جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهکابل کې چاودنې د یو تلویزون ۸ کارکوونکو ته مرګژوبله اړولې

کابل کې چاودنې د یو تلویزون ۸ کارکوونکو ته مرګژوبله اړولې

تاند، شنبه، د جوزا ۱۰ مه: په کابل کې د ماین چاودنې د یوه خصوصي تلویزیون دوه کارمندان وژلي او پنځه نور یې ژوبل کړي دي.

چاودنه نن ماسپښین د کابل د څلورمې حوزې د ګل سرخ په څلورلارې کې هغه مهال نږدې ګلدان کې شوې ده چې د خورشید تلویزون د عملې موټر له رخصتۍ وروسته د تېرېدو په حال کې و.

په وژل شویو کې د تلویزیون د اقتصادي څانګې یو خبریال او د تخنیک د برخې یو کارمند هم و.
دا له ۲۰۱۸ کال وروسته لوی برید دی چې په خبریالانو کېږي، خو تر اوسه یې چا مسوولیت نه دی اخیستی.

په هغه کال د کابل شش درک کې دوه پرله پسې چاودنو ۲۲ خبریالانو ته مرګژوبله واړوله.

افغانستان د نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره خطرناکو هیوادونو کې شمېرل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب