تاند『دوشنبه د زمري ـ اسد ۲۷مه』طالبانو په کندوز کې د الهام په نوم ځوان، یوې بهرنۍ سېلانۍ ته د سپکاوي او نامناسب چلند په تور نيولی دی.
د طالبانو د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت وياند سيف خېبر په خپله اېکس پاڼه لیکلي، نیول شوی کس د سزا لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی دی.
هغه زیاته کړې: «الهام هغه ځوان چې یو شمیر خاریجي سیلانیانو ته یې په عام بازار کې اذیت ورکاوه او غیر اخلاقي حرکتونه یې د یوې سیلانې په وړاندې کول د کندوز ولایت مرکز کې نیول شوی دی.»
دغه وزارت له دې څه موده وړاندې هم یو کس له یوه چینایي سېلاني سره د نامناسب چلند ویډیو له خپرېدو وروسته نیولی و.
خو عام افغانان شکایت کوي چې طالبانو بهرنیو سیلانیانو په تېره ښځو ته هر ډول ازادي ور کړې، اما افغان مېرمنې یې پارک ته له خپلو کورنیو او محرم سره له تلو هم منع کړې دي.
وروستیو کې دې ډلې په هوټل کې د خاوند او مېرمنې په ګډ خوراک هم بندیز لګولی او دوی ته یې ځایونه بېل کړي دي.
دا ویډیو ما وکتله هغه ځوان د سزا حق لري ځکه ډیر نا مناسب حرکات یې کول. بله دا چې افغانان د شکایت حق نلري هغوی بندیان، محکوم او مجرم دي. ازاد انسان حق لري ویده او بې شعوره خلک چې یواځې چیغې وهي نور هم محکومیږي. کوم نظام چې تاسو غوښته او ستاسو خواهش و درباندې مسلط شو نو اوس فریاد ته اړتیا نشته. کنه ولس ۴۰ میلونه دی او نظام یو لک هم ندی نور خپله سر خلاص کړئ.