شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان او نړۍ کې له کوروناوایرس سره د مبارزې وسایل په...

په افغانستان او نړۍ کې له کوروناوایرس سره د مبارزې وسایل په ختمېدو دي

تاند، شنبه، د جوزا ۱۰ مه: له کورونا ویروس سره د افغان حکومت د بېړنۍ مبارزې کمېټه وايي چې د طبي وسایلو له کموالي سره لاس او ګریوان دي او اوس وخت کې افغانستان طبي وسایلو ته شدیده اړتیا لري.

له کورونا ویروس سره د مبارزې کمیټه چې د ولسمشر له لوري جوړه شوې او محمد سرور دانش یې مشري کوي، تازه ویلي چې په ټول هیواد کې د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره طبي وسایلو ته شدیده اړتیا لري خو دوی یې له کموالي سره لاس او ګریوان دي.

د کمېټې ویاند محمد هدایت له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د نړیوالو او روغتیا نړیوال سازمان د بېړنیو طبي موادو مرستې ته اړ دي: ((زموږ د عامې روغتیا وزارت نه شي کولای چې ټول هغه سمپلونه چې را ټولوي وګوري یا هغه کسان چې روغتونونو ته ورځي ټول معاینه کړي، نو جداً له لومړۍ ورځې د طبي وسایلو د تجهیز له کموالي کړېږو))

بلخوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تیره ورځ هم خلکو ته خبرداری ورکړ چې که هغه روغتیايي سپارښتنې چې دوی یې ورته کوي په پام کې ونه نیسي، ناورین به جوړ شي.

افغانستان کې تر دا مهاله د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۳۶۵۹ ته رسېدلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې، په ټوله نړۍ کې کورونا ویروس سره مبارزه له ستونزو سره مخ ده

تازه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روغتیا له نړیوال سازمان سره د خپل هېواد اړیکې پرې کړې او هر ډول همکارۍ یې ورسره درولي دي.

ښاغلي ټرمپ ویلي، پر دې ادارې د چین بشپړ نفوذ دی.

ویل کیږي ټرمپ پر دې باور دی چې ‌د چین دولت د روغتیا پر نړیوال سازمان فشار راوړی و چې د کورونا وېروس په اړه نړۍ لارورکې کړي.

امریکا چې هر کال ۴۰۰ تر ۵۰۰ میلیون ډالر د روغتیا نړیوالې ادارې ته ورکوي له دې وروسته دا پیسې نه ورکوي.

د نړیوالو شنونکو په وینا چې په اوس کې دغه سازمان د امریکا مرستو شدیده اړتیا درلوده او دا به له کورونا ویروس سره د نړۍ مبارزه پڅه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی