جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeمقالېله جاپاني  سره د چيني ولس مبارزه: افغانستان ترې څه زده کړه...

له جاپاني  سره د چيني ولس مبارزه: افغانستان ترې څه زده کړه کولی شي؟

مصور اتل

د پوهنتون استاد او د سياسي چارو شنونکی

د ۱۹۳۱م کال د سپټمبر په اتلسمه نېټه د جاپاني يرغلګرو پر وړاندې د چيني ولس خونړۍ مبارزه پيل شوه چې د ۱۹۴۵م کال د اګسټ تر ۱۵مې نېټې پورې یې دوام وکړ. جاپاني يرغلګرو د خپلو امپرياليسي پلانونو په چوکاټ کې پر منچوريا سيمې په يرغل کولو سره هلته د مانچوکوو په نوم يوه لاسپوڅې اداره جوړه کړه. د جاپاني امپرياليزم دغه اقدام چين د فقر، تجزیې او نيواک پر درشل ودراوه. یرغلګر پر خپل واک او ځواک دومره غره وو چې په ۱۹۳۷م کال کې یې په يوه پېښه کې د خپل یوه سرتېري ورکېدل پلمه کړل او د چيني ولس ټولوژنه یې پيل کړه. چيني ولس چې خپله بقا او هويت د محوه کېدو له ګواښ سره مخ وليدل نو داسې خونړۍ مبارزې ته یې مټې ور ونغاړلې چې له برکته یې اوس د فاشيزم ضد نړيوالې مبارزې لويه برخه امتياز اخلي.

چيني ولس د جاپاني امپريالېزم د يرغل په لومړيو کې له خپلمنځي سياسي اختلافاتو سره لاس او ګرېوان و او دا هغه څه وو چې د مبارزې مؤثريت یې زيانمن کړی و. دوی د خپل هېواد د بقا او خپلواکۍ لپاره ظاهراً اختلافات څنډې ته کړل او د چين کمونېست ګوند د ماو تسيدونګ په رهبرۍ سره د کليوالي سيمو د ولسي ځواک پر مټ د جګړې بريالۍ ستراتېژي جوړه او پلې کړه.

له جاپاني یرغلګرو سره د چيني ولس مبارزه د فاشيزم پر وړاندې د نړيوال مقاومت مهمه برخه جوړوي. په ياده جګړه کې تر ۳۵ ميليونو ډيرو ملکي او نظامي چيني وګړو ته مرګ ژوبله واوښته، د چين زيربناوې، کرنه او د بقا ټول وسايل له نابودۍ سره مخ شول. په ۱۹۴۹م کال کې چې کله د چين ولسي جمهوريت جوړ شو نو د دغه هېواد د کليوالي سيمو تر ۸۰ سلنه ډير وګړي له لوږې، ناروغيو او بېوزلۍ سره مخ وو. د زده کړو کچه پکې خورا ټيټه وه او يوازې ۲۰ سلنه خلکو یې سواد درلود. په ښځو کې یې د بېسوادۍ کچه د ۹۰ سلنې په شاوخوا کې وه. د پوهنتونونو شمېر یې خورا لږ و او ډيری هغه یې د جګړې پر مهال ويجاړ شوي وو. د ښاري او کليوالي سيمو د اوسېدونکو تر منځ پکې واټن ډير پراخ شوی و او دا ټول هغه څه وو چې د چين بيا پر پښو درېدل او اقتصادي وده یې ټکني کړي وو.

د چين کمونېست ګوند ته تر جګړې وروسته خورا ډير مسووليتونه ور تر غاړې وو. د ماتې پر پوله ولاړ ملت د خپلې بقا لپاره دوی ته سترې هيلې درلودې او دې هر څه ګوند ته سیاسي مشروعيت ورکړی و. د چين د بيا پر پښو دريدو لپاره د چين کمونېست ګوند درې اساسي موخې تعقيب کړې:

تر هر څه وړاندې یې د فقر او بېوزلۍ پر له منځه وړلو او اقتصادي ښېرازۍ تمرکز وکړ. دې موخې ته د رسېدو لپاره یې د ځمکو اصلاحات پيل کړل. ځانګړې اقتصادي سيمې رامنځته شوې څو بهرنۍ پانګونه جلب شي او صنعت وده وکړي. صادرات یې ډير کړل او په دې توګه چين په نړيوال بازار کې ځای وموند. د نړيوال بانک د شمېرو له مخې په ۱۹۸۱ م کال کې د چين ۸۸۰ ميليونه وګړي له بېوزلۍ سره مخ وو چې د پورته يادو اقداماتو په پايله کې یې په ۲۰۰۰م کال کې شمېر ۴۰۰ ميليونو تنو ته را کم شو. له ۲۰۰۰م – ۲۰۲۰ م کال پورې د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره هدفمند پروګرامونه لکه په ليرې پرتو سيمو کې د زیربناوو د پراختيا، د برېښنا رسولو، د سړکونو او ښوونځيو د جوړولو، د کرنې د ميکانيزه کولو، کرنيزو محصولاتو ته د بازار موندنې، پر ښوونې او روغتيا د پانګونې د ډيرولو او ورته نورو اقداماتو له لارې په چين کې د بېوزلۍ کچه صفر شوه. د نړيوال بانک د شاخص له مخې، هغه کسان چې لږ تر لږه ۱.۹ ډالره ورځنی عايد لري د بېوزلۍ له کرښې وتلي ګڼل کيږي او د چين حکومت په ۲۰۲۰ م کال کې اعلان وکړ چې ټول وګړي یې تر يادې اندازې ډير ورځني عوايد لري.

دويمه موخه د سواد د کچې لوړول وه. په چين کې د سواد زده کړې کمپاينونو له لارې په ميليونونو کليوال وګړي لوستلو ته را وبلل شول. د اجباري زده کړو (نهه کاله ښوونځي) نظام پيل شو، د پوهنتونونو کمي او کيفي انکشاف ته ځانګړې پاملرنه وشوه او دا مهال د چين شاوخوا درې زره پوهنتونونه هر کال په لسګونو ميليونه کورني او نړيوال محصلين روزي. په چيني پوهنتونونو کې د روزل کېدونکو محصلينو علمي لاسته راوړنې نه يوازې په چين کې د صنعت او ټکنالوژۍ د چټکې ودې سبب شوې دي بلکې له نړيوال پرمختګ او ښېرازۍ سره یې هم د پام وړ مرسته کړې ده.

درېيمه موخه د ښار او کلي تر منځ د واټن را کمول وه چې د چين کمونېست ګوند د ځينو کليدي وسايلو په کارولو سره دې موخې ته هم ورسيد:

د زيربنايي انکشاف له لارې د کليوالي سيمو د پراختيا زمينه برابره شوه. چين له ښارونو سره د کليوالي سيمو د نښلولو لپاره په ميلياردونو ډالرو پانګونه وکړه چې د چټک اورګاډي پټلۍ يې ښه بېلګه ده. دغه راز د چين ډيری کليوالي سيمې اوس برېښنا او چټک انټرنېټ ته لاسرسی لري.

پر کرنېزې پراختیا تمرکز وشو، له بزګرانو سره مرستې وشوې، د څو کوچنيو فارمونو په يو ځای کولو سره لوی فارمونه جوړل شول څو په نړيواله کچه د سيالۍ جوګه وي او د کرنيزو محصولاتو لپاره د بازار موندلو لپاره مختلف چوکاټونه رامنځته شول.

د ښوونې او روغتيا په برخو کې هم په کليوالي سيمو کې پر ښاري معيار برابر ښوونځي جوړل شول او د نهه کاله اجباري زده کړو پروګرام په ټولو سيمو کې پلی شو. په کليوالي سيمو کې د لوړ معيار روغتیايي مرکزونه جوړ شول او ډاکټران ور واستول شول. دغه راز د کليوالي سيمو د زده کوونکو لپاره تحصيلي بورسيې په پام کې ونيول شوې څو د زده کړو لپاره ښارونو ته ولاړ شي.

په کليوالي سيمو کې د صنعت د پراختيا لپاره هم ځانګړي پروګرامونه پلي شول چې ښه بېلګه یې د هر کلي يو محصول پروګرام دی. دغه راز په کليوالي سيمو کې د وړو فابریکو د جوړولو له لارې په ځايي کچه د دندو فرصتونه را منځته شول.

له فاشيزم سره تر بريالۍ مبارزې اتيا کاله وروسته اوس چين د نړۍ دويم ستر اقتصادي قوت دی. په دغه هېواد کې د بېوزلۍ کچه صفر ده او پر علمي او ټکنالوژيکي لاسته راوړنو یې د نړۍ په لر او بر کې ملتونه هوسا دي. اوس پوښتنه دا ده چې له دې هر څه افغانان څه زده کړه کولی شي؟

له نېواک او ښکېلاک سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان او چين د ولسونو تر منځ توپير نه شته، توپير له نيواک او ښکېلاک سره تر مبارزې وروسته د وضعيت د مديريت په څرنګوالي کې دی. د وضعيت په مديريت کې د افغان واکمنانو ناکامي د دې سبب شوې چې افغانستان په يوه پېړۍ کې درې ځله له بهرني يرغل سره مخ شوی. افغانانو هر ځل په درنو قربانيو سره بهرني يرغلونه په شا تمبولي خو خپلې نيمګړتياوې یې د دې سبب شوې دي چې لا هم بشپړ ثبات ته نه دي رسېدلي.

افغانستان نن کټ مټ له هغو ستونزو سره مخ دی چې په ۱۹۵۰مه لسیزه کې چين ورسره مخ و. د افغانستان تر نيمايي ډير وګړي عملاً له سخت فقر سره مخ دي. د سواد کچه پکې شاوخوا ۳۷ سلنه اټکل کيږي چې د ښځو په منځ کې خو ان له شل سلنې هم کمه ده او پر دې سربېره یې پر مخ ښوونځي هم تړلي پاتې دي. په افغانستان کې پوهنتونونه د ګوتو په شمېر دي او چې شته هم درسي نصاب یې د ۲۱مې پېړۍ له غوښتنو او معيارونو سره برابر نه دی.

په افغانستان کې د ښار او کلي تر منځ واټن او توپير هم خورا ډير دی. د افغانستان انکشافي ماډل تر ډيره پر ښاري سيمو متمرکز دی چې له کبله یې کليوالي سيمې خورا وروسته پاتې شوې او پر ښارونو د خلکو هجوم دومره ډېر شوی چې ښاري زيربناوې یې د ځایولو ظرفيت نه لري.

تر ټولو لويه ستونزه د افغانستان په کورنيو چارو کې د بهرنۍ لاسوهنې احتمال، د افغانانو خپلمنځي اختلافات او بې اتفاقي، د يو بل له منلو انکار، سر زوري او د ملت پر غوښتنو سترګې پټول دي.

دې ټولو ستونزو او د چين بريالۍ تجربې ته په کتو بويه چې د ملي يووالي پر بنسټ اوږدمهاله پلان تدوين او پلی شي. چيني ولس د کمونېست ګوند پر محور متحد شو، په پايله کې یې د نړۍ پر دويم ستر اقتصادي قوت بدل شو. افغانانو ته بويه چې ټول په يوه محور سره را ټول شي او خپله انرژۍ د وېش او تفرقې د پراخولو پر ځای د هېواد پر ابادۍ او ښېرازۍ ولګوي.

د زده کړو د کچې لوړول د اقتصادي پرمختګ لومړنی شرط دی. په افغانستان کې ټولو ته د زده کړو د مساوي او برابرو فرصتونو برابرول او په تعليمي او تحصيلي نظام کې د زمانې پر معيار د برابرو اصلاحاتو راوستل د افغانستان د اقتصادي ښېرازۍ دروازه ده.

کليوالي سيمو ته د اقتصادي فرصتونو ور غځول له يوې خوا د کلي او ښار تر منځ واټن کموي او له بلې خوا پر ښاري زيربنا اضافي بار کموي. د افغانستان ښارونه عملاً د اوبو او برېښنا له شديد کمښت سره مخ دي او که په اقتصادي او کاري فرصتونو پسې له کليوالي سيمو څخه ښارونو ته د ولس کوچيدل په اوسنۍ چټکتيا سره روان وي نو افغانستان به ډير ژر د نه کنټرولېدونکي بشري بحران شاهد وي. په کليوالي سيمو کې د اقتصادي فعاليتونو د غوړولو يوه لاره د کرنې او مالدارۍ ميکانيزه کول ده چې حکومت بايد جدي پاملرنه ورته وکړي.

له تاريخونو زده کړه د برياليو ملتونو ځانګړتيا ده. بقا د هغوی په برخه ده چې ستونزه یې د ستونزې په توګه منلې او د نه تکرارېدو لپاره یې له تاريخونو ژور درسونه اخيستي دي. افغانان لا هم فرصت لري چې د زړو ناکامو تجربو د تکرار مخه ونيسي. يو لوری  د سر زوری پر ځای د ولس غوښتنو ته غاړه کېږدي او بل لوری د پرديو لمنې ته د لويدو پر ځای د هېواد د ښېرازۍ فکر وکړي. ټول پر واحد محور سره را ټول شي او له شته طلايي فرصت څخه اعظمي استفاده وکړي. د شته فرصت د ضايع کېدو پايله يوازې د ملت د بدبختۍ دوام او تاريخي مختوري ده. بس!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب