Home+چین خپله (الوتونکی نهنګ) الوتکه ننداره ته وړاندې کړه

چین خپله (الوتونکی نهنګ) الوتکه ننداره ته وړاندې کړه

تاند – د چین نوی جنګي الوتکه چې د (J-15D) په نوم یادیږي، په لومړي ځل په رسمي ډول د ګوانګ دانګ ایالت په ژوهای ښار کې عامو خلکو ته وښودل شوه. دا د دغو الوتکو څلورم نسل یا ورژن دی.

(J-15D) یوه دوه‌ کسیزه جنګي الوتکه ده چې د الکترونیکي خنډ جوړولو یا پارازیت شیندلو د وړتیا ترڅنګ جنګي وړتیا هم لري. دا الوتکه په پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال ده چې له رادار او توغندويي سیسټمونو سره د مقابلې وړتیا لري.

 اټکل کیږي چې دا جټ به د دښمن د سینسورونو په ګډوډولو سره خپله بقا زیاته کړي او په عین حال کې د هوایي دفاع د ځپلو لپاره د یوې ځواکمنې وسیلې په توګه عمل کوي.

دغه الوتکه چې د “الوتونکې نهنګ” په نوم هم مشهوره ده، د شوروي د سوخو-۳۳ پر بنسټ جوړه شوې ده او دا مهال د چین په لیائونینګ او شاندونګ هوايي قطعو کې ځای پرځای شوې ده.

د پنتاګون د راپورونو له مخې، دا دوه کسیزه الوتکه په لیري فاصلو کې د بیړیو او د ځمکنیو بریدونو لپاره جوړه شوې او د معلوماتو راټولو لپاره د الکترونیکي تجهیزاتو وړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...