سه شنبه, مې 21, 2024
Homeداسې هم شتهساینسسپېس ایکس ستوربیړۍ په ځنډ فضا ته وتوغول شوه

سپېس ایکس ستوربیړۍ په ځنډ فضا ته وتوغول شوه

تاند- ټاکل شوې وه چې فضا ته د دوو امریکايي ستورمزلو د لېږلو لپاره د سپېس ایکس ستوربېړۍ د دوهم ځل لپاره وځنډول شي خو په وروستیو شېبو کې پرېکړه بدله شوه.

تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې دا ستوربېړۍ د مې په ۲۷ نېټه واستول شي.

د ناسا چارواکي وايي چې د هوا خرابوالی سبب شو چې دا تاریخي ماموریت یو وار بیا یو څه وځنډېږي.

د ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتي مرکز په یوه بیان کې وویل، د ناسا او سپېس ایکس مسوولان به سهار مخکې تر دې چې په فلوریدا کې د کینډي له فضايي مرکزه د ماسپښین په ۳ بجې او ۲۲ دقیقې د ستوربېړۍ د توغولو پرېکړه وکړي، د هوا وضعیت وګوري.

ناسا وايي چې د توپان او تېز باد د اټکل کېدو په خاطر یې د ستوربیړۍ د لېږلو پرېکړه بېرته واخیسته.

ناسا په داسې وخت کې فضا ته ستوربېړۍ لېږي چې د نړیوالو ټول پام د کورونا وایرس خپرېدو ته اوښتی دی.

د دې ادارې رييس جیم بریدین سټاین (Jim Bridenstine) د روانې میاشتې په پیل کې د سپېس ایکس د استولو د پرېکړې په اړه خبریالانو ته وویل:

«د کوروناویروس وبا له خپرېدو سره سره موږ غواړو چې دا کار وکړو. تاسو ته ویلی شم چې دا د امریکا د متحدو ایالتونو لپاره مهم ماموریت دی.»

په دې ماموریت کې به د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې ستورمزلي باب بیهنکین (Bob Behnken) او ډو هرلي (Doug Hurley) د سپېس ایکس ( SpaceX) له لوري په جوړه شوې ستوربیړۍ کې فضا ته لاړ شي او په فضايي تمځي کې به مېشت شي.

دا ماموریت به، چې ډیمو ۲ نومېږي، د ۲۰۱۱ م کال د جولای له میاشتې را په دې خوا د امریکا له خاورې د ناسا له لوري فضا ته د ستورمزلو د لېږلو لومړنۍ هڅه وي.

ډیمو-۲ ماموریت به د فالکن ۹ توغندو په وسیله، چې دا هم سپېس ایکس کمپنۍ جوړ کړي دي، د ناسا دواړه ستورمزلي په کریو ډارګن (Crew Dragon) ستوربیړۍ کې فضا ته واستوي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او مرستیال یې مایک پینس غواړي چې د ستوربیړۍ د استول کېدو په مهال په فضايي مرکز کې وي او له نژدې د ستوربیړۍ استول کېدا وویني.

ناسا تراوسه پورې د دغو فضانوردانو د ماموریت موده تعین کړې نه ده خو ویلي یې دي چې هغوی به په فضايي تمځي یا سټېشن کې ځای پر ځای شي.

کله چې ماموریت بشپړ شو باب بیهنکین او ډو هرلي به بېرته مځکې ته راوګرځي.

دوی به فلوریدا ته نژدې په اتلانتیک سمندر کې راکوز شي.

سپېس ایکس کمپنۍ لومړی ځل د تجربې لپاره بې ستورمزلو ستوربېړۍ د ۲۰۱۹ په مارچ کې فضايي تمځي ته ولېږله. هغه ماموریت یې ډیمو ۱ نومولی و او بریالی و.

سپېس ایکس یوه له دوو امریکايي کمپنیو څخه ده چې ناسا ورسره فضا ته د ستورمزلو د لېږلو او له فضايي تمځي څخه مځکې ته د بېرته راوستلو قرارداد کړی دی.

بله کمپنۍ بوینګ ده چې ځان ته د ستوربېړۍ پر جوړولو کار کوي او په دسمبر میاشت کې یې یوه بې ستورمزلو بیړۍ فضا ته واستوله خو په پُرزو کې د نیمګړتیا له کبله تر فضايي تمځي پورې ونه رسېده.

بوینګ غواړي چې یوه بله بې ستورمزلو بیړۍ د تجربې لپاره فضا ته واستوي.

ناسا له سپېس ایکس او بوینګ سره په ۲۰۱۴ م کال کې قراردادونه وکړل څو د هغو ستور بیړۍ کرایه کړي او خپل ستورمزلي پکې فضا ته ورسوي.

په پیل کې ناسا سپېس ایکس ته ۲ ملیارده او ۶ سوه ملیون ډالره او بوینګ ته ۴ ملیارده او ۲ سوه ملیون ډالر ورکړل چې نوې ستوربیړۍ جوړې کړي. د دواړو کمپینو پانګونه په راوروسته کلونو کې نوره هم زیاته شوې ده.

2 COMMENTS

    • ستاسو خبره سمه ده او موږ هم خبر اپ دېټ کړ. خو دا خبر مخکې تر دې چې ستوربیړۍ وتوغول شي چمتو شوی و. ناسا په پیل کې وویل چې یو ځل بیا د ستوربیړۍ د لېږلو پروګرام وځنډېده خو د هوا وضعیت ته ګوري
      له تاسو ډېره مننه
      تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب