سه شنبه, جون 18, 2024
Homeجنرال وزیريله کرونا ځان وساتئ

له کرونا ځان وساتئ

دولت وزیري

د کرونا ظالمي له لاسه

د زړه له پاسه مې پولۍ ولاړي دینه

+++

کرونا په ګرده نړۍ راغله

لوری په لاس د انسانانو لو کوينه

+++

کرونا زموږ پر وطن راغله

ما ویل سلام دی دې ویل کور دې ورانومه

***

کرونا پاس په بلۍ ناسته

توره په لاس ده دوه مین جلا کوی نه

+++

کرونا يواځې په ما نه ده

کرونا ظالمه هره پاڼه ښوروینه

***

د کرونا ظالمي له لاسه

لکه غنم د زړه پر سر چاودلی یمه

***

کرونا د ایران له لوري راغله

بده بلا ده زوړ او ځوان کله پریږدینه

+++

کرونا د ایران له لوري راغله

ورور دی خور، خور دی ورور جلا کوينه

کرونا په کور دې ږلۍ وشه

ستا له لاسه ښه ځوانان خاور ته ځینه

***

په کورونا کې اختر راغی

ارمان مې دا دی چې اشنا به نه وینمه

****

راځئ په دې به يې فیصله کړو

کرونا شي ورکه د چا لحاظ کله کوینه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب