دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهملا حنفي: ستونزې په تفاهم حلوو، نړيوال دې بشري مرستې نه دروي

ملا حنفي: ستونزې په تفاهم حلوو، نړيوال دې بشري مرستې نه دروي

تاند:( یکشنبه، د جدي یوولسمه) ‏‏‏‏‏د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مرستیال مارکوس پوتزل په مشرۍ د ملګرو ملتونو پلاوي سره ليدلي.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، په دې کتنه کې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي ځانګړي سلاکار، د OCHA رئیس، د اکبر موسسې مرستیال او د NECDO دفتر مسئول هم برخه لرله.

سرچینه زیاتوي په دې لیدنه کې مارکوس پوتزل د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړلو او په کورنیو او بهرنیو موسسو کې له کار څخه د ښځو منع کولو په اړه خپله اندېښنه څرګنده او په دې تصمیم د بیاکتنې غوښتنه وکړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مرستیال دې ته په اشارې چې ۲۸ میلیونه افغانان عاجلو بین المللي مرستو ته اړتیا لري وویل، د دې وضعیت دوام د دې لامل کېږي، چې بین المللي ټولنه له افغانستان سره پخپلو بشري مرستو بیاکتنه وکړي.

 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي ځانګړي سلاکار وویل، په نوي زیږدیز کال کې د افغانستان لپاره له مرستندویه هیوادونو څخه د ۴٫۵ میلیارد ډالرو مرستو غوښتنه شوې او د دغو محدودیتونو دوام به د دې مرستو ترلاسه کول ناممکن کړي.

د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستیال مولوي حنفي له افغانستان سره د ملګرو ملتونو له مرستو د مننې ترڅنګ ويلي، چې رامنځته شوې ستونزې باید د تفاهم له لارې حل شي.

هغه ویلي:«له افغانستان سره د بین المللي مرستو د قطع کېدو احتمال تر ډېره زموږ خلکو ته زیان رسوي او له دې کار څخه باید ډډه وشي.»

‏د حنفي په ويناح بین المللي ټولنه باید د افغانستان د خلکو دود او عنعنات په پام کې ونیسي.

دغه طالب مقام زياته کړې، چې د دوی اداره د بین المللي سازمانونو کار او فعالیت ته د لا غوره شرایطو رامنځته کولو ته ژمن دی.

دا لیدنه او څرګندونې په داسې حال کې دي، چې شاوخوا یو نیم سل نړیوالو ادارو د طالبانو له لوري په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بنديز له امله په افغانستان کې خپل فعاليتونه ودرول.

د طالبانو د حاکمې ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې له نادولتي موسسو څخه ېې د ښځينه کارکوونکو په اړه« خطرناک راپورونه» تر لاسه کړي.

هغه په یوه مرکه کې تور پورې کړی، چې له همدې امله د طالبانو ادارې په نادولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو کار کول منع کړل.

ذبيح الله مجاهد ونه ويل، چې دغه« خطرناک راپورونه» څه او په کومو مستندو اسنادو متکي دي ؟

د طالبانو منتقدین دوی له ښځو سره په پراخ جنسيتي تبعيض تورنوي او وايي په دې برخه کې له هر ډول نفرت، دروغو او حتا ملي عزت ته له سپکاوي کار اخلي او افغانې ښځې او پت ېې د پردو په اشاره او خپله عقده بدناموي.

1 COMMENT

  1. ملا حنفی د تفاهم خبره کړی کوم چي طالب ورسره عادت ندی،خو اول ذیحق د تفاهم د خپل ملت علما ، متخصصین او اهل د مشوری دی،نه پوهیږم ولی په مومن ملت اعتماد نشته حال دا چي
    موږ په شرعی او علمی معیار برابر په زرهاوو علما او متخصصین لرو، کار مو ځان اوملت ته خپله سخت کړی،جاهلی تعصبات،د ملت او امت علمی او شرعی وړاندیزو ته غوږ نه نیول او حتی سپک
    کتل ؛دا ټول دا ثابتوی چي د ملت امانات ،اهل ته یی ندی سپارل شوی ورنه تعمیر،ترمیم او اصلاح
    اسانه ،ارزانه او دینی روح سره هماهنګی لری،ځکه اسلام د اصلاح او سړیتوب یا انسانیت او رفاه دین دی ، نه دا چی په یو یا دوه فیصده نیمګړتیا باندی یو لوی ،حیاتی او ملی ضرورت باندی سترګی
    پټی او انسانیت تر سوال لاندی واقع کړی شی لکه د تعلیم دروازی تړل ، ملی ستر امانات اهل ته یی
    نه سپارل او قصداََ د اسلامی ،علمی او انسانی معیارو خلاف نیمه باسوادو ته درانه امانات تحفه کول د اسلام اوملت د ژوند سره د کرٙک بازی په سویه لوبه ښکاری او دا خپله دا ثابتوی چي دا حکام ،دا بار د امانت منزل مقصود ته رسولی نشی ،ساتنه او رسونه یی ابعد ثابته شوه ۰
    طالب که کوم متخصص لری ،هغه باید مشاور یا ناظر واوسی،هره کاسه کی سرغوټی،هر کار سره کار
    پیدا کول او هر چیری اخلال د مومن عاقل انسان کار ندی او که اهل الذکر ته مراجعه ونشی د خادم حکومت او اداری جوړول به نا ممکن او ملت ستړی او خلک به زندانونو ،سرحدونو او بحرونو کی سا
    ورکوی خو پهلوان زنده خوش است۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب