Homeخبرونهطالبان: اروپایي ټولنه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه...

طالبان: اروپایي ټولنه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

تاند، شنبه، د جوزا ۱۰ مه: وسلوالو طالبانو تازه په یوه خپره کړي اعلامیه کې ویلي چې د اروپايي ټولنې د هغه خبرو هرکلی کوي چې په افغانستان کې یې د سولې د وروستیو هڅو ملاتړ کړی، خو له اروپایي ټولنې غوښتنه کوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

تازه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو شورا ویلي چې افغانستان کې نه اسلامي امارت مني او نه یې هم هیڅکله ملاتړ کوي.

طالبانو بیا ویلي، چې اروپايي ټولنه په داسې خبرو د افغانستان په چارو او د افغانانو په ژوند کې لاسوهنه کوي.

اروپايي ټولنه: افغانستان کې نه اسلامي امارت منو، نه به یې ملاتړ وکړو

دوی په اعلامیه کې وایي: ((موږ له امریکا سره د کړي هوکړې ټولو اړخونو ته ژمن یوو او درې ورځنی اوربند مو هم د سولې یوه هڅه او ژمنتیا وه.))

اروپايي ټولنې هم څو ورځې وړاندې ۳ ورځنی اوربند د سولې ریښتینې هڅه بللې وه او په افغانستان کې یې د سولې د ټولو هڅو هرکلی کړی وو.

دوی ویلي وو، چې د جګړې د دواړو لورو له امله دا ډول اقدامات د سولې لپاره د اعتماد فضا رامنځته کوي.

افغان حکومت او اروپايي ټولنې بیا د وسلوالو طالبانو د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دې ویلي.

2 COMMENTS

  1. که اروپايي ټولنه ووايي چې له امارت سره ستونزه نلري بيا به تالبان مننه ترې کوي۔

    ظالمانو دا د اروپايي ټولنې اخلاقی مسووليت دي چې د افغانستان په هکله نظر څرګند کړي۔

  2. ټالبان د حماقت په پچه ختلي او د حمارت خوبونه ویني . دوی لا اوبو ته رسېدلي نه دي ، کلوشې یې په لاسونو کې نیولي دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...