Homeخبرونههېواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۱۴ نیم زرو...

هېواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۱۴ نیم زرو واوښت

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ټول هیواد کې د کورونا ویروس ۸۶۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

یاد وزارت نن شنبه تاند ته په ورکړې معلوماتې پاڼه کې ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس د ۱۴۲۵ مشکوکو سمپلونو معاینات تر سره شوي چې ۸۶۶ یې مثبت وو او په دې سره افغانستان کې د کورونا مثبتو پېښو شمېر ۱۴۵۲۵ ته رسېدلی.

له یادو پېښو څخه ۴۱۱ په کابل،۱۷۷ په هرات، ۳۹ بلخ، ۳۵ننګرهار، ۲۸ پکتیا،۲۶ بادغیس،۱۹ بغلان،۲۹ تخار، ۱۰ غزني، ۱۹ لوګر، ۳ میدان وردګ،۲۷ پروان، ۱۶ کندز، ۶ پنجشیر،۱۵ کاپیسا،۲ فاریاب او ۴ بدخشان کې ثبت شوې دي.

دغه وزارت ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې په پکتیا، لوګر او فراه ولایتونو کې د کورونا ویروس له امله درې تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۴۹ تنو ته پورته شوی.

همدارنګه ۴۴ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۱۳۰۳ تنو ته ورسېد.

په افغانستان کې له تیرو لسو ورځو راهیسې په کوروناویروس د اخته‌ کسانو شمېر په بې‌ساري ډول مخ په زیاتېدو دی خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له دغه ویروس سره د مبارزې په برخه کې د طبي تجهیزاتو د کموالي خبرداری ورکړی دی.

د کورونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د شنبې تر سهار پورې ۳۶۵۰۱۱ کسان مړه کړي او نژدې شپږ میلیون نور پرې اخته شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...