چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهد هرات صرافانو د دوه ملګرو تر تښتول کېدو وروسته اعتصاب کړی

د هرات صرافانو د دوه ملګرو تر تښتول کېدو وروسته اعتصاب کړی

تاند، شنبه، د جوزا ۱۰مه: د هرات صرافانو د وسله والو غلو او تښتوونکو د زیاتېدو له کبله کاري اعتصاب کړی دی او خپل دوکانونه یې تړلي دی.
د هرات د صرافانو رئیس بهاوالدین رحیمي وايي، په تېرو دوه ورځو کې دوه صرافان غلو تښتولي دي خو تر اوسه یې پولیسو برخلیک نه دی معلوم کړی.

نوموړی وايي، تر هغې چې دا دوه صرافان راپیدا نه کړای شي د هرات د صرافانو بازار به تړلی وی.
ښاغلی رحیمي وايي، د صرافانو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډکې پېښې، ګواښونه او تښتونې ورځ تر بلې زیاتېږي خو حکومت یې په تړاو هیڅ نه دي کړي.

بلخوا د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، د دوه صرافانو د تښتول کېدو په اړه تر اوسه دوی ته شکایت نه دی رسېدلی خو په وینا یې سره له دې چې صرافانو پولیسو ته په دې اړه خبر نه دی ورکړی، بیا به هم ځايي ولایتي اداره په دې تړاو پلټنې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب