی نو بیا داصلی افغانانو ګوزار ته ټینګ شی اوس دا خاوره دابدالی د زامنو تر واک لاندی ده هر غلیم ته به غاښ مانونکی ځواب ووایی تر اټک زموږ خاوره ده او ها خوا هندوستان دی

  8. ټول خبر دی چی په تیر کی هم پنجاب پوځ په کنړ باندی راکټی بریدونه کړی او همدارنګه یی په تیر کی په کنړ او خوست کی بمبار کړی مګر دا ټولو ته معلومه ده چی افغانان بی وسه دی د ملایعقوب پر ځای باید وزیر د داخلی طالبانو او ملاهیبت الله هم یو بیان ورکړی ترڅو ولس پوه شوی چی بی له دفاع وزیره ټول چارواکی د پآکستان هر خبری ته ځواب لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب