یکشنبه, مې 19, 2024
Homeداسې هم شتهساینساسترالیا د نړۍ تر ټولو چټک انترنیټ جوړ کړ

استرالیا د نړۍ تر ټولو چټک انترنیټ جوړ کړ

تاند- په استرالیا کې څېړونکو یو نوی هارډوېر جوړ کړی چې د انترنیټ سرعت ۴۴ اعشاریه ۲ تیرابایټه زیاتوي.

په دومره سرعت په څه کم یوه ثانیه کې زرHD فلمونه ډاونلوډ کېدای شي.

د ساینس ډیلي ورځپاڼې د راپور له مخې، دا د انترنیټ په سرعت کې نړیوال ریکارډ دی.

د استرالیا د موناش، سیونبورن او آر ایم آی ټي پوهنتونونو څېړونکي وايي، چې د یوه اپټیکل چیپ په وسیله یې د نړۍ تر ټولو چټک انترنیټ ممکن کړی او دا په یوه ثانیه کې د لوړ کیفیت ایچ ډي ۱۰۰۰ فلمونه ډاونلوډولی شي.

د دوی د کار پایله په (Nature Communications) نشریه کې خپره شوې او په هغې کې ویل شوي چې دا اختراع نه یوازې دا چې د علمي مرکزونو کار ډېر اسانوي بلکې په درسته نړۍ کې په کورونو کې خلکو ته ډېره اسانتیا رامنځته کولی شي.

په نړۍ کې د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله د انترنیټ نړیواله شبکه تر فشار لاندې ده ځکه چې نن سبا ډېر خلک، چې په قرنطین کې دي، له انترنیټ څخه ډېر کار اخلي.

استرالیايي څېړونکي وايي، دا اختراع په میلبورن کې یو ملیون او ۸ لکه او په عین وخت کې د نړۍ په نورو برخو کې ملیاردونو کاروونکو ته د لوړ سرعت انترنیټ مهیا کوي.

دوی د انترنیټ لپاره د موجودو ۸۰ لیزرونو په ځای له یوې وسیلې څخه، چې یوه قطعه ده او مایکرو کامب نومېږي او د ټیلي کمونیکشن تر موجودو هارډویرونو کوچنۍ او سپکه ده، کار اخلي.

استرالیايي ساینسپوهان وايي، دا ټکنالوژي د انترنیټ په اوسني جوړښت کې هیڅ بدلون ته اړتیا نه لري او په موجود انترنیټي سیستم کې اضافه کېدای شي.

د دې څېړنې یو برخوال ډاکتر بیل کارکوران (Dr Bill Corcoran) وايي، د دوی څېړنې ښيي چې د انترنیټ په اوسني جوړښت کې بدلون راوستل کېدای شي او د دې لپاره چې د انترنیټ کاروونکي ورځ په ورځ زیاتېږي او د انترنیټ مصرف ډېرېږي، دا سیستم به نه یوازې هغه انترنیټ غښتلی کړي چې خلک یې په کورونو کې کاروي بلکې بې چلوونکو موټرو ته هم پکارېدای شي.

د بې چلوونکو موټرو لپاره قوي انترنیټ پکار دی او له همدې کبله پر فایف جي ډېر تمرکز کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب