یکشنبه, مې 19, 2024
Homeجنرال وزیريایا په افغانانو کې فکري تحول راغلی؟

ایا په افغانانو کې فکري تحول راغلی؟

لیکوال: جنرال دولت وزیري

کله چې موږ په دیارلس سوه څلویښت مو کلونو کې په لومړنی ښوونځي کې وو. هغه خلکو چې ځان به يې سیاسیون ښوده او د سیاسیونو اکټونه به يې کول، ویل به يې:

اوس هغه پخواني افغانان نه دي چې څوک يې وغولوي، اوس په هر څه پوهیږي. موږ به ویل چې دا پخواني به له لا څه رنګه افغانان وو.

بیا چې کله موږ کابل کې حربی لیسې ته راغلو، نو ټولو هغو کسانو چې ځانونه يې روښانفکران بلل، په ځانګړې توګه د کابل پوهنتون محصلینو به ویل: اوس دا هغه پخواني افغانان نه دي، اوس يې سیاسي شعور ډير لوړ شوي او په هر څه پوهیږي. څوک يې غولولی نه شي. موږ به ویل اوس که خیر وي هر څه به جوړ شي ځکه افغانان تر پخوا ډیر هوښیار شوي دي.

بیا چې کله موږ پوهنتون ته لاړو او د داودخان جمهوریت جوړ شو، بیا نو خبره له خبرې تیره شوه، ټولو به د شونډو په سر خبرې کولي ویل به يې اوس افغانستان جوړیږي ځکه افغانان نور پخواني افغانان نه دي. موږ به ویل، دوی رښتیا وايي ځکه جمهوریت شو، هر څه بدل شول. افغانان هم سیاسي شوي دي.

کله چې اوم د ثور راغی بیا خو انقلاب کبیر ثور شو او ویل کیدل به چې ټول ملامته شاهی کورۍ وه. له دې وروسته افغانان ډیر سیاسي شوي دي، نور به نو هر څه ګل او ګلزار شي.

 موږ به ویل په رښتیا چې شاهي کورنۍ ملامته وه او د وروسته پاتې والی علت همدغه کورنۍ وه.

کله چې روسان راغلل بيا خو يې له فعالينو سره هډو خبرې نه کیدلې څکه اوس خو افغان انقلابي شوي وه او هر څه د هوښيارو افغانانو په لاس کې وه، خو پایله يې اتم د ثور شو.

د اتم د ثور سره خو د جهاد پتنګان راغلل، دوی خو دومره ښه ځان ته ویل چې په دې دنيا جنتی وه!!! خو همدغه جنتی افغانان په اخرو کې شر او فساد شول پر ځای يې داسي افغانان راغلل چې چا يې تصور هم نه کاوه. بیا به افغانانو ویل چې نور افغانان له مصیبته خلاص شول، ځکه نور يې څوک تیر ایستلی نه شي، خو پايله يې د پنځوسو هیوادونو راتګ شو.

د امریکایانو له راتګ سره خو له غرب او شرق څخه په اصطلاح ملایکې راغلي، ویل به يې چې له نن څخه پخواني ټول ښه نه وو اوس د هيواد اصلي بچیان او ازمايل شوي سیاسیون د سیاست ډګر ته راغلل.

هر به سم شي، هیواد به سمسور شي او بډايه امریکا به مرستې وکړي، اداري فساد به ورک شي، ځکه نور واک له محمدزيانو، خلقیانو، پرچميانو، مجاهدينو او طالبانو سره نه شته. واک د غربي، هوښيارو او ازمايل شویو سیاستوالو سره دی.

تر اوسه یو پر بل پسې افغانان وايي: اوس پخواني افغانان نه دي، بدل شوي او ډیر سیاسي شوي دي.

«زما سره سوال دا دی، چې اوسني افغانان د نيمې پيړۍ مخکې له افغانانو سره د سیاسي شعور، پوهې او ديانت له پلوه څومره ښه شوي دي. دوی خو دعوی کوي چې اوس پخواني افغانان نه دي او نه يې څوک غولولی شي. د ځواب په هیله.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب