جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهشک/اجمل پسرلی

شک/اجمل پسرلی

پولیسو روغتون ته ورغوښتی وم. دوی جسد موندلی و. درې ورځې مخکې زما ملګری  وروسته تر دې د کډوالو له کمپه ورک شو چې له صومالیایانو سره مو نښته وکړه.

کله چې د روغتون تلخوني ته ورښکته شوم، غونې مې زیږه شول. کم رنګه څراغونه لګیدلي وو، چت ټیټ و  شاوخوا دوه نیم متره، مځکه ښویه نه وه، دهلیز دومره نری و چې پولیس تر ما مخته شو زه ورپسې. د دهلیز په پای کې پولیس په یوناني ژبه له ډاکټر سره  ورو ورو خبرې وکړې، بیا یې ماته په څټ راوکتل. پسې ورغلم. یوې کوټې ته ننوتو، سپین رنګه نیون څراغونه پکې لګیدلي وو، هوا یې یخه وه. د کوټې په سر کې لږ په لوړه پر تخت جسد پروت و. د یوې پښې ګوتې یې تیرې بیرې غوندې ښکاریدې لکه څوک چې غزونې کوي، تلی یې پورته هوار معلومیده خو پوندې یې ګونځې کړې وې. د بلې پښې د تلي مخه هغه کاغذ نیولی وه چې پر بټې ګوتې یې په تار راځوړند و، یوه شمیره هم پرې لیکل شوې وه.

پولیس د جسد سر ته ودرید، اشاره یې وکړه چې ورشم. لکه ساه چې مې تر تلې ختلې وي. ګام مې نه شوای اخیستلی. پښې مې راپسې وڅکولې. ډاکټر د جسد پرمخ هوار پلاستیک پورته کړ. ما سترګې پټې کړې. پولیس سړه ساه وایسته، ما احساس وکړ لکه د دې جسد چې همدا شیبه ساه وخته. کلیمه مې تیره کړه. پولیس ته مې سر وخوځاوه. ډاکټر پلاستیک د جسد پر سر کش کړ.

پولیس په لاره کې هغه پوښتنه چې روغتون ته تر راتګ مخکې یې له ما کړې وه تکرار کړه:

-عبید الله  له کله له کمپه ورک شوی

-دریمه ده

پولیس ته مخابره راغله، مخابره یې خولې ته ونیوله. څه یې وویل، ماته یې مخ راواړاوه:

-که ضرورت و بیا به له تاسو پوښتنې وکړو.

زه د کډوالو د کمپ په دروازه ورننوتم. د دې کمپ شاوخوا جالۍ ګرځیدلې دي، چې ورننوځې لکه زندان ته چې ورځې. خو دا زندان له شوره ډک دی، دلته ټوله ورځ بحثونه دا وي چې کله به د اروپا شتمنو هیوادو ته اوړو؟ ولې راتلو؟ پردې هیوادونه له لرې ښه ښکارې….

پر اوږه  مې چا لاس کیښود، پورته غورځار شوم. افغان و:

څرنګه وارخطا شوې، پولیس څه کولې

-د عبیدالله پوښتنه یې کوله

-هغه به زه وایم اوس په جرمني کې چکري وهي

تر ژبې لاندې مې وویل:

« خدای دې وکړي…….. خو پوهیدم چې د هغه پیسې خلاصې شوې وې جرمني ته چا بیوی».

د روغتون جسد مې تر نظر تیر شو، سترګې یې د عبیدالله غوندې وې، خو پټې وې، خوله یې د ده په څير وه خو ماته وه، پوست یې زیړ و لکه کورکمن، عبیدالله سور سپين و….شاته مې مخ واړاوه د پولیسو موټر نه ښکاریده خو د هارن غږ یې و، پسې لرې کیده لرې کیده….لرې….کیده….

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب