دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد طالبانو مشر او مرستیال په کورونا اخته شوي او مشري ملا...

د طالبانو مشر او مرستیال په کورونا اخته شوي او مشري ملا یعقوب ته پاتې شوې

تاند (شنبه، د جوزا ۱۱) امریکايي نشریې فارن پالیسي په یوه راپور کې د طالبانو، د افغانستان د حکومت او د لوېدیځو استخباراتي سرچینو په قول ادعا کړې چې د طالب مشرانو په منځ کې د کورونا وایرس له خپرېدو وروسته د دې ډلې په کنټرول او نظم کې ګډوډي راغلې ده.

فارن پالیسي ته بېلابېلو سرچینو تایید کړې چې له همدې کبله د طالبانو مشري او قومانده د دې ډلې د بنسټګر ملاعمر زوی ته پرېښودل شوې ده.

فارن پالیسي وايي چې طالب مشران د افغانستان لپاره د تصمیم نیولو په یوه خورا حساس وخت کې، چې امریکا له موافقې سره سم د ځواکونو په ایستلو بوخته ده، ناروغان شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د مشرانو په منځ کې اختلاف او دا احتمال چې دا اختلاف د هغوی ترمنځ د تاوتریخجنې سیالۍ سبب شي، د سولې د پروسې راتلونکی پړاو یا د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې اغېزمنولی شي.

فارن پالیسي د یادو سرچینو په قول وايي چې په کورونا وایرس د طالب مشرانو له اخته کېدو وروسته د دې ډلې کنټرول بې نظمه شوی او یو شمېر مهم مشران یې د ځان د درملنې په غم کې دي.

په لندن کې د سلطنتي (رایل) یونایټید انستیتیوت مخکښ شناند انتونیو ګیوستوزي وايي، د طالبانو عمومي مشر ملا هیبة الله اخوندزاده له څو اوونیو راهیسې په غونډو کې ګډون نه کوي او ځای یې سراج الدین حقاني نیولی و چې د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د ډلې مرستیال دی او له القاعده شبکې سره تار لري.

دی په عین حال کې وايي چې سراج الدین حقاني هم په وروستیو کې په کورونا وایرس اخته شوی او غونډو ته نه حاضرېږي.

انتونیو ګیوستوزي زیاتوي، ډېر احتمال شته چې د حقاني ناروغي به د کورونا وایرس له کبله وي او ممکن نوموړي د طالبانو د شورا نور غړي هم په دې وایرس اخته کړي وي.

په کابل کې یوه استخباراتي مامور د نوم د نه ښودلو په شرط له فارن پالیسي سره په خبرو کې تایید کړې چې طالب مشران په کورونا وایرس اخته شوي دي. خو هغه په دې اړه بې خبري ښکاره کړه چې ایا ملا هیبة الله هم پرې اخته دی او که نه دی.

د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د طالبانو او دغه راز د لوېدیځ د استخباراتي سرچینو پر اساس د ملاعمر زوی ملا یعقوب ته د سراج الدین حقاني په ځای د عملیاتي چارو قومانده سپارل شوې ده.

د طالبانو یوه مهم قوماندان مولانا محمدعلي جان احمد فارن پالیسي ته ویلي «زموږ اتل، زموږ د ستر مشر زوی ملا یعقوب د هیبة الله په غیاب کې د طالبانو عملیاتي چارې پر مخ وړي.»

راپورونه وايي چې ملا یعقوب له ډېر وخت راهیسې هڅه کوي چې د خپل واک ساحه پراخه کړي او د ۲۰۱۵ م کال په جولای کې د ملا عمر د مړینې له څرګندېدو راورسته غواړي چې د هغه ځایناستی شي. اوس د ملا هیبة الله او سراج الدین حقاني ناروغۍ ده ته لاره پرانیستې ده چې د طالبانو بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي.

په کوټه کې مېشتو طالبانو ویلي چې په وروستیو اوونیو کې ملا یعقوب په عملیاتي او پوځي چارو کې خپل کنټرول ۲۸ ولایتونو ته غځولی او ژر به د پاتې ولایتونو نظامي چارې هم په خپل لاس کې ونیسي.

په کوټه کې یوه طالب مشر، د خپل نوم د نه څرګندېدو په شرط کیوستوزي ته وویل«یعقوب د سیمه ییزو طالب قوماندانانو په منځ کې ښه نوم لري او هغوی په خوشالۍ د ده مشري مني.»

دغه طالب مشر دا هم وویل چې ملایعقوب د افغانستان په شمال کې له طالب قوماندانانو سره نژدې اړیکې لري او دې اړیکو ورسره مرسته کړې چې د طالبانو په منځ کې خپل نظامي قدرت زیات کړي.

ګیوستوزي وايي، داسې ویل کېږي چې ملایعقوب له سعودي عربستان سره اړیکې لري او سعودي عربستان په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ کوي.

ده دا هم وویل، داسې باور شته چې سعودي عربستان له ملا یعقوب سره مالي مرسته کړې څو په وسیله یې نوموړی د طالبانو په منځ کې خپله تله درنه کړي. دا خبره هم کېږي چې ملایعقوب د افغانستان له حکومت او استخباراتي ادارې سره نژدې اړیکې لري او دا سبب کېدای شي چې د سولې پروسه ناکامېدو ته پرې نه ښودل شي او بریالیتوب یې یقیني شي.

ګل اغا اسحاقزی، چې یو وخت یې د ملا یعقوب له پلار ملا محمد عمر سره نژدې اړیکې لرلې، وايي چې په کوټه کې طالبانو ورته ویلي، د ملا عمر د مړینې له وخته ملا یعقوب د طالبانو د مشرۍ لپاره هلې ځلې پیل کړي او د طالبانو د عوایدو د راټولولو لپاره یې جلا مالي کمیسیون جوړ کړی دی.

اسحاقزی د ملګروملتو د بندیزونو په لیست کې شامل دی. د فارن پالیسي خپرونې د راپور له مخې، نوموړي ډېر کلونه د طالبانو مالي چارې کنټرولولې او دې ډلې ته یې پیسې برابرولې.

7 COMMENTS

  1. دا خو دیر د خوشحالی خبره ده چی دا تول دلالان له خیره سره په دی وبا مبتلا او مردار شي او په دی وسیله د افغان وژنی دا توره دوره هم ختمه شی. خو پخوانیو شرایطو ته په کتو بیره لرم چی دا هم د تور پنجاب یوه بله توره دسیسه د سولی د سبوتاژ لپاره نه وي. که دا سپیان له خیره مردار شی یو اندازه چتلي به پاکه شي.

  2. که دا کرونا دا د پردیو جاسوسان، هېواد پلورونکي، غله، رشوت خواره او هېواد ته خاینان ټول له یوه سره ووژني، دا خو به ډېر د خوشالۍ ځای وي.

  3. ههههههه. غنی مزدور او خاین به شه په ارامه خوبونه وکی. هههههه.
    موتو بغیظکم.

  4. ښه خبر ۰۰۰۰د افغانستان د ولس او خاوری دشمنانو ته چه هر مصیبت ور رسیږی
    طبیعی ده چه پری خوښی ښکاره کړو۰ هو دا بی شعوره د پنجاب مزدوران دی چه یو مردار شی بل یی پر ځای ټاکی۰ په خقیقت کښی لوبه پنجابی فوج پر مخ بیایی۰
    په هر صورت د افغانستان د ولس او خاوری دشمنان دی الله تباه کړی ۰
    وطن ته دی الله سوله او ارامی راولی چه دا خوار ملت ارام ژوند وکړی۰

    مننه

  5. د Ahmad په ځواب ګښی۰
    مذدور هغه چاته ویل کیږی چه د مزد په مقابل کښی کار کوی۰تاسی احمد نه بلکه اخمق یاست۰ شاغلی اشرف غنی د افغانستان د ابادی لپاره وړیا کار کوی معاش نه لری۰
    مزدوران ملاغیبتالله او طالیبان دی چه د پنجاب د پاره افغان وطن ورانوی/افغانان وژنی

    ژوندی دی وی د افغان وطن دوستان
    تباه دی وی د افغان وطن دشمنان
    مننه

  6. دغه مظلوم ملت چه هره روځ د طالب تروریستانو تر تیغ تیریژی ، هم یولوی اوقدرتمند مالک لری چه د ټول عالم مالک دی ، تر ابده به دا ملت د تروریستانو چړو ته پرینښودل شی ، الله تعالی چه حکیم دی ، ډیر عادل هم دی ، خو ډیر صبور هم . لوی خدای (ج)په تروریستانو اووحشی قاتلانو ته هغه جزا او عذاب ورکړی چه څوک یی تصور هم نه شی کولای . دوی د افغان دښمنه او اسلام دښمنه حلقاتو د ارضا د پاره او دیو څه کم مزد او مادی اجوری په مقابل کی دغه بشری جنایت ته تر اوسه دوام ورکړی ، په قطر او ………کی په پردیو په پیسو د عیش او عشرت ژوند دی د خپلو فامیلونو او اولادونو سره یو څو روځی نور هم تیر کړی ، عادل رب (ج) ضرور د مجرمانو او قاتلانو نه حساب اخیستونکی دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب