جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد طالبانو د سوداګرۍ وزیر د قرغیزستان- روسیې اووم اقتصادي فورم کې...

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د قرغیزستان- روسیې اووم اقتصادي فورم کې ګډون کړی

تاند『دوشنبه د زمري ـ اسد ۲۷مه』قرغیزستان کې د طالبانو سفارت وايي، د دوی د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له مل پلاوو سره د قرغیزستان- روسیې اووم اقتصادي فورم کې ګډون کړی دی.

یاد سفارت وايي، د طالبانو پلاوي د قرغیزستان لومړي وزیر ادیلبېک الېشوویچ او د دې هېواد د یو شمېر وزیرانو، د سیمې د پلاوو له مشرانو او په کوربه هېواد کې د ځینو هېوادونو له سفیرانو سره هم کتلي دي.

سرچینې ویلي، په دغو کتنو کې د افغانستان او قرغیزستان په دوه اړخیزو اقتصادي او سوداگریزو اړیکو سربېره د پانگې اچونې، سوداگریزو همکاریو او همدارنگه د ډيپلوماټیکو او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا او پرمختگ او دوه اړخیزو گډو گټو اړوندو موضوعاتو خبرې شوې دي.

یاده دې وي، چې د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پرېکړې وروسته افغان ډیپلوماتانو د نورو هېوادونو له لوري د ورته اقدام یادونه وکړه او پرته له نوم ښودلو یې ویلي و، چې نور هېوادونه به هم لکه د روسیې په څېر ډیر ژر ورته پرېکړې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب