دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهعبدالله: تور لیست نه د طالبانو له ایستلو سره مخالف نه یوو،...

عبدالله: تور لیست نه د طالبانو له ایستلو سره مخالف نه یوو، مذاکراتو ته چمتو یوو

تاند، شنبه، د جوزا ۱۰ مه: د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، د ملګرو ملتونو له تور لست څخه د طالبانو د غړو نومونه ایستل د توافقنامې یوه برخه ده او په عملي کېدلو کې یې دوی کومه نیوکه نلري.

عبدالله نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې له تور لست څخه د طالبانو د غړو د نومونو په ایستلو باندې د طالبانو او امریکا موافقه شوې او هغه وخت چې دا موافقه کېده، د ملګرو ملتونو امنیت شورا اصلي او مؤقتي غړو کومه ملاحظه نه درلوده.

د عبدالله په خبره، د امنیت شورا خپل ځانګړی پروسیجر لري او دا کار وخت نیسي، خو که سوله راځي، دا کار باید ضرور وشي، ځکه هغه څوک چې سوله غواړي نومونه یې باید په تور لست کې نه وي.

نوموړي ددې تر څنګ یاده کړه، چې د ولسمشر غني له لوري اعلان شوی مذاکراتي ټیم به له طالبانو سره خبرې کوې او یاد ټیم هره شېبه د خبرو  پيل ته تیار دی، خو په قول یې، فضاء باید داسې جوړه شي، چې د مذاکراتو له پيل سره مرسته وکړي.

عبدالله د اختر په مناسبت د طالبانو له اوربند او په غبرګون کې يې د حکومت له لوري هم د ورته ګام له اخستلو هرکلی وکړ او یاده یې کړه، د طالبانو د حرکت له لوري د اختر په مناسبت اوربند او تر هغه وروسته د اورکم دوام د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په برخه کې یو غوره فرصت دی.

نوموړي د سولې په پروسه کې د نړیوالې ټولنې له مرستو هرکلی وکړ او یاده یې کړه، چې د افغانستان سوله د سیمې د هیوادونو او خلګو په ګټه ده او په دې هیواد کې ثبات د سیمې د خلګو ژوند ته وده ورکولای شي.

عبدالله عبدالله داسې مهال له تور لست څخه د طالبانو د غړو نومونه ایستل غواړي، چې تمه وه د روانې میلادي میاشتې په ۲۹ مه نېټه په امنیت شورا کې په همدې تړاو بحث وشي، خو ویل کېږي، د توافقنامې د ځینو شرطونو د نه عملي کېدو له امله یاد بحث لا هم ندی مطرح شوی.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، د بین الافغاني مذاکراتو ځنډېدو او د جګړې د ښکېلو لورو د زندانیانو نه خلاصون دا بحث وځنډاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب