جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهپه پروان کې د یوې کورنۍ ۳ ماشومان د هاوان په ګولۍ...

په پروان کې د یوې کورنۍ ۳ ماشومان د هاوان په ګولۍ ووژل شول

تاند (شنبه، د جوزا ۱۰) د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د وسله والو مخالفانو له لوري د هاوان په ویشتل شوې ګولۍ د یوې کورنۍ ۳ ماشومان وژل شوي دي.

د پروان ولایت امنیتي چارواکو نن (شنبه) وویل، دا پېښه نن ماسپښین شاوخوا دوه نیمې بجې په سیاه ګرد ولسوالي کې وشوه.

تراوسه د دولت وسله والو مخالفانو په دې برید کې د لاس لرلو په اړه څه نه دي ویلی خو د پروان د ولایتي ادارې چارواکي وايي چې دا برید وسله والو طالبانو کړی دی.

د دوی په وینا د طالبانو له لوري د هاوان ګولۍ پر یوه کور لګېدلې او درې ماشومان یې ځای پر ځای وژلي دي.

له پېښې وروسته د سیمې اوسېدونکي د اعتراض په دود راووتل.

د سیمې ځینې اوسېدونکي شک لري چې ممکن د هاوان دا ګولۍ د ملي اردو ځواکونو ویشتلې وي خو د پروان د والي ویندویه وايي چې هاوان طالبانو د پولیسو د پوستې د ویشتلو په هدف توغولی و خو پر یوه کور نښتی دی.

د طالبانو له لوري پر دولتي پوستو د درنو وسلو ګولۍ په ځلونو د خلکو په کورونو لګېدلي او امنیتي ځاکونو هم په ځلونو د طالبانو له لوري له غلچکیو حملو وروسته د خلکو پر کورونو د درنو وسلو ډزې کړي دي.

د ملګروملتو د مرستندوی مامورین (یوناما) له وروستي راپور سره سم، تېره میاشت (اپریل) په افغانستان کې ۳۸۹ تنه ملکیان ووژل شول چې ۲۰۸ یې د طالبانو او ۱۷۲ یې د دولتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

د ملګروملتو پر اساس تېره میاشت د تېر کال د اپریل په پرتله په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله په سلو کې ۲۸ زیاته وه.

وسله والو طالبانو د فبرورۍ په ۲۹ له امریکا سره له موافقې وروسته تاوتریخوالي ته په شدت زور ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب