جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeمقالېد دښمن پيچلي لومې او زموږ احساساتي الوت | عبدالوحید وحيد

د دښمن پيچلي لومې او زموږ احساساتي الوت | عبدالوحید وحيد

يو تريخ حقيقت چې زموږ په هیواد باندې د پرديو لخوا د بيا بيا يرغلونو په پايله کې راته عملاً ثابت شوئ، دا دی چې افغانان که د پردي دښمن په وړاندې د قربانۍ، ايثار او مقاومت ښه تاريخ لري، خو بل پلو ته بيا د خپلمنځي جوړجاړي، نظام جوړولو، د سالمې ادارې په رامنځته کولو کې په مطلق ډول ناکام شوي دي. له نړيوالو سره اوږه په اوږه يو ځاى د خپلې ټولنې د زده کړو د کچې په پورته کولو، د لوږې د کچې په ښکته کولو، پرمختګونو او اقتصادي ودې په برخه کې لاهم د نړيوالې ټولنې په اوږو بار دي، بېوسه دي او سترې نيمګړتياوې لري. مونږ جګړه کولاى شو، پردى دښمن ماتولاى شو، خو د خپلمنځي سولې وړتیا همت، شجاعت او دود نه لرو. له همدې امله نن په کور د ننه او په اسلامي امت کې د مبارزې او جهاد د سرلارو په تړاو سپکې سپورې ويل کېږي چې ولې يې د يرغلګرو په وړاندې له وسلوال مقاومت څخه وروسته پړاو لپاره چمتووالى او تابيا نه درلوده او له ولسي هيلو سره سم نظام جوړولو کې نه يوازې پاتې راغلل بلکې د واک په سر په خپلمنځي جګړه کې سره ښکېل شول، جهاد يې بدنام او هيواد يې ويجاړ کړ. د جهاد په ډګر کې ګټلې بريا يې په سيند لاهو کړي اوهيواد يې ديوه متجاوز څخه له دخلاصيدو وروسته دبل منګولو ته واچاوه.

څوک چې د دښمن لخوا د جګړې ډګر پريښودل بريا ګڼي، د نيرنګونو د بدلون ارزونه يې نشي کولاى او دلته د رواني پيچلي استخباراتي جګړې له کږلیچونو سره احساساتي چلن کوي، له نه جبران کيدونکي ستونځو سره مخ کيږي.

که يوازې د دښمن د جګړې پريښودل، تاکتیک بدلول او بيرته تلل زمونږ بريا او فتحه وي نو مونږ يقيناً فاتحين يو. پردى دښمن مو شړلئ، جګړه مو ګټلې او دښمن مو مات کړئ ده، خو داسې نه ده. دښمنان مو هروخت زرنګ هوښيار او زمونږ د ذهني تړاوونو په هکله ژوره ارزونه لري، خو مونږ هروخت د دښمن د مکاريو په تړاو احساساتي چلن کړئ ده. کله مو هم د دښمن د ماتې د لاملونو دقيقه ارزونه او د همدغې ماتې تر شا د جوړو شويو توطئو او دسيسو ارزونه نه ده کړې. مونږ د جګړو په ډګر کې نه ماتیږو. مونږ د قرباني او ايثار له هوډ سره د جنګ ميدان ته ځو او دښمن ماتوو، خو مونږ ډير څه بايللې دي. له جګړو وروسته تر ټولو سخته مرحله د خپل ولس د زخمونو درملنه او د نظام جوړولو کې تل پاتې راغلي يو. تر ټولو ستره ستونځه داده چې مونږ د خپلې بريا او د دښمن لخوا د تاکتیک بدلول بشپړه ماته ګڼو او همدغه خوشحالي کې احساساتي نڅا کوو، خو لاملونه يې نه څيړو. مونږ جګړه ګټلې، خو سوله مو بايللې ده. ديني عاطفه مو بايللې ده. ملي ارزښتونه مو بايللې دي ورورولي او ملي يووالئ مو بايللئ ده. ټولنيز دودونه مو بايللي دي. سوله مو له تيرو څلورو لسیزو راهیسې ورکه کړې ده، خو مات شوي دښمنان مو لاهم له برمه ډک ژوند لري او په نړئ باندي د حکومت کولو اراده يې نه ده ترک کړې.

هغه مات شوئ انګليس او هغه شړل شوي روسان نن بيا زمونږ د هیواد په کې اغيزمن رول لوبوي مطرح ځواکونه دي خپلو لاسوهنو ته دوام ورکوي د جګړو اور ته لمن وهي، د سولې په وړاندې خنډونه جوړوي خو هيڅوک يې مخ هم نشي نيولاى.

امريکا خو مه ښوروئ! هغه خو لا اوس ټولو ته فرمانونه او احکام شغوي راشغوي، د جګړې په ډګر کې پريکنده رول لري د حکومت او طالبانو ترمنځ د دښمنې اور ته تيل پمپ کوي، يو ټويټ د حکومت په پلوي او بل د طالب په حمايت کې شغوي، خو مونږ پرديو درمندانو ته برکت برکت نارې وهم، ځکه چې مونږ په کور دننه ستونځې لرو او له يو بل سره لاس او ګریوان يو. که طالب له امریکا سره د تړون تر لاسلیک وروسته ټوله انرژي په حکومتي امنیتي ځواکونو او حکومتي چارواکو په وژلو مصرفوي نو حکومت هم د احساساتو او جزباتو په توپاني امواجو کې له طالب څخه د غچ اخیستو لپاره تياري نيسي. د جګړو ډګر ګرم د افغان وينه ارزانه او ولس ايله بيله د هغوى ترمنځ په نښتو کې د خپلو وژل شويو بچيانو مړه جسدونه پورته کوي، جنازې فاتحې او ماتمونه کوي.

د شک او تردد ځاى نشته چې د پردي نظامي اقتصادي فرهنګي او ادبي يرغل په وړاندې مبارزه وياړ شهامت او شجاعت ده، خو له خپلمنځي جګړو ستړي شوي يو. په دغه تړاو فکر هم نه کوو. جګړه افغانان وژني. جګړه ټوټه ټوټه جسدونه په ډګر کې پريږړئ. جګړه د افغانې مورکئ ځيګر سورئ کوي جګړه د بوډا پلار د هيلو ډيوه وژنې. کورنئ جګړه د ملت هسکه شمله ښکته کوي او له افتخاراتو ډکه لمن يې تشوي.

مونږ اوس له يرغلګرو سره په جګړه کې ښکېل نه يو. اوس په هيواد کې د سرتاسري سولې لپاره مقدس جهاد ته اړتيا لرو. هغه جهاد چې له څو لسیزو راپدیخوا مو نه ده کړئ. هغه جهاد د رب العزت حکم پرځاى کوى او د نړئ له نورو خلکو څخه د خيرات غوښتلو پرځاى له هغوى سره د سيالي مرحلې ته راکاږي. په اوسنيو حالاتو کې د حکومت مسئوليت دروند خو کړنې يې لاهم د ولسي قناعت وړ نه دي.

د حکومت لخوا له سولې سره د شوراګانو، دفترونو کميسيونونو، وزارت جوړولو او د نازدانه ګانو ګمارلو ننداره ايزو کړنو، غولونکئ چلن اوس هم دوام لري. په دغه تړاو د اغيزمنو او په واقعيتونو باندې ولاړو تګلارو نه شتون له امله له تيرو څه کم دوه لسیزو راهیسې يوازې سمبوليکې کړنې ترسره شوې دي. کرزي څو کاله د قطر دفتر پرانستلو ته څڼې واړولې را واړولې. څو کاله يې د ملا برادر خلاصيدو ته نذرونه ايښودل او د زيارتونو لکړې ښورولې او ولسمشر غني هم تير پنځه کاله يې د خليلزاد مداري نندارې ته لاسونه وپړکول. طالبانو د قطر دفتر ديپلوماتيکه فتحه وګڼله، له نړيوالو سره د اړيکو د ساتلو په لور لمړى ګام يې وباله. له امریکا سره د تړون لاسلیک کول د کابل د نيولو لپاره مقدمه ګڼي. له رښتونې مصالحې څخه د داخلي مخالفتونو را پاريدلو او د خپلمینځي انتشار ويره لري، خو دغه ويره يې موجه او منطقي اړخ نلري. امریکا د جګړې د فاتح، قاضي او دريمګړي رول خپل کړ. اوس نو په دواړو غاړو يو شان غږ کوي.

سوله هغه وخت راتلاى شي چې دواړه اړخونه سوله په ولس باندې احسان نه، بلکه خپل مجبوريت او اړتیا وګڼي، د انعطاف او زغم لاره خپله کړي، ارګ او واک ته رسيدل په دوهمه کتګوري کې ونيسي، په هېواد او نظام کې له سياسي مخالفينو سره اختلافي مسائل نه بلکه مشترکات ولټوي او له يو بل سره د ولس او هېواد د روښانه راتلونکي په موخه د ګډ کار کولو هنر زده کړي.

که داسې نشي کولاى، نو مونږ په تيرو څو لسيزو کې د يو اړخيزو حکومتونو ناکامه او شړيدلې تجربې لرو او داسې ويلاى شو چې د افغان مظلوم ولس په نصیب کې اوس هم چيغې او د خپلو وژل شويو مړيو پورته کول انځور شوي دي او بس.

مونږ د واک په سر له ناروا جګړې څخه د خونديتوب په موخه د انعطاف لاره ونيوه. خپلې غوښتنې مو شاته پريښودې. نسبتاً د لږ بد مشر پلوي مو وکړه، د نظام تشې مو وزغملې د فساد په وړاندې نيمګړې مبارزه وينو خو په وړاندې يې تر اوسه پورې يوازې غږ پورته کوو. ځکه چې مونږ د دغه هېواد هغه خلک يو چې له تيرو څلويښتو کالونو راهیسې کړيږو ځوريږو او د ځواني ټوله دوره مو کله د پرديو د يرغل په وړاندې په مبارزه کله د واک په سر د ځينو وږو تږو مشرانو د خپلمنځي جګړو په ننداره، کله هغوى ته د سولې لپاره د لمنو په خپرولو او کله هم ددغه ګران هیواد او ځپل شوي ولس د زخمونو د ټکور لپاره د هر جابر او ظالم په دروازه کې د جګړو د ختمولو په موخه د ټولو امتیازاتو په ورکولو په هڅو کې تير شو. ځواني مو د ولس په ارادو ولاړ يوه سوچه اسلامي نظام په خپلولو د ولس او هېواد د روښانه راتلونکي په هيله بايلوده خو همت مو لاهم ځوان او لاهم د هندوکش او پامير د غرونو ترڅوکو لوړ ده.

دواړو خواو ته خورا اړينه ده چې حقايق درک او له تاريخ څخه د زده کړو همت وکړي. تيرې ناورين زيږونکې غلطيانې تکرار نشي. احساسات او جزبات مجازي نړئ ده. شعارونه ورکول او د برياو سندرې غږول نه، بلکه واقعيتونه پيژندل او د ولس ستونځې حل کول شهامت او اتلولي ده.

د افغانانو ترمنځ د له جګړو څخه ستړي شوي يو. د فساد په وړاندې وسلواله مبارزه د حل لاره نه ګڼو. له فاسد نظام څخه بغاوت نه کول مصلحت ګڼو. د نسبتاً وړوکي فاسد ملاتړ له ستر فاسد څخه د نجات موندلو لپاره د ملي ګټو تقاضا ګڼو. سوله قرباني زغم تحمل د مخالف لوري حق ته سر ښکته کولو له لارې او د افغانانو ترمنځ د جګړو د ختمولو له پياوړي عزم سره په خپل ټغر باندې له ناستي، خپل شين چاى او او خپلو شړومبو باندې د ګوزاره کولو له لاري شونې ده.

څومره به ښه وي چې طالبان په کابل کې دفتر ولري او له همدغه دفتر څخه خپل سياسي فعاليتونه پرمخ بوزي. مونږ به د مرستو کولو، اسانتياوو برابرولو او ذيدخله اړخونو باندي د اغيزو درلودلو په نوم د پرديو له لاس وهنو څخه نجات ومومو. طالبان به د پرديو له فشار لاندې نه وي او د ښار ميشتو افغانانو توقعات غوښتنې او ترجيحات به له نزدې وڅاري.

مننه

4 COMMENTS

  1. مننه د ښو توصیګانو
    مګر شل کلن جنګ باید د روسی جنګ په توګه په نظر کی و نه نیول سی. شلکلن جنګ سیکیولرزم راوړی او د اسلام په جامو کی یی نغښتی دی. د سیکیولریزم بیهرنی ملاتړ به ولاړ سی خو داخلی ملاتړ لا له واقعیت نه منکر او د سولی لپاره خنډونه پیدا کوی. په دی کسانو کی څینی رهبری لری او نور د جاسوس ویاړ. تنظیمونه هم داسی جاسوسانو وران کړه.
    افغانان فساد منلی سی مګر بیدینی نه. نو همدا واجبوی چه د غنی اداره د بیدینی خواهشات پریښږدی او د اساسی قانون او نورو وړو قوانینو، کوم چه د بیدینی لپاره لیاره همواروی، په سر له تالبانو سره سرټمبګی ونکړی. د هغو په اسلامی کولو کی د تالبانو خبره منی. همدا رنګه افغانان د دینی او دنیاوی رفاه او ترقی لپاره تږی دی. علم او تحقیق ته ضرورت لری ترڅو د هغه په مټه افغانستان له ګدایی نه وژغوری او د نړی له سیالانو سره یی برابر کړی. نو تالبانو ته پکار دی چه د قران او احادیثو سره سم د نوی علومو له زدکولو نه منکر نسی. هیله ده دواړه طرفه په همداسی فضا کی د سولی لیاره ولټوی.
    غنی او تالبان باید امریکا له مینځه پورته کړی او د دریم رول باید شنه پښتانه او افغانان ادا کړی چه دا هم د اسلامی صلحی او جهانی اصولو سره سمه ده.
    اوسنی وخت د دی تقاضا نکوی چه تالبان دی په کابل کی دفتر ولری. دا خبره یا غرضی بلل کیدای سی او یا د غنی د اداری نه د ناخبری. ایا داسی کیدای شی چه د غنی د اداری دفتر دی په کوم نامعلوم کلی او یا غره کی چه د تالبانو په ولکه کی وی ځای په ځای سی؟ زه خو له غنی نه په تالبانو او کلیوالو زیات اعتبار لرم.

  2. مننه ثابت صاحب محترمه
    فکر کوم چې ستا ټولو ملاحظاتو ته زما په ليکنه کې کتنه شوې. زه بيا هم درسره موافق يم. يوازې دا چې دطالبانو د دفتر په تړاو زه اوس هم وايم چې نړيوال ضمانت وروسته له قطر څخه کابل طالبانو ته مصئون ده. بله دا چې زه به د څه غرض ولرم. په حکومت کې له شته فساد اخلاقي نيمګړتياوو څخه تر ستوني رسيدلئ يم. که د طالب له تګلارو څخه په جګړه باندي فشار نفى کړو نو زه له طالب سره تر ډېره حده همغږئ يم.
    بيا هم مننه

  3. ډېره په زړه پورې لیکنه ده ، کور مو ودان ، ډېرو حقایقو ته مو ګوته نیولې ده .
    البته انتقاد کوونکی باید یو باسواده شخص وي ، لږترلږه د لیکوال د پوهې په اندازه او یا له هغه نه زیات مالومات ولري .
    د کابل یا د غني اداره به څه مانا ولري؟
    اداره شخصي نه وي . د افغانستان اسلامي جمهوريت یو منل شوی حقیقت دی، د هېواد پر ټولو ولایتونو تسلط لري . د افغانستان د دښمنانو یوه رسمي اداره چې مکان او ځای یې مالوم وي په ګران هېواد کې د الله ج په فضل سره نشته . که د وطن او اسلام دښمنان یوه ورځ خپل تنظیمي بیرغ پر کومه دولتي اداره وځړوي ، پر سبا یې بیا کډه بار وي .
    د افغانستان اسلامي جمهوریت د نړیوالو له خوا په رسمیت پېژندل شوی دی ، حتي د افغانانو ازلي دښمن هم په رسمیت پېژندلی دی، هلته هم د افغانستان رسمي او ديپلوماتیکې استازولۍ فعاله دي .
    د خوارجو په درې کلنه حمارت کې یواځې درې هېوادونو له دوی سره رسمي اړیکې درلودې ، په مقابل کې د هېواد هغه ناروا په سفر روان او په کچر سپور ملا رباني ټولې نړۍ پېژندلي وو. زه فکر نه کوم چې د حمارت د بیا راتللو خوبونه بل ځل رښتیا وخېژي.

  4. سلام
    موږ یووالی ،سولې او اخوت ته ډیر ضرورت لرو ګټه مو یووالی اوسوله کې ده . ما نن د بی بی سی په فارسی سایت کې د عطا محمد نور دزوی ماشومانه لیکنه دسولې په هکله ولوستله زه فکر کوم دسولی د استازو غړی هم دی دافغانستان ملی زعامت او برخلیک کې برخه اخلی.
    زموږ ځوانان خو ډیر احساساتی دی دنور بچی بیا بل څه وایی خو زاړه بیا له هرچا نه دډزو به نغری ناست دی . سیکیولاریزم او کمونستانو موږ تباه کړو خو موږیی لاشک ګڼو. زه باورلرم چې اوس ددې وخت راغلی چې داټول فردی اختلافات یوه لوری ته پریږدو دیوې ځانګړ ې جهان بینی په رڼا کې چې قرآن کریم او حدیث دی ،عدالت او برابری ده ،احترام او انسانی کرامت دی موږ اوتاسې له هرډول انحصار ساتلی شی وجاءالحق انالحق کان زهوقا.
    له بده مرغه موږ تل به کلتوری لحاظ دغه جهان بینی کمزورې ساتلی فساد ،سهامی شرکت ، ریا او شخصی ګتو ته موارزښت ورکړی موږ دیوې اګاه او بیدارې ټولنی مودل یا بیلګه نه لرو. راځی د حل په هکله وګړیږو اوکه غلط یم وبښی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب