پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد خوړو نړیوال پروګرام؛ میلیونونه افغان مېرمنې او ماشومان له خوارځواکۍ ځورېږي

د خوړو نړیوال پروګرام؛ میلیونونه افغان مېرمنې او ماشومان له خوارځواکۍ ځورېږي

تاند『دوشنبه د زمري ـ اسد ۲۷مه』‏د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تازه په یوه راپور کې خبرداری ورکړی، چې پر افغانستان د نړیوالو مرستو له ځنډېدو او د مالي سرچېنو د کمښت له امله په دغه هیواد کې په سلګونه زره مېندې او ماشومان پر ځوارځواکۍ اخته شوي دي.

په راپور کې راغلي چې اوسمهال په افغانستان کې ۹.۵ میلیونه خلک د خوړو له سخت نا امني سره مخ دي چې له ډلې یې ۴.۶ میلیونه میندې او ماشومان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د راپور د مالوماتو پر اساس سږ کال ۳.۵ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او له یو میلیون څخه زیاتې میندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام دغه راز زیاته کړې، چې بودیجه یې مخ په کمېدو ده او یوازې د وران ۲۰۲۵ کال تر پایه د بشري فعالیتونو د دوام لپاره له ۶۵۰ میلیون ډالرو څخه زیاتو بیړنیو پیسو ته اړتیا لري.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» د راپور له مخې، دا شمېر د تېرو څلورو کالو پرتله ډېر شوی او د دغه وضعیت لامل بېوزلي او د خوړو نه خوندیتوب په ګوته کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې عام خلک وایې، د طالبانو له حاکمیت وروسته کاري فرصتونه په کمېدو دي، او په ټول هېواد کې بېوزلي او لوږه هم زیاته شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...