سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد کابل پوهنتون نوي رئیس رسما خپله دنده پیل کړه

د کابل پوهنتون نوي رئیس رسما خپله دنده پیل کړه

تاند، شنبه، د جوزا ۱۰ مه: د لوړو زده کړو وزارت وایي، محمد عثمان بابري د کابل پوهنتون د رئیس په توګه معرفي او دنده یې پیل کړه.

د هغه تر مخه حمیدالله فاروقي، د لوړو زده کړو په برخه کې د ولسمشر سلاکار او د کابل پوهنتون د رییس په توګه دنده ترسره کوله، خو اوس د لوړو زده کړو وزارت چارواکو اعلان وکړ چې محمد عثمان بابري ، د دغه وزارت پخوانی علمي مرستیال او اوسنی سلاکار ، د کابل پوهنتون نوی رییس ټاکل شوی دی.

وزارت د معلوماتو له مخې د دې تر څنګ یې د ترفیعاتو او استخدام پخوانی رئیس او ویاندفیصل امین بیا د تفسیره هاشمي پر ځای د یاد پوهنتون محصلینو چارو مرستیال ټاکل شوی دی او ژر به کار پیل کړي.

تر دې وړاندې حمیدالله فاروقي شاوخوا څلور کاله د کابل پوهنتون رییس و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب