تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۶ مه) د هوور انسټیټیوټ په یوه تازه راپور کې، چې د افغانستان د پخواني حکومت له درېیو لوړپوړو امنیتي چارواکو، حمدالله محب، سمیع سادات او هیبتالله علیزي، سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی، د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د جمهوري نظام د وروستیو ساعتونو او د کابل د سقوط په اړه تازه جزئیات خپاره شوي دي.
راپور حمدالله محب، چې هغه مهال د ملي امنیت سلاکار و، د اشرف غني د وتل,و یا ایستلو اصلي طراح بللی دی. د راپور له مخې، محب له شاوخوا یو کال مخکې د ولسمشر د احتمالي وتلو پر سناریوګانو کار کړی و او د اګست په ۱۵مه یې ټوله ورځ د اشرف غني د خوندي ایستلو لپاره هڅې کولې.
محب ویلي چې په هغه ورځ د حکومت د قوماندې لړۍ ( د مراتبو سلله) په بشپړه توګه له منځه تللې وه. د ده په وینا، د افغان امنیتي ځواکونو د قوماندې اصلي جوړښت له امریکايي قوماندې سره تړلی و او کله چې هغه سیستم له منځه ولاړ، د افغانستان داخلي کمزورې قومانده هم ورسره ړنګه شوه.
د اشرف غني د وتلو پرېکړه
د راپور له مخې، محب د اشرف غني د پاتې کېدو په صورت کې د هغه د وژل کېدو احتمال جدي باله. هغه د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیبالله برخلیک ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د نجیبالله د وتلو پلان ناکام شوی و او ده نه غوښتل چې د اشرف غني لپاره هم ورته حالت تکرار شي.
محب ویلي چې د ولسمشر د څرخکې د الوتنې پر مهال پیلوټ وویل: «د هیلي کوپتر ټانکۍ پوره ډکه ده.» د راپور له مخې، د تېلو د ټانکي ډکوالی د څرخکې د وزن د زیاتېدو له امله د سپرلیو ظرفیت کموي؛ له همدې امله ټولو کسانو ته په څرخکه کې د سپرېدو امکان نه و.
د کابل هوايي ډګر هم د وتلو لپاره عملي انتخاب نه و، ځکه امریکايي ځواکونو د هوايي ډګر د کنټرول برج په لاس کې درلود او پیلوټانو ته یې د الوتنې اجازه نه ورکوله. د ننګرهار او خوست هوايي ډګرونه هم هغه مهال د طالبانو لاس ته لوېدلي وو.
محب ویلي چې د څرخکې د تیلو اندازه د ازبکستان تر ترمذ ښار پورې د رسېدو لپاره کافي وه، خو کوم کو ځانګړي ځای ته د الوتو پلان موجود نه و. هغه اشرف غني ته ویلي و چې نور وخت نه دی پاتې او د ده په باور، د پرېکړې په اړه د لږو کسانو خبرول د دوی د ژوندي پاتې کېدو امکان زیاتوي.
محب د ترمذ پر لور شاوخوا دوه ساعته الوتنه د خپل ژوند تر ټولو اوږده ساعتونه بللي او ویلي یې دي چې په ټوله لار کې یې وېره لرله چې څرخکه به د امریکایانو، طالبانو یا کوم سیمهییز قوماندان له خوا وویشتل شي.
هغه ویلي چې د اشرف غني وژل کېدل ښايي افغانستان یو ځل بیا کورنۍ جګړې ته داخل کړی وای. د ده په وینا، هغه مهال یې محاسبه دا وه چې د طالبانو حکومت، له ټولو ستونزو سره سره، ښايي له یوې پراخې کورنۍ جګړې غوره وي.
سمیع سادات: «داسې احساس مې وکړ لکه ځمکه چې تر پښو لاندې نه وي.»
سمیع سادات، چې د کابل د امنیت مسوولیت یې د جمهوریت له سقوط یوازې څلور ورځې مخکې اخیستی و، د اګست پر ۱۵مه، له غرمې وروسته، د اشرف غني د وتلو له خبر څخه خبر شو.
د راپور له مخې، پخواني دفاع وزیر اسدالله خالد له دوبۍ څخه سادات ته زنګ وواهه او د ولسمشر د وتلو خبر یې ورکړ. سادات وايي، د خبر په اورېدو یې داسې احساس وکړ لکه ځمکه چې تر پښو لاندې نه وي.
هغه بېرته خپلې قوماندانۍ ته ستون شو، پوځي حالت یې اعلان کړ او د کابل پر لور د راتلونکو طالب ځواکونو پر ضد یې د هوايي برید اجازه ورکړه. سادات ویلي چې په عادي شرایطو کې یوازې ولسمشر د کابل په دننه کې د هوايي برید اجازه ورکولای شوای، خو ده فکر کاوه چې ولسمشر نور په هېواد کې نشته.
امریکايي قوماندان: «نور حکومت نه لرئ»
سمیع سادات او هیبتالله علیزي وروسته جلا جلا په کابل کې له امریکايي قوماندان پیټر واسلي څخه د مرستې غوښتنه وکړه، خو د هغه له خوا یې غوښتنې رد شوې.
د علیزي په وینا، امریکايي قوماندان ورته ویلي و: «نور ولسمشر نشته. څوک پاتې نه دي. د چا لپاره جګړه کوئ؟ نور هېواد نه شته.»
سادات هم ویلي چې واسلي ورته ویلي و: «زه له تا څخه امر نه اخلم؛ ته حکومت نه لرې، نو زه له تا سره مرسته نه شم کولای.»
علیزي وايي، د دغو خبرو له اورېدو وروسته یې ژړا نه شوه درولای، خو بیا یې هم ټینګار کاوه چې تر وروستۍ شېبې به جګړه کوي.
د مقاومت وروستۍ هڅې
سادات د هوايي ځواک له قوماندان څخه وغوښتل چې جنګي الوتکې چمتو کړي، خو ورته وویل شول چې ډېری الوتکې ازبکستان او تاجکستان ته انتقال شوې دي او د هوايي ځواک قوماندان نور د خپلو ځواکونو بشپړ کنټرول نه لري.
هیبتالله علیزي غوښتل د دارالامان لومړۍ کرښې ته لاړ شي او مقاومت تنظیم کړي، خو وروسته د کابل هوايي ډګر ته ولاړ. هغه خپلو ملګرو ته وویل چې په یوه C-17 الوتکه کې له هېواده ووځي، خو خپله یې د پاتې کېدو او تر وروستۍ شېبې د جګړې ژمنه وکړه.
وروسته خبر ورسېد چې په دارالامان کې مېشتو ځواکونو هم خپلې پوستې پرېښې دي. علیزي دا د جمهوریت د سقوط وروستۍ شېبه بللې ده.
له سقوط وروسته هم د وتلو هڅې
سادات د کابل له سقوط وروسته څلور ورځې نور هم په ښار کې پاتې شو او هڅه یې کوله خپل ځواکونه خوندي ځای ته انتقال کړي. هغه غوښتل بېرته هلمند ته ولاړ شي او جګړه روانه وساتي، خو د راپور له مخې امریکايي ځواکونو یې الوتکې ته تېل ورنه کړل. نوموړی وروسته بریتانیا ته ولاړ.
هیبتالله علیزي د اګست تر ۲۵مې په کابل هوايي ډګر کې پاتې شو. د راپور له مخې، هغه د کابل د سقوط په شپه په C-130 الوتکه کې کندهار ته ولاړ او وروسته یې ۱۲۵ سرتېري کابل ته انتقال کړل. هغه دوه ځله هڅه هم وکړه چې پنجشېر ته ځان ورسوي.
د هوور انسټیټیوټ د راپور له مخې، د دغو درېیو چارواکو روایتونه ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د جمهوریت د سقوط پر مهال د حکومت سیاسي او پوځي قومانده په چټکۍ سره له منځه تللې وه او د امریکايي ملاتړ له ختمېدو سره افغان امنیتي او حکومتي جوړښت هم د پرېکړې او مقاومت توان له لاسه ورکړ.