شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهکونړ کې سږ کال په بیساري ډول ۴۰۰ ټنه شفتالان شوي دي

کونړ کې سږ کال په بیساري ډول ۴۰۰ ټنه شفتالان شوي دي

تاند، شنبه، د جوزا ۱۰ مه: د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي، سږکال په دغه ولایت کې د شفتالو حاصلات په بې‌ساري ډول څه کم څلور سوه ټنه شفتالو تولید شوي او بڼوالو ته یې مېلیونونه افغانۍ عایدات رسېدلي دي.

د یاد ریاست د مسوولینو په خبره، په دې ولایت کې د خصوصي پانګوالو له لوري د بڼوالۍ په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ورځ تربلې په پراخېدو ده.

د کونړ د کرنې رئیس نجیب الله عادل وایي چې دغه ولایت کې د مالټې، لیمو او نارنج ترڅنګ د کرنې ریاست په تخنیکي همکاریو د پانګوالو له لوري په ۹۵۰ جرېبه ځمکه کې د شفتالوانو بڼونه جوړ شوي، چې سږکال د ۲۷۰ جرېبه ځمکې باغونه په حاصلاتو راغلي.

نوموړی وایي چې د شفتالوانو بڼونو له درکه خلکو ته د کاري اسانتیاوو ترڅنګ بڼوالو ته ۸.۲ مېلیونه افغانۍ په لاس ورغلي.

ځايي بزګران وايي،  د کرنې په برخه کې د پانګونې له امله خلکو ته کاري فرصتونه برابر شوي او په ښه کیفیت یې مېوه بازار ته وړاندې کړې ده.

د بزګرانو په خبره، په کونړ کې په ۲۶۰ جرېبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ شوي، خو د مېوو د ساتنې او بسته بندۍ په برخه کې د دولت د پاملرنې غوښتنه کوي.

د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي دوی هلې ځلې کوی، چې په دې ولایت کې د بڼوالۍ لمن پراخ او د بېلابېلو مېوو نوي بڼونه جوړ کړي.
کونړ یو غرنی ولایت دی او د نورو سیمو په پرتله د کرنې لپاره کمه ځمکه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی