Homeخبرونهد تخار پولیسو له نامسووله وسله والو یوه کابلۍ پېغله ژغورلې

د تخار پولیسو له نامسووله وسله والو یوه کابلۍ پېغله ژغورلې

تاند، شنبه، د جوزا ۱۰مه: تخار کې امنیتي ځواکونو له نامسووله وسله والو څخه یوه پېغله نجلۍ ژغورلې ده.
د تخار امنیه قومندان معراج الدین سادات وايي، تېره ورځ یې ناوخته د نامسووله وسله والو پر ضد عملیات کړي دي او دا نجلۍ یې ترې ژغورلې ده.

نوموړی وايي، دا نجلۍ ارمغان نومېږي او د کابل اصلي اوسېدونکې ده، خو لا معلومه نده چې دغو وسله والو نجلۍ څه ډول له کابل څخه تښتولې او په خپله ولکه کې یې ساتلې وه.
تخار د شمال ناامنه ولایت دی چې زیاتره نامسووله وسله والې ډلې په کې فعالیت لري.

د شمال په نامسووله وسله والو ډلو کې د نجونو او هلکانو نڅول دود دی او د کوچني اختر په ورځو کې هم دغلته د دوه قومندانانو تر منځ نښتوکې لږ تر لږه لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...