Homeمقالېبزګر او توره طلا | شریف الله دولتزی

بزګر او توره طلا | شریف الله دولتزی

زموږ په ټولنه کې کم شمېر خلک له اقتصادي نظره د خوړو په برخه کې په ځان بسیا دي خو ډېر شمېر نور بیا د غربت ښکار دي، دا کلمه د ټولو په خوله ده چې افغانستان کرنیز هېواد دی خو د دې کرنیز او غرني هېواد د خلکو لویه فیصدي بزګران او مالداران دي او تر یوه بریده درې وخته خواړه د لاس په ټناکو او خواریو له خپلو کښتونو ترلاسه کوي خو په ټوله کې د بزګر طبقې اقتصادي او اجتماعي وضعیت خورا اندېښمنوونکی دی.

بزګران یا په عامه اصطلاح دهقانان د ټولنې اصلي خدمتګاران دي چې په خپلو خواریو او زحمتونو باندې توري خاورې په سرو زرو بدلوي، څه موده وړاندې ولسمشر په هیواد کې تولیدیدونکو جنغوزیو (ځڼغوزیو) ته د توري طلا لقب ورکړ چې تولید او خدمت یې د بزګرو په تڼاکو لاسونو باندې کیږي، د زعفرانو روزل چې نړیواله کچه دویم مقام لري د بزګر د خواریو پایله ده چې د افغانستان نوم یې په ټوله نړی کې روښانه کړی او د هیواد د سرلوړی سبب ګرځیدلی دی، دا ډول د بیلابیلو ویټامینونو او منرالونو لرونکو میوو تولید چې د انسان په سلامتیا او روغ ساتلو په برخه کې مهم نقش لوبوي او انسان ته د ناروغیو پر وړاندي ځواک وربښي د بزګر د خواریو څرګنده پایله ده.  

موږ تاسې ولیدل چې په ټوله نړۍ د راخپرې شوې وبا کرونا ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د وضعه شوي قرنطین په موده کې هیچا هم ددې هڅه ونکړه چې سره زر، ښکلې موټرې، ښکلی ځیرک مبایل، ځمکې او کورونه واخلي، مګر د نړۍ ټولو وګړو هڅه کړې چې د بزګر په لاس تولید شوي میوې، تازه ترکاري، شیدې… او نور هغه څه چې د روغ پاتې کیدلو لپاره ورته اړتیا ده پېرلي او اړتیا ورته لري. دا ضروري ده چې بزګر د خواریو او زحمتونو احترام وشي.

ننګرهار، لغمان او کونړ د سبزیجاتو او میوه جاتو کافی تولید لري خو همدا تولید شوې میوې او سبزیجات یې په بازار کې په ډیر ناچیزه قیمت پلورل کیږی او یا د امکاناتو نشته والي له امله خرابیږي، حکومت ته په کار ده چې د یادو سیمو بزګرانو لاسنیوی وکړي، سړې خونې او شنې خونې ورته جوړې او د میوه جاتو او سبزیجاتو څخه د بیلابیلو ترلاسه کیدونکو تولیداتو لپاره د پروسس کوچنی دستګاوې رامنځته کړی، ترڅو د دهقانانو په اقتصادی وضعیت کې مثبت بدلون رامنځته شي.

همدارنګه د کرنې وزارت له لوري په ولسوالیو کې په دنده ګومارل شوي د ترویج کارکوونکی باید بزګرانو ته د اصلاح شوو تخمونو، د نباتي ناروغیو مخنیوي، کیمیاوی درملو او سرو کارولو او بسته بندۍ په برخه کې لازمې لارښوونې وکړي تر څو بزګران د خپل خواریو او تڼاکو لاسونو په بدل کې له خپل کښت څخه غوره بدله ترلاسه کړي، او د زرغون افغانستان رامنځته کېدو لپاره پر اساسي او سیستماتیک طرحو او برنامو عملي کار وکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...