Homeخبرونههرات کې کابو ۵ زره تازه راغلي کډوال په کار ګمارل شوي

هرات کې کابو ۵ زره تازه راغلي کډوال په کار ګمارل شوي

تاند『دوشنبه د زمري ـ اسد ۲۷مه』 هرات کې د طالبانو د ولایت مقام ویلي، تر اوسه شاوخوا ۵ زره را ستانه شوي کډوال د صنعتي ښارګوټي په فابریکو او تولیدي شرکتونو کې په کار ګومارل شوي دي.

په دې اړه خپاره شوي خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ، د استخدام لړۍ روانه ده او ټاکل شوې چې ۱۰ زره تنه نور هم په بېلابېلو فابريکو کې په کار وګومارل شي.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې پاکستان او ایران د افغان کډوالو د ایستلو تازه لړۍ پیلوي.

د ایران کورنیو چارو وزیر ویلي، چې په لومړي قدم کې به دوه میلیونه غیر قانوني افغان کډوال له ایران څخه وویستل شي او د دوی د ایستو پر تګلارې کار روان دی.

اسکندر مومني وایي، اوسمهال ایران کې کابو ۶ میلیونه افغانان اوسېږي، او طبیعي ده چې د دوی مدیریت ملي او نړیوالې بېړنی لاسنیوی غواړي.

هغه ویلي، چې تر ډېره به افغان کډوال د خراسان دروازې له لارې وویستل شي.

بل لورته بیا پاکستان هم د کډوالو د جبري ایستو لپاره تابیاوې نیولي.

خو طالبان وایي، چې دوی په تورخم کې د کډوالو راتګ ته پوره چمتووالی نیولی او د خپلو هېوادوالو راتګ ته سترګې په لار دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...