پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+په دې ورځ د بیزانس امپراتور اســیر شو

په دې ورځ د بیزانس امپراتور اســیر شو

تاند- ۹۵۳ کاله پخوا په دې ورځ (د ۱۰۷۱ کال د اګست په ۱۹ مه) د بیزانس امپراتورۍ لښکر د سلجوقي پاچا الب ارسلان د ځواکونوله خوا د ارمنستان وان جهیل ته نژدې په ملازګرد کې مات شو او د بیزانس امپراتور(دیوژینوس) د سلجوقیانو د پاچا الب ارسلان له لوري اسیر شو.

د بیزانس امپراتورۍ له دې نېټې څلور پیړۍ پخوا قسطنطنیه (کنستانتینویل) ونیوه او هغه یې خپل مرکز وټاکه. خو سلجوقیانو د منځني ختیځ له نیولو او د بغداد د عباسي خلفاوو له ایل کولو وروسته د بیزانس له امپراتورۍ قسطنطنیه ونیوله.

الپ ارسلان د خپلو مستعمرو د زیاتولو لپاره اوسنی ارمنستان او د ترکیې یوه برخه هم ونیوله. د بیزانس امپراتور چې د ارمنستان او ترکیې بایللو وارخطا کړی وو یولک کسیز ځواک ترتیب کړ او پر سلجوقیانو یې برید وکړ خود ۱۰۷۱ کال د اګست په نولسمه یې په ملازګرد کې له سلجوقیانو ماته وخوړه. دا ماته سبب شوه چې سلجوقیان درسته کوچنۍ اسیا ونیسي.

الب ارسلان د بیزانس له اسیر شوي امپراتور او د هغه له زرګونو عسکرو سره ښه چلند وکړ او څه موده وروسته یې خوشي کړ چې بیزانس ته لاړ شي.

که صدر اسلام ته څوک توجه وکړي په هماغه وخت کې هم له دښمن سره نرمښت او ښه سلوک سبب شو چې ډېر انسانان اسلام ته مخه کړي. مګر له بده مرغه نن سبا د اسلام ټېکه داران په خپل خشن او ځيږ چلند سره نه یوازې دین ته خیر نه رسوي بلکې عملاً یې د دې ستر الهي دین د پراختیا مخه نیولې ده.

د دوی له لوري د انسانانو بې رحمانه قتلونه، سر پرې کول او نور بوږنوونکي اعمال د اسلام دښمنان په خپلو تلویزیونونو کې بیا بیا ښيي څو غیر مسلمانو ولسونو ته ووايي چې اسلام داسي دین دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب