Homeخبرونهطالبانو د فاریاب ابګردان اوبو بند پروژه درولې ده

طالبانو د فاریاب ابګردان اوبو بند پروژه درولې ده

تاند، شنبه، د جوزا ۱۰مه: د فاریاب چارواکي وايي، طالبانو د ابګردان دهن درې بند کارونه په ټپه درولي دي.

د فاریاب والي وايي، طالبانو ادعاوې کولې چې له عام المنفعه پروژو سره کار نلري خو اوس له هیواده بهر د طالبانو مېشتو مشرانو امر کړی دی چې د ابګردان بند د پروژې کارونه ودروي.

د فاریاب والي نقیب الله فایق زیاتوي، طالبانو تر دې وړاندې هم په المار ولسوالۍ کې هم د یو بند د پروژې د کارونو مخه نیوله او له همدې کبله یې کارونه ځنډېدلي وو.

بلخواد فاریاب د ولایتي شورا غړی فضل الحق محمدي وايي، دوی په هڅه کې دي چې د ځايي خلکو په منځګړیتوب د ابګردان بند په ټپه درېدلي کارونه طالبانو سره له خبرو وروسته بیا پيل شي: (( دا بند د طالبانو په ساحه کې جوړېږي او هغوی په خپل ټول توان د دغه بند د کار مخه نیسي.))

نوموړی وایي، طالبان په دغه سیمه کې د بند کارونه نه پرېږدي خو له خلکو څخه په زور ډوډۍ خوري چې که دغې ولسي ځورونې ته د پای ټکی کېنږدي، نو خلک به یې پر ضد راپورته شي.

د دهن درې ابګردان بند کارونه د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د ۱۳۹۶ کال په عقرب میاشت کې پيل شول خوتر اوسه بشپړ شوي نه دي.
چارواکي وايي، د ابګردان بند د افغانستان د اوبو له پنځو لویو بندونو څخه دی چې ۲۰ میلیونه متر مکعب اوبه په کې ذخیره کېدای شي او ۳۷ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...