دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د ملي سرود شاعر ط-انو سره د غرب مېشتو کار...

د افغانستان د ملي سرود شاعر ط-انو سره د غرب مېشتو کار «شرمونکی» وباله

تاند:( یکشنبه، د جدي یوولسمه) ‏‏‏د افغانستان د ملي سرود شاعر او د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزير عبدالباري جهاني په یوه توند غبرګون کې د طالبانو ادارې سره د غرب مېشتو په کار کولو توندې نيوکې کړي دي.

ښاغلی جهاني وايي‏ که تعلیمیافته کسان له طالبانو سره د یوې ګولې ډوډۍ لپاره کارکوي ملامت نه دي.

 هغه وړاندې زياتوي:«فاروق اعظم ته دا شرم بس دی چی د علم او ترقۍ له دښمن حکومت سره مشاور دی. په داسی حال کی چې خویندو او لوڼو یې په بهر کې تحصیلات کړي او د فرنګي په ملک کې لوڅ مخونه ګرځي.»

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم بيا نوموړي ته په ځواب کې لیکلي:«. معلومیږی د وطن د حالاتو خراب خبرونه ډیر دررسیږی. زه نه وایم دلته هرڅه ګل و ګلزار دي. خو مثبت نکات تر منفي ډیر او بارز دي. بل دا چې تاسې زما مشورې چی امارت ته یې ورکوم نه دي اورېدلي. که نه، اوس به مو دعا راته کولای. امارت کی پیسه نشته، هدف سختو شرایطو کې خدمت دی.»

د ټولنيزو رسنيو ځينو طالب ضدو فعالانو په دې ترڅ کې د عبدالباري جهاني او طالب پلوو د ډاکټر فاروق اعظم د څرګندونو ملاتړ کړی دی.

طالبانو په وروستيو کې پوهنتونونو ته د نجونو ورتګ او دغه راز په نادولتي موسسو کې د ښځو کار منع کړ، چې توند غبرګونونه ېې وپارول.

په وروستیو کې د طالبانو يوه سرسخت مدافع پوهاند روستار تره کي هم پر طالبانو د افراطي اقداماتو په خاطر نیوکې وکړې او ویې ویل چې د طالبانو لوستي پلويان به نور د دې ډلې ملاتړ ونه کړي.

پوهاند تره کی: طالبانو په وروستۍ پرېکړه د تعلیم یافته شخصیتونو ملاتړ له لاسه وکړ

3 COMMENTS

  1. تاندوال ماته بی پری او بی غرضه اداره نده ځکه ځما تبصره مو د جهانی په باره کی د یو ساعت څخه وروسته کټ کړیده.

    که چیرته ځما تبصره د افغانستان د ملی ګټو سره خدای مکړه په تضاد کی وی، نو راته واضیح یی کړی او که نه وی، نو بیا کیدایشی ستاسی پاڼه او اداره د وطن د ملی ګټو سره په تضاد کی وی او هم بی پری ونه اوسي.

    ستاسی د ځواب په انتظار

  2. زما په نظر همدغه لوستو او روشنفکرو دا یو پیړی خصوصأ دا څلویښت کاله دا غوبل پدی وطن کی جوړ کړیدی هر پردی ډول ته ښه مست او کرسکی ډانس او دشخصی ګټو لپاره ملی ګټی له منځه وړی دی له هر بهرنی هیواد سره دملی ګټو پر سر تعامل کړی دی چی اوس بهرنیان یو قسم روګدی شوی دی یعنی دوی فکر کوی چی هر څه چی موږ وایو نو افغانان یی باید ومنی

  3. vروستار ترکی پوهاند رتبه نلری. د هغه تحصیلی درجه (دوکتور سیاسی علوم ) ده، مګر علمی رتبه یی پوهندوی دی. پوهاند هرهغه چاته نه ویل کیږی چی دپوهنتون استادوی ،یا یی سر سپین وی، یا دوکتورا ولری، بلکی د پوهاند رتبه ډیر نور شرایط او مراحل لری . ترڅو مو معلومات دقیق نه وی هیچاته په خپل سر رتبه، لقب، اعزازی مرتبه او نور مه استعمالوئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب