سریزه
ژبه د قراردادي غږیزو سیمبولونو یوه پرله رغښتې ټولګه ده چې هر سیمبول یې یو څېز، پېښه او ښکارنده نوموي او په دې ډول د یوې ارتباطي وسیلې په ډول د وګړو تر منځ د وبله پوهاوي تړاو پرځای کوي؛ نو په دې ترڅ کې یو څه له یو بل ته لېږدول کېږي چې دا پیغام یا مانا ده.
مانا د یوې ژبنۍ نښې منځپانګه ده. نښه دال، منځپانګه یې مفهوم چې په ذهن کې ځای لري، او ښوولی یې دلالت دی.
مانا پوهنه د ژبپوهنې یوه ارزښتمنه او څو اړخیزه څانګه ده. مانا پوهنه په نورو دندو برسېره د جملې او کلمې د مانا په اړه هم خبرې راته کوي. ولې موږ له یوې کلمې څو ماناوي اخلو؟ ولې یو بهرني څېز ته څو نومونه کاروو او یا ولې یو مفهوم په څو ډوله بیانوو؟ مانا پوهنه په همدې راته غږېږي.
مانا پوهنه د کلمو د بیلابېلو ماناو له شننې سره کار لري او د هغوی ترمنځ اړیکې څېړي. د جملې له نقش او مانا سره کار لري. د مفهوم، مصداق، دال او مدلول، د کلمې هممانیزتوب او تضاد، لغوي ابهام، د کلمو مانیز بدلون، د مانا پراخوالی، د مانايي اوېجې لنډېدل، د مانا محدودېدل او د مانا مثبت یا منفي کېدلو په اړه د کلمې مانا پوهنه بحث کوي.
په جمله یي مانا پوهنه کې د جملو مانايي ډولونه، د جملې مانیزې اړیکې، رغښت، جمله یي ابهام او داسې نور مسایل تر بحث لاندې نیول کېږي.
کلمه او جمله دواړه د مانا واحدونه دي. کلمې د جملهیي مانا په بشپړولو یا ټاکلو کې برخه اخلي. جملې بیا کلمو ته مختلفې ماناوې ورکوي او د کلمې مانا بشپړوي. کلمې بیا د ځنځيري واحدونو له مخې د جملې مانا بدلوي.
د مانا پوهنې له مخې جمله او کلمه دواړه یو پر بل اغېز لري، خو جملې بیا خپلې مانایي ځانګړنې هم لري، همدا شان کلمه هم.
د کلمو مانا پوهنه
د لغتونو په مانا پوهنه کې مفاهیم، مفهوم او مصداق، نومونه، مفهومي اړیکې، مانیز بدلونونه، لغوي ابهام او داسې نور شاملېږي(ارغند، ۱۳۹۶: ۵۷). کلمه تر یو ځایه د مانا پوهنې له بنسټیزو واحدونو څخه ګڼل کېږي. خو په دې برخه کې ځيني ستونزې لیدل کېږي. لومړی دا چې ټولې کلمې د یو ډول مانا لرونکې ندي. له یو ډول مانا څخه موخه په مانیزه حوزه کې د دوی بشپړه مانا ده. مثلاً؛ کلمات ټول د بشپړې مانا لرونکي ندي. هنري سویټ انګلېسي ګرامریست د بشپړو کلمو(full word) او شکلي کلمو(form word) ترمنځ توپیر وکړ. ده بشپړې کلمې هغه وبللې چې بشپړ مفهوم ولري. لکه؛ (ونه)، (اوبه)، (روغ) او (قلم). شکلي کلمې بیا هغه کلمې دي چې له مانا پوهنې نه زیات له ګرامر سره اړیکه ولري یا ویلی شو چې له کلمو نه زیات ګرامري توکي ورته ویل کېږي، لکه؛ (په)، (له)، (ته) او داسې نور. هغه مانا چې له دې ډول کلمو رامنځته کېږي یو ډول ګرامري وي. خو له دې سره سره مانا په مجرد ډول نه شو ټاکلی، بلکې له نورو کلماتو سره په یو نحوي یا مانیز چاپیریال کې یې ټاکلی شو.
دا بشپړه مالومه نده چې کلمه د یو ژبني واحد په ډول د مالوم او واضح تعریف لرونکې ده. البته هغه دودیز تعریفونه چې ورته ټاکل شوي له هغو ټولو سره سره بیا هم د کلمې د ځانګړنو له مخې د کلمې تعریف ټاکل سخت دی. په عربي ژبه کې حرف تعریف د کلمې د یو برخې په ډول لیکل کېږي خو په انګلېسي کې داسې نده، که(green house) او (white house) مقایسه کړو نو کوم دلیل وړاندې کولی شو چې لومړی ترکیب یو کلمه او دویم دوې کلمې دی؟(پالمر، ۱۳۶۶: ۴۳)
نومونه
که ژبه یو ارتباطي نظام وګڼو چې یو اړخ یې دال او بل یې مدلول وي، نو د دوی ترمنځ د اړیکې او ماهیت ټاکل یو مهمه مسله ده. افلاتون د کراتیلیوس په رساله کې د دې نظریې په اړه بحث کړی. دی دال ژبنی عنصر ګڼي او مدلول د خارجي نړۍ هغه مصداق ته وایي چې دال هغه ته اشاره کړې وي، راجع شوی او یا یې دلالت پرې کړی وي. نو ویلی شو چې لغتونه یا د شیانو نومونه او یا یې لېبلونه دي. په لومړیو کې دا نظریه د نومونو لپاره سمه وګڼل شوه خو په نورو برخو کې کمزورې وه(پالمر، ۱۳۶۶: ۵۰).
ژبپوهان په دې اند دي چې لغتونه د معناوو اصلي مخازن دي او له لغتونو علاوه د لغاتونو ماناوې له ذهني تصویرونو سره مطابقت کوي او وایي هغه څه چې په خارجي جهان کې شتون هم ونلري، موږ یې تصور کولی شو. لکه ښامار(ارغند، ۱۳۹۶: ۷۱).
مفاهیم
پخوا داسې فکر کېده چې د دال او مدلول ترمنځ او یا د لغت او شیانو ترمنځ سیده او مستقیمې اړیکې موجودې دي، خو معاصرو ژبپوهانو دا نظر رد کړ او د دې پر ځای یې بل نظر وړاندې کړ چې لغتونه او شیان د ذهن له لارې یو له بل سره رابطه لري. دې نظریې له ډېر پخوا راهیسې د فیلسوفانو او ژبپوهانو توجه ور اړولې ده، چې د دې نظریې دوه نمونې د سوسور د «نښې نظریه» او د اګدن او ریچاردز د «مثلث نظریه» د یادونې وړ دي.
د سوسور د نظریې پر بنسټ ژبنۍ نښه صورت او مانا لري؛ یعنې هغه غږونه چې موږ یې تولیدوو او هغه مسایل چې په خارجي جهان کې زموږ د خبرو اترو موضوع ګرځي په یوه بڼه د ذهن له لارې منعکسېږي، چې اګدن او ریچاردز بیا دا رابطه په مثلثي موډل کې تشرح کړه چې په درېيو راسونو کې یې ذهني تصویر، سیمبول او مصداق واقع دي. نښه ژبنی عنصر دی چې ژبنۍ نښې هم ورته ویلی شو، لکه لغت، جمله او نور. مصداق په بهرنۍ نړۍ کې موجود شی دی چې ژبني عناصر اشاره ورته کوي او ذهني تصویر مفهوم دی(ښکلی، ۱۴۰۰).
د دې نظریې په اساس سیمبول او مصداق مستقیمې اړیکې نلري، بلکې دا رابطه د ذهني مفاهیمو له لارې ټينګېږي.
د پوهانو په نظر لغت له مفهوم سره مستقیمه اړیکه لري او له بل مفهوم سره غیر مستقیمه اړیکه. مثلاً؛ د هوسۍ کلمه د هوسۍ له مفهوم سره مستقیمه اړیکه لري خو د حیوان له مفهوم سره غیر مستقیمه.
استاد ارغند د پوهاند حسین یمین له قوله د مفهوم تعریف داسې لیکي: مفهوم یو ذهني حالت دی او په حقیقت کې د تجربې یوه ډلبندي ده(ارغند، ۱۳۹۶: ۵۸).
مفهوم او مصداق
د لغتونو مانا پوهنه په دوه ډوله ده، یو ته یې اشارهیي مانا پوهنه(referential semantics) او بل ته یې لغوي مانا پوهنه (lexical semantics) وایي. په اشارهیي مانا پوهنه کې مدلول په نظر کې نیول کېږي او په لغوي کې ژبنۍ نښې یا سیمبول. په دې ډول موږ په ژبه کې یو بهرنی ژبنی دلالت لرو او یو دننی. یعنې یو په خارجي جهان کې مصداق په نظر کې نیسي او بل په ژبه کې دننه کلمې(singe).
استاد زیار لیکي چې مصداق د مانا پوهنې اصلي څېړنتوکی جوړوي، که څه هم مفهومي اړیکې د ژبڅېړنې یوه ارزښتمنه برخه رانغاړي. استاد د اساسات معناشناسی کتاب په حواله لیکي، موږ د مصداق او مفهوم ترمنځ توپیر منلای شو خو دا هم باید هېره نه کړو چې تر دغه منځ، یانې د هغه څه چې په بهرنۍ نړۍ کې دي او هغه څه چې په ژبه کې دي، کوم بشپړ برید سره نشي بېلولای(زیار، ۱۳۹۶: ۸۵).
د مصداق او مفهوم پراخوالی
په خارجي جهان کې د شیانو مجموعه او یا له یو څخه ډېر دلالتونه چې یو لغت په هغو اطلاقېږي، مصداقي پراخوالی بلل کېږي. مفهومي پراخوالی بیا دې ته وایي چې د یوه مصداق لپاره په ذهن کې څو مفاهیمه ولرو. مثلاً؛ د سپي کلمه په خارجي جهان کې په هر ډول سپي باندې اطلاقېږي، چې مصداقي پراخوالی دی. همدا ډول د ښځه کلمه په خارجي جهان کې ټولو ښځو باندې دلالت کوي خو مفهومي پراخوالی یې د مونث او انسان مفاهیم رانغاړي.
د لغتونو مفهومي اړیکې
د لغت مانا پوهنه په دوو برخو وېشل کېږي چې یوې ته یې اشارهیي او بلې ته یې لغوي مانا پوهنه وایي. په اشارهیي مانا پوهنه کې د مفهوم او مصداق او په لغوي مانا پوهنه کې د مفهوم او لغت ترمنځ اړیکه څېړل کېږي. یعني په اشارهیي مانا پوهنه کې ژبني عناصر او غیر ژبني عناصرو ترمنځ او په لغوي مانا پوهنه کې د ژبني عناصرو خپل منځي اړیکې په پام کې نیول کېږي.
هغه مانا پوهنه چې دنننی ژبنی نظام په نظر کې نیسي او له مفهومي دلالت سره سرو کار لري لغوي مانا پوهنه ده؛ ژبپوهان په دې نظر دي چې مفاهیم له مفاهیمو سره ارتباط لري، چې دغه ارتباطات په څلورو کټګوریو وېشل کېږي؛ همانیز، تضاد، مانیز ګډون او میرونیم.
جملهیي مانا پوهنه
جمله د کلمو له ټاکلي ترتیب او تنظیم څخه رامنځته کېږي. اکثر ژبپوهان په دې نظر دي چې د جملې ټولې کلمې باید مانا ولري، سمې تنظیم شوې وي، ترتیب یې مفهوم پیدا کړي او جمله باید تل بشپړه وي. که څه هم د جملې شکل او جوړښت موږ له مانا نشو بېلولی خو بیا هم په جملهیي مانا پوهنه کې د شکل په نسبت زیاد تمرکز د جملې په مانیز اړخ کېږي.
د مانا له مخې د جملې مطالعه او وېش د عروضي ځانګړنو په پام کې نیولو سره تر سره کېږي. د عروضي ځانګړنو له مخې ځينو پوهانو جمله په څو ډولونو وېشلې چې پوهاند یمین په څلور ډولونو وېشلې(اخباري، امري، تعجبي او پوښتني).
جمله چې د مانا د واحد په ډول تشریح کوو نو دا مانا لکه د لغوي مانا روابط لري او مهم ارتباطات یې د جملې په هممانیزو اړیکو کې دي. همانیزي جملې د خپل شکل، ژور او برسېر رغښت او مانیزې فاصلې له مخې څېړل کېږي.
د جملې او کلمې د مانا پرتله
په جلمهیي مانا پوهنه کې د کلمو مختلفې ماناوې څرګندېږي. لغتونه له جملې بهر یوه مانا لري، په جمله کې دننه یې مانا ثابته نه پاتې کېږي. ځيني لغتونه څو معناوې لري، ځيني یې د حقيقي معنا ترڅنګ مجازي ماناوې هم لري، ځينې په خارجي جهان کې مصداق لري او ځينې انتزاعي دي. تړلي مورفیمونه بیا یوازې په جمله کې مانا څرګندوي. نو په دې اساس لغتونه په جملهیي مانا کې ځان ښکاروي.
د کلمې د لومړيتوب قضیه د جملې د لومړیتوب قضې په وړاندې د ماناپوهانو مختلف لیدلوري رامنځته کړي. ځيني پوهان نظر ورکوي چې جمله له کلمو ترتیبېږي او هره کلمه د خپلې مانا په حد کې د جملې کلي مانا جوړوي. بلې ډلې بیا دا نظر درلود چې جمله مانا یو دم انتقالوي او نه تجزیه کېدونکی واحد دی. استاد ارغند وایي چې جمله مصداقي مانا لري او کلمه بیا تر ډېره مفهومي مانا لري.
په مکالمو کې جمله د مانا تشکیلونکې ګڼل کېږي او کلمې د مانا تشکیلونکي نه دي مګر دا چې په جملو کې وکارول شي. په مکالمه کې که یوه کلمه یوازې راشي هم د جملې مانا ورکوي یا د جملې پاتې برخه ده (پالمر، ۱۳۶۶: ۷۳).
که د جملې او کلمې د مانا ترمنځ توپیر ومنو بیا اساسي مسله د دوی ترمنځ د اړیکو مطرح کېږي، ځينې څېړونکي په دې اند دي چې د یوې جملې مفهوم د هغې د جوړونکو عناصرو له مانا حاصلېږي، خو یوازې جملې مانا لري او په دې ترتیب د لغتونو مانا باید د جملو له مخې ومنو، نه برعکس.
د نازنځيري واحدونو له مخې کلمه یي خج په جمله کې دننه د جملې مانا بدلوي. که څه هم دې ته جمله یي خج وایي خو هماغه کلمهیي خج دی چې د جملې په مانا کې بدلون راولي( ارغند، ۱۳۹۶: ۱۴۳).
مصداقي اړیکې
د لغتونو په مانایي اړیکو کې د لغت، مصداق او مفهوم ترمنځ اړیکې څېړل کېږي. یعني د ژبنیو عناصرو خپل منځي او د ژبنیو عناصرو او خارجي مصداق ترمنځ اړیکې څېړي. خو د جملې په مانیزو اړیکو کې نه یوازې د جملو ترمنځ مفهومي ارتباط څېړل کېږي، بلکې استاد ارغند د کوروش صفوي په قول وایي چې د صدق او کذب په پام کې نیولو سره د خارجي جهان له مصداقونو سره د جملې اړیکې په پام کې نیول کېږي.
هممانیزوالی
په جمله او کلمه دواړو کې هممانیزوالی شته. همانیزوالی، د مانا یو رنګي ته وایي. په کلمه کې همانیزوالی د لهجوي توپير، سبکي توپیر، مفکوروي اغېزو، ټابو او نورو اغېزو له امله رامنځته کېږي. خو په جمله کې هممانیزتوب د برسیر رغښت له امله رامنځته کېږي. د جملې له یو ژور رغښت څخه د څو برسیره رغښتونو راوتل همانیزي جملې رامنځته کوي. همانیزتوب په جمله او کلمه دواړو کې د همانیزتوب د درجې له مخې هم توپیر لري، په جمله کې بشپړه همرنګي نشي واقع کېدای خو په کلمه کې بیا ممکن د لهجوي توپیر له مخې بشپړه همرنګي هم راشي، مثلاً؛ د کلمو په هممانیزتوب کې ځيني کلمې د لهجوي توپیرونو له مخې بشپړې همرنګې وي. تر ماسپښین مخکې د زوال نږدې وخت ته پکتیا کې غرمه او وردګو کې بریځر وایي. یا امریکایان مني ته (fall) او برتانویان بیا (autumn) کلمه کاروي. یا دخيل، مفغن او مستعار لغتونه بشپړ همرنګ راتللی شي، لکه؛ وطن او ملک.
په جملوي همانیزتوب کې بیا بشپړ همانیزتوب نه پېښږي. له ژور رغښت څخه د برسیر رغښت راوتل جملهیي همانیزتوب پېښوي خو بیا هم یو څه مانیز توپير لري، لکه:
زه تل زمری ستایم.
دا یو ژور رغښت دی چې څلور برسېر رغښتونه ترې راوځي او جملهیي هممانیزوالی منځته راوړي، خو بشپړ هممانیز به نه وي.
زمری زه تل ستایم.
زمری تل زه ستایم.
تل زه زمری ستایم.
تل زمری زه ستایم.
په پورته څلورو جملو کې فشار او مرکزي رول په مختلفو کلمو اچول شوی چې جملې یې سره نږدې مانیزي کړې دي، مګر یو شان مانا نلري یا ویلی شو چې په مفهوم کې یې بدلون راغلی. په لومړۍ جمله کې تاکید په زمري دی، د جملې مفهوم په زمري راڅرخي. یانې زه چې تل کوم کس ستایم هغه زمری دی. په دویمه جمله کې بیا دا رول د خبرلوڅ (زه) پر غاړه دی. (زه) د جملې محراق دی. زمری چې څوک تل ستایي هغه کس زه یم. درېمه جمله کې تاکید پر (تل) دی. زمری زه کله کله نه، بلکې تل ستایم. څلورمه جمله کې پر ستایلو تاکید دی.
ابهام
ابهام په کلمه کې وي، خو چې کله دا کلمه په جمله کې راشي جمله هم مبهمه کېږي او کلمه یي ابهام جملهیي ابهام رامنځته کوي، مثلاً: bank په انګلېسي کې د دریاب غاړې او د پیسو بانک دواړو ته وایي چې د کلمې په مانا کې ابهام رامنځته کېږي. که دا کلمه په جمله کې راشي جملهیي ابهام پیدا کوي؛ لکه:
I went to the bank last month.
په دې جمله کې د (bank) له ابهامه څوک نه پوهېږي چې د دریاب غاړې ته تللی و که بانک ته. د جملې ابهام د جملې د رغښتي توکو له ناسم ترتیب او رغښت نه هم پیدا کېږي.
سنک زمرک ونازاوه.
د پښتو جملې د ټوکونو د ترتیب په بنسټ (سنک) فاعل او (زرک) مفعول دی. خو کله کله د تاکید یا ځینو اړتیاوو له مخه فاعل و مفعول خپل ځای بدلوي؛ لکه: «سړی پیریانو نیولی» خو په دې جمله کې ابهام ځکه نسته چې د پښتو د ګرامري ځانګړنو له مخه د پیریانو اوښتې بڼه مو پوهوي چې فاعل دی، خو په پاسنۍ بېلګه کې نه پوهېږو چې فاعل څوک دی، ځکه نو ویناوال اړوځي چې په (زرک راپاڅېد او سنک یې ونازاوه) جملې سره دا ابهام ختم کړي(ښکلی، ۱۳۹۹: ۱۰۴)
تقابل
همدا ډول په کلمو او جملو دواړو کې تقابل رامنځته کېږي خو یو له بله توپیر لري. په کلمو کې تقابل د تضاد په اساس واقع کېږي. تضاد په رتبي چې لغتونه د کیفیت له مخې سره مقایسه کوي او په غیر رتبي چې کلمې یو د بل ضد وي، وېشل کېږي. په جمله کې بیا تقابل د تناقض، پراډوکس، اکسمورون او تضاد پر بنسټ رامنځته کېږي.
مصداقي اړیکې
د لغتونو په مانا پوهنه کې د ژبني عنصر، ذهني تصویر او بهرني مدلول ترمنځ اړیکه وي. ژبني عنصر ته سیمبول یا ژبنۍ نښې، ذهني تصویر ته مفهوم او بهرني مدلول ته مصداق وایو. د دې نظریې له مخې د سیمبول او مصداق ترمنځ سیده رابطه نه وي، دا رابطه د ذهني مفاهیمو له لارې ټينګېږي. په جملهیي مانا پوهنه کې په مصداقي راوبطو کې خارجي جهان سره په ارتباط کې د جملې صدق او کذب په نظر کې نیول کېږي.
جمله د خپل پېچلي جوړښت له مخې په مانا پوهنه کې یو بنسټیز او ډېر شنل شوی واحد دی. پر هغو ځانګړنو برسېره چې جمله یې د کلمې له مانا سره لري، جمله ځينې نور مانیز حالتونه هم لري. چې ځينې به یې وسپړو.
تضمن
هغه ډول رابطې ته ویل کېږي چې په هغه کې د یوې جملې صحت ضرورتاً بله جمله ورسوي، مثلاً:
الف) پولیس غل تعقیب کړ.
ب) غل د پولیسو تر تعقیب لاندې دی.
په دې جملو کې الف جمله د ب جملې مستلزمه ده. یعنې که دا ریښتیا وي چې پولیس غل تر تعقیب لاندې نیولی، نو بیا غل هم تر تعقیب لاندې دی. خو برعکس یې بیا صدق نه کوي. ځکه کېدای شي غل تر تعقیب لاندې وي خو پولیسو نه وي تعقیب.
قضیه
قضیه هغه وینا ته ویل کېږي چې یا رښتیا وي یا دروغ. یا هغه د یوې جملې داسې بیان ته وایي چې بشپړ فکر په کې بیان شوی وي او یا رښتیا وي یا دروغ. په قضیه کې یوازې خبري جلمه راتلای شي او د جملې نور ډولونه نشي پکې راتللی، مثلاً: «نن مې احمد ولید»جمله به یا دروغ وي یا رښتیا، خو «کاشکې لږ باران وشي» یوه تمنایي جمله ده، صدق او کذب نلري.
مخانګیرنه
یوه بیانیه جمله ده، د یوې جملې د معلوماتو په رڼا کې نور معلومات ترلاسه کېږي، مثلاً:
منان د ماستري دویم سمستر کې دی.
له دې جملې دا مالومات اخلو چې منان ماستري وایي او په دې ډول دا مالومات د پورتنۍ جملې لپاره مخانګېرنه ده.
پایله
مانا پوهنه د ژبپوهنې یوه ارزښتمنه او څو اړخیزه څانګه ده. مانا پوهنه په نورو دندو برسېره د جملې او کلمې د مانا په اړه هم خبرې راته کوي.
کلمه او جمله دواړه د مانا واحدونه دي. کلمې د جملهیي مانا په بشپړولو یا ټاکلو کې برخه اخلي. جملې بیا کلمو ته مختلفې ماناوې ورکوي او د کلمې مانا بشپړوي. کلمې بیا د ځنځيري واحدونو له مخې د جملې مانا بدلوي.
مانا پوهنه د کلمو د بیلابېلو ماناو له شننې سره کار لري او د هغوی ترمنځ اړیکې څېړي. د جملې د نقش او مانا سره کار لري. د مفهوم، مصداق، دال او مدلول، د کلمې هممانیزتوب او تضاد، لغوي ابهام، د کلمو مانیز بدلون، د مانا پراخوالی، د مانايي اوېجې لنډېدل، د مانا محدودېدل او د مانا مثبت یا منفي کېدلو په اړه د کلمې مانا پوهنه بحث کوي.
په جمله یي مانا پوهنه کې د جملو په مانايي ډولونو، د جملې مانیزې اړیکې، رغښت، جمله یي ابهام او داسې نور مسایل تر بحث لاندې نیول کېږي.
ماخذونه
ارغند، زبیح الله صاحب. مانا پوهنه. ۱۳۹۶. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.
زیار، مجاور احمد. پښتو مانا پوهنه. ۱۳۹۶. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
ښکلی، اجمل. د وینا ژبپوهنه.۱۴۰۰. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
فرانک ر- پالمر. ژباړه؛ کوروش صفوی. نګاهی تازه به معنا شناسی. ۱۳۶۶. موسسه سلطانی.