سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeمقالېحکومت ګرم دی که ملت؟| حکمت آصفي

حکومت ګرم دی که ملت؟| حکمت آصفي

افغانستان پنځه زره کلن تاریخ لري، مونږ یو باتور ملت یو. مونږ دا یو مونږ هغه یو…!
ای باتور ملته دا ټول یو خوب دی او خیال، ټول عمر مو په همدا شان خبرو تېر کړ خو نه مونږ څه لاس ته راوړل او نه مو هم د هیواد لپاره څه وکړل. موږ تل د حق او حقدار خبرې کوو خو په عمل کې خپله د حق تابع نه یو. تل د خپلو وګړو، قام او حکومت د ړنګولو هڅې کوو او تل مو د خپل حکومتونو او وطنپاله مشرانو پسې راخیستې ده. خو د دې هیواد د یو مسئول بچي په توګه هیڅکله مو خپل حق نده اداء نکړ. مونږ که هر څه درلودل هغه د تاریخ پاڼو ته وسپارئ، راځئ چې نوی تاریخ جوړ کړو.
راځئ چې اوس فکر او پیل وکړو چې څه لرو او څنګه پرې مخ ته لاړ شو؟
اړینه ده چې په حکومت او ولسمشر پسې د خبرو او نیوکو پر ځای د خپل حکومت، ولسمشر او د نورو وطنپاله مشرانو او چارواکو څخه ملاتړ وکړو او د یو خپلواک، ودان او د پوهې ډک افغانستان لپاره لاس په کار شو. آخر تر کومه ولې مونږ د غفلت په خوب ویده پاتې یو. ولې د یو مسئول وګړي په توګه خپله دنده نه تر سره کوو، ولې د خپل چاپیریال څخه پیل نه کوو. آیا پنځه دیرش میلیونه وګړي د دې توان نلري چې د خپل هیواد د هوساینې او آبادۍ لپاره هلې ځلې وکړي او د امنیت تینګولو لپاره لاس په کار شي. اکثره مشران مو په فساد ککړ دي که مو پولیس دی اکثره ېې د غلو او قاتلیونو سره لاس لري که مو وکیلان دي د غاصبیونو او زورواکو سره لاس لري که مو سیاسي کارپوهان او شنونکي دي اکثره د پردیو هیوادنو غلامان شول. ټول خپلو شخصي ګټو ته ارزښت ورکوو خو کله چې خبره د ملي ګټو ته راشي ټول خپل ځانونه تیر باسو، آخر ولې مګر افغانستان زمونږ هیواد ندی؟ که دا وطن زموږ دی نو څوک به دا وطن جوړوي. “هر هغه څه چې کرو هغه به ریبو” تر څو چې مونږ دا خپلو غلطو لارو ته بدلون ورنکړو دا هیواد به هیڅ کله یو ودان او پیاوړی هیواد نشي. په سیاسي علومو کې یوه اصطلاح ده
” ملتونه حکومتونه جوړوي” خو له بده مرغه زموږ ملت حکومت ړنګوي.
تر څو چې موږ خپل منفي لور ته بدلون ورنکړو دا هیواد به هیڅکله مثبت بدلون و نه مومي.
تل مو په خپل حکومت د انتقاد ګته پورته کړې خو هیڅ کله مو یو ځل هم د خپل په منفي کارونو انتقاد ونکړ.
نو راځئ چې له خپل ځانه پیل وکړو او د خپل نوي نسل لپاره یو تل پاتې خپلواک، ودان او د پوهې ډک افغانستان ډالۍ او د خپل نوي نسل لپاره د هوساینې او سولییز ژوند زمینه برابره کړو.
د یو تل پاتې خپلواک او ودان افغانستان په هیله ان شاءالله!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی