دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهحکومت به د ۲ زره طالب بندیانو د خلاصون ژمنه نن پوره...

حکومت به د ۲ زره طالب بندیانو د خلاصون ژمنه نن پوره کړي

تاند)شنبه، د جوزا ۱۱( د افغانستان حکومت پرون (شنبه) ناوخته وویل چې ۷۱۰ طالب بندیان یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پلچرخي، بګرام او د نورو ولایتونو له محبسونو څخه خوشي کړي دي.

د حکومت یوې سرچینې تاند ته وویل چې نن شپه او سبا (یکشنبه) به نور طالب بندیان هم خوشي کړای شي.

سرچینې دغه راز وویل چې ولسمشر غني په اختر کې وویل چې ۲ زره طالب بندیان به خوشي شي.

د سرچینې په وینا د نن ورځې له خوشي کېدونکو طالب بندیانو سره به دا هدف؛ یعني د ۲ زره طالب بندیانو خلاصون بشپړ شي.

په همدې حال کې طالبانو پرون وویل چې ۷۳ حکومتي سرتېري یې په بلخ، کندوز، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې خوشي کړي دي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین ویلي چې طالبانو خوشي کړیو سرتېرو ته جامې او هر یوه ته ۵ زره افغانۍ ورکړي دي.

د طالبانو په وینا تراوسه پورې دې ډلې د افغانستان د حکومت ۴۲۰ تنه اسیران خوشي کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب