دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: افغانستان کې نه اسلامي امارت منو، نه به یې ملاتړ...

اروپايي ټولنه: افغانستان کې نه اسلامي امارت منو، نه به یې ملاتړ وکړو

تاند، شنبه، د جوزا ۱۰مه: د اروپايي ټولنې د ۲۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګواښ کړی چې د طالبانو د اسلامي امارت د راګرځېدلو په صورت کې به له افغانستان سره خپلې سیاسي او مالي مرستې قطع کړي.

دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، اروپايي ټولنه په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي خو د ۱۹ کلنو لاسته راوړنو، بشري حقونو، جمهوریت د خوندیتوب د شرطونو تر څنګ د دایمي اوربند او ژر تر ژره د افغاني مذاکراتو د پيل غوښتونکې هم ده.

اروپايي ټولنې په دغه ګډه اعلامیه کې ویلي، دوی په افغانستان کې د یو داسې سیاسي حل غوښتونکي دي چې د ملګرو ملتونو د ټولو کنوانسیونونو سره پکې ټکر رانشي او په دغه هېواد کې دایمي ثبات ته لاره هواره کړي: (( د دولتي ادارو پياوړتیا، ظرفیت لوړونه او د اداري فساد پر ضد مبارزه هغه څه دي چې موږ په کې له افغانستان سره مرستې کول غواړو.))

اروپايي ټولنې ویلي، په ۱۹ کلنو لاسته راوړنو هیڅ ډول معامله نه مني او په وینا یې چې د طالبانو په شمول ټول افغان لوري باید د سولې له تاریخي فرصت څخه ګټه واخلي.

په اعلامیه کې په ځانګړي ډول طالبانو ته ویل شوی چې ژر تر ژره دې افغاني مذاکرات پيل کړي او د باور د فضا د جوړولو لپاره دې رښتینې اراده څرګنده کړي، خو ګواښ یې هم ورته کړی دی چې د ملګرو ملتونو د تړون له مخې اروپایي ټولنه هیڅکله په افغانستان کې اسلامي امارت نه مني او نه یې ملاتړ کوي.

1 COMMENT

  1. مونږ یې هم نه منو، ولې اوس څه په افغانستان کې اسلام یا مسلمانان نشته ، دلته کوم کفر او الحاد روان دی، چې دوی راپسې د پنجابک سفاک پوځي چاوڼۍ د اسلامي امارت په نوم جوړوي.
    چې سوله وي، نو همدا ولسواکي ښه ده .
    وایي سیخ چې دې سرو زرو هم شي، په ځان منډل نه وي په کار .
    نو ستاسې د زهرجن امارت نه او سرسختي اسلام نه زمونږ همدا انساني دیموکراسي ډیره ښه ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب