سه شنبه, جون 18, 2024
Homeجنرال وزیريد کورونا پر ضد مبارزه

د کورونا پر ضد مبارزه

جنرال دولت وزیري

په افغانستان کې مبارزه ښه په درز رواه ده او موږ هم ټول ښه مبارزین یو
د فساد پر ضد ټول افغانان مبارزه کوي او ټول له فساد څخه سر ټکوي، خو فساد په لویه کچه دوام لري، هغه څوک چې

له هر چا څخه ډیر په فساد بوخت وي هغه بیا د فساد پر ضد د لویو مبارزینو په ډله کې وي.
جګړه خو هیڅ افغان نه خوښوي! او ټول د جګړې د بندولو مبارزین دي!!! بیا به دا جګړه څوک کوي؟ البته پيريان به وي چې جګړه مخ ته بیايی. ځکه موږ خو ټول سوله غواړو!!!

کرونا هم همداسي در واخله، ټول يې په یوه غږ پر ضد مبارزه کوو، خو بیا دا څوک دي چې کرونا خپروي او پر ضد يې د مبارزی ضد دي؟

په دې درې واړو مسالو کې افغانان ښکیل نه دي!!! ځکه دوی خو په خپله نه فساد کوي! نه په جګړه کې لاس لري! او نه له کرونا سره ډغرې وهي!!!
(( بیا نو خلک دا بیوزلي افغانان ولې ملامتوي؟))

د حل لاره فکر کوم دا وي چې د لومړی ټولګي څخه د وطن دوستۍ، پاکۍ او د بې ځایه غرور څخه د راوتو درس ورکړل شي. په دې نسل خو فکر نه کوم چې دا وړۍ شړۍ شي. په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب