Homeخبرونهولسمشر د روسیې نوي سفیر ته: د اړیکو نوی باب درسره پرانیستل...

ولسمشر د روسیې نوي سفیر ته: د اړیکو نوی باب درسره پرانیستل غواړو

تاند، شنبه، د جوزا ۱۰ مه: ولسمشر غني نن له غرمې مخکې په ځانګړو مراسمو کې د افغانستان لپاره د روسیې د نوي سفیر دمیتري الکساندروویچ ژیرنوف باورلیک ومانه.

جمهوررئیس هغه ته په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیلې څرګندولو ترڅنګ وویل، په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان د منځنۍ اسیا هیوادونو سره چې د افغانستان مهم شریکان دي، اړیکې پراخې کړي او هر کال دې هیوادونو ته زرګونه ټنه کرنیز محصولات صادروي، خو په وینا یې اړتیا ده چې د دواړو هیوادونو (روسیې ـ افغانستان) مناسبات هم لا زیات غښتلي شي.

ولسمشر وویل: ((موږ د منځنۍ اسیا هیوادونو څخه افغانستان ته انرژي واردو او غواړو خپلو محصولاتو ته نورې لارې هم پرانېزو په ځانګړي ډول د روسیې بازارونو ته، ترڅو وچې میوې او نور توکي ورته صادر کړو. موږ له سیمې او روسیې سره د اقتصادي همکاریو د زیاتېدو غوښتونکي یوو.))

ولسمشر غني ټینګار وکړ چې، راتلونکې ته یې لیدلوری دا دی چې په افغانستان کې ریل پټلۍ سرتاسري شي او بهرنیو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د صادرېدو زمینه برابره شي: ((همداراز افغانستان او روسیه به د سیمه ییزو همکاریو په غښتلتیا او سولې ګډ کار وکړي.))

د روسیې نوي سفیر دمیتري الکساندروویچ ژیرنوف له جمهوررئیس څخه د باورلیک منلو له امله مننه وکړه او په افغانستان کې یې په خپل ماموریت خوښي وښوده.

هغه وویل، د خپل ماموریت پر مهال به له افغانستان سره د روسیې د مناسباتو د لا پياوړتیا او د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...