یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهحکومت د کورونا د معالج حکیم الکوزي کلنیک بند کړ، درمل یې...

حکومت د کورونا د معالج حکیم الکوزي کلنیک بند کړ، درمل یې ازمايي

تاند، شنبه، د جوزا ۱۰مه: عامې روغتیا وزارت د هغه کندهاري حکیم کلنیک ورتړلی دی چې ادعا کوي د کورونا مؤثر واکسین یا درمل یې جوړ کړي دي.
دغه کس چې حکیم محمد الکوزی نومېږي تاند ته د تلفون پر کرښه وايي، له یوولس بوټو څخه جوړ کړي درمل یې د کورونا ناروغ له یوه ساعت نه تر دریو ساعتونو پورې روغوي.

حکیم الکوزی وايي، په کندهار کې یو بل شریک هم لري او دی کابل ته د دې لپاره راغلی دی چې په وړیا ډول د کورونا ناروغانو درملنه وکړي: (( درې څاڅکي درمل په چایو کې ور اچوم، ناروغ ورسره روغېږي، د عامې روغتیا وزارت ته مې وویل، دا درمل امتحان کړئ، که سم نه وو، په دار مې کړئ، دوی راڅخه فورمول غواړي، زه ورته وایم دا درمل واخلئ او ویې څېړئ چې کوم شیان مې په کې کارولي دي.))

نوموړی چې د سبحان په نوم د نبوي طب په نوم یوناني درملتون لري، په دې ورځو کې له هغې وروسته یې پر کلنیک ګڼه ګوڼه زرګونه کسانو ته ورسېده چې شمشاد تلویزون یې په اړه راپور خپور کړ.
خو د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار تاند ته وویل، د دغه حکیم د زده کړو اسناد او د کار جواز نشته نه هم په دې اړه معلومات ورکوي چې دا درمل یې له څه شي څخه جوړ کړي دي.

د مایار په خبره نن د عامې روغتیا وزارت یو پلاوی د ښاغلي حکیم
الکوزي کاري ځای ته ورغلی و او دغه کلنیک یې د زیاتې ګڼې ګوڼې او روغتیايي تدابیرو د نه نیولو له کبله تړلی دی: (( د دغه حکیم د درملو سمپل مو اخیستی دی او وزارت کې به پرې څېړنې وشي چې څه شی یې په کې ګډ کړي دي.))

دا په داسې حال کې ده چې د حکیم الکوزي په تړاو په نړیوالو رسنیو کې هم بحثونه راپورته شوي دي او په کندهار کې یې هم د کلنیک څانګې ته د ورځې له ۵۰۰ زیات کسان مراجعه کوي.
د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو د حکیم الکوزي ننګه کړې ده خو ډاکټرانو بیا ویلي، تر څو چې په علمي معیارونو درمل تایید نه شي تر هغې پورې پرې باور کول خرافات دي.

7 COMMENTS

  1. داسې نه شي چې د یاد حکیم د درملو د څیړلو پایلې هم لکه د ټاکنو د کمیسیون د پایلو په شان شپږ میاشتې وخت ونیسي..
    لږ تر لږه د دغه مفسده چارواکو او کبرجنو ډاکټرانو نه خو به ښه وي ، وړیا یې ورکوي.
    یو کوښښ خو یې کړی دی ، میدان ته یې را دانګلي دي، ملا یې د ولس خدمت ته تړلی ده ، نو دولت ته هم په کار دي، چې خپل قانوني اجراءات دې ژر تر ژره سرته ورسوي، او ولس ته دې قناعت په وخت ورکړي، که دارو یې سم وي، نو ملاتړ دې ترې نه وکړي، د هغه سره دې مرسته هم وکړي، او د هیواد او د خاورې د دښمنانو نه دې هم خوندي وساتي.
    ځکه د داسې اتلانو په ژوند مو دښمنان سخت کړیږي.

  2. دولت دی ددوستم د مارشالی جواز راوری بیا دی د حکیم ددوا جواز وگوری لعنت پر دا مفصدو اشخاصو

  3. د نوموړي حکیم دوا د کورونا ناروغانو ته رواني روحیه ورکوي . لږترلږه زمونږ په هېواد کې له ابوعلي سینا را وروسته یو بشردوسته انسان د خپلو همنوعو خدمت ته ملاتړلې ده ، هیله ده پدې هکله یو عادلانه قضاوت یا پرېکړه وشي .
    زمونږ د عامې روغتیا وزارت دې د درملو د آزموییلو پرځای هغه ناروغان وګوري چې د الکوزي درملو څومره مرسته یې ورسره کړېده . که رښتیا هم د دوی درمل د کورونا ناروغانو د تداوي لپاره موثره وي ، نو مهرباني وکړئ ، هغه ته د فعالیت رسمي اجازه ورکړئ .

  4. صد افسوس پر دي دولت قاتل مارشال کوي او حکیم ته کلینک بندوي چي خلکو ته مفت دوا ورکوي. ????

  5. د دې طبیب دوا دې هغو ناروغانو ته ورکړل او ازموینه دې ورباندې وشي چې په ډېر بد حالت کې وي. که ښه او مثبت اغېز یې وکړ نو بیا دې دا ډاکټر وهڅول شي او حکومت دې مرسته ورسره وکړي. ډېری ځوانان د دې ناروغۍ سره مقاومت ښي او د مړینې امکان یې ډېر کم دی.

  6. والله چی زموژ داکتران هم ډیری هسی هوایی ډزی کووی دطب تهداب په تجربه او آزموینو یښودل شوی او اولین طبیبان هم مسلمانان وول، هر هغه څه چی دامریکا ایف ډی اي منظور نه کړی زموژ دسیکیلور ډاکترانوته دمنولو نه دی خو دغه دخدای بیخبره موجودات په دی نه دی خبر چی په صحی برخه کی خاصتآ په دواجوړولو کی په غرب کی څومره لویه مافیا بوخته ده او کووم غیر اصولی کار دی چی هلته نه کیژی. چون په غربی بزنیس کی ګټه یوازینی هدف دی او بزنیس له اخلاقی نظره خنثی یا امورال ګڼل کیژی.

    ددغی دارو ثابتول ډیره ګرانه خبره نه ده هسی خو زموژ عامه روغتیا او فارمسی ددی امکانات نه لری چی ددغی دوا اجزا معلوم ،تجزیه او تحلیل کړی. او دا دالکوزی حق دی چی له چا سره دغه معلومات مفت شریک نه کړی. یو مریض دی تست کی ، بیا ده دغه دوا ورکړی ۲۴ ساعته وروسته دی بیا تست کړی او دی ۲ تر ۴ هفتو پوری دمریض وڅاری که چیرته کووم مشکل سره مخ شوی نه وو نو دغه دوا موثره ده او تجارتی امتیاز باید الکوری ته وکړل شی. چون کیمیاوی مواد او نور مضره مواد چی جانبی عوارض لری دالکوزی دادعا مطابق په دغه دوا کی نشته نو بنا کیدای شی چی خطر هم ونه لری. داسی نشی چی دحکیم الکوزی دغه دنبوی او ګیاهی طب نسخه دغدارو ګاونډیو لاس ته ولویژی او یایی هم امریکا و غرب په داسی حال کی لاس ته راوړی چی زموژ عامه روغتیا هسی هوایی ډزی کوي.

    به درناوی
    داکتر ستانکزی

  7. د حکیم الکوزی سره ډیر په احتیاط او ادب سره چلند پکار دی،ځکه مریضان ورڅخه راضی ښکاری،طب نبوی یی خپله مرجع ښودلی، اجرت نه اخلی یعنی د پیسو غل ندی ،تر اوسه کار یی جانبی منفی تاثیرات نلری .
    د ترکیبی اجزاوو نه ښودل یی حق دی او کیدای شی د ملت د خدمت او نجات لپاره ښه نیت ولری او د نیکانو مددګار رب ورسره مل وی.
    د حکیمانو اکثر زده کړی کورنی له مشرانو او تجاربو ولاړی وی نو د سند مسئله ډیره اهمه به نه وی ،او د چلنج مسئله یی هم مطرح کړی او ځان ته جزا ء یی هم ټاکلی .
    نو که د کار نفع یی خلکو ته زیاته او مؤثره وی د وړو ملاحظاتو څخه صرفنظر یا اغماض کومه خطا نده ،ځکه زموږ حتی ځینی وزیران هم کافی او لازمی اسناد نلری اوحتی مهم پوستونه لکه ولایت یواځی د ترجمانی په امتیاز بښل شوی دی ،نو تر اوسه حکیم الکوزی صریح او مضر تخلف نلری امید چی کما فی السابق خواری یی عبث نشی او په خدمت یی پښیمان نکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب